غوره اخلاق په اسلام کې

الله پاک چې د انسان لپاره کوم بريدونه او ژوندچارو ته کوم چوکاټ ټاکلی هغه که له يوې خوا الهي حکم دی چې انسان يې بايد په هر وخت کې له فکر کولو پرته پلی کړي ، له بلې خوا همدا چوکاټ او حدود د انسان د ژوند د نېکمرغۍ او سوکالۍ يوازنۍ لاره ده  او همدا خبره ننني پرمختللي انسان ښه ثابته کړې ده، هغه داسې چې کوم خلک د پاک الله له احکامو لري دي هغوی که هرڅومره اسانتياوې ولري؛ خو له ژونده يې داسې خوند نه دی اخيستی څومره چې يو متشرع او دينداره انسان له خپل ژونده خوښ او په خپله برخه وياړي .

ښه خوی (حسن الخلق)

د ((حُسْنُ الْخُلُق)) په اړه راغلي حديثونه :

۱-: عَنْ أَبِى ذَرٍّ رض قَالَ: قَالَ لِى رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- « اتَّقِ اللهَ حَيْثُمَا كُنْتَ وَأَتْبِعِ السَّيِّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا وَخَالِقِ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ ».([1])

ژباړه: ابوذر  رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم راته ووېل: هرچيرته چې يې له الله  څخه وېرېږه، او له  بدي  وروسته نيکي کوه ځکه چې نيکي بدي له منځه وړي، او له خلکو سره ښه چلند کوه.

2-:عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رض قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم-  : « أُتِىَ اللهُ بِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِهِ آتَاهُ اللهُ مَالاً فَقَالَ لَهُ مَاذَا عَمِلْتَ فِى الدُّنْيَا؟ قَالَ ((وَلاَ يَكْتُمُونَ اللهَ حَدِيثًا)) قَالَ يَا رَبِّ آتَيْتَنِى مَالَكَ فَكُنْتُ أُبَايِعُ النَّاسَ وَكَانَ مِنْ خُلُقِى الْجَوَازُ فَكُنْتُ أَتَيَسَّرُ عَلَى الْمُوسِرِ وَأُنْظِرُ الْمُعْسِرَ. فَقَالَ اللهُ أَنَا أَحَقُّ بِذَا مِنْكَ تَجَاوَزُوا عَنْ عَبْدِى ».([2])

ژباړه:حذيفه بن يمان رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم  ووېل: د الله جل جلاله  په وړاندې  يو داسې سړی راوستل شو چې الله پاک ښه شتمني ورکړې وه، الله جل جلاله  ترې وپوښتل: په دنيا کې دې څه کړي و؟ (او د الله جل جلاله  په وړاندې څوک خبره نه شي پټولی) سړي وويل: اې ربه ! تا شتمني راکړې وه ما له خلکو سره راکړه ورکړه کوله ، خو پر نيمګړتياوو سترګې پټول مې  عادت و، له شتمن سره مې اسانتيا کوله ، او نېستمن ته به مې نېټه ورکوله.

 اللهY وفرمايل : دغه کار تر تا زيات ماسره ښايي، پرښتو! زما بنده ته  ترټولو نيمګړتياوو ورتېر شئ.

۳-: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- « أَكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ إِيمَانًا أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا وَخِيَارُكُمْ خِيَارُكُمْ لِنِسَائِهِمْ خُلُقًا ».([3])

ژباړه: ابو هريره رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: د ايمان له پلوه کامل مؤمن هغه دی چې غوره اخلاق ولري ، او په تاسو کې ترټولو غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه چلند کوي.

۴-: عَنْ أَبِى أُمَامَةَ الْبَاهِلِيِّ رض قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- « أَنَا زَعِيمٌ بِبَيْتٍ فِى رَبَضِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْمِرَاءَ وَإِنْ كَانَ مُحِقًّا وَبِبَيْتٍ فِى وَسَطِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْكَذِبَ وَإِنْ كَانَ مَازِحًا وَبِبَيْتٍ فِى أَعْلَى الْجَنَّةِ لِمَنْ حَسَّنَ خُلُقَهُ ».([4])

ژپاړه:ابوامامه باهلي رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم  ووېل: څوک چې له جګړو لاس واخلي (که څه هم حق يې پر لوري وي) هغه ته د جنت شاوخوا د کور ضامن يم. او څوک چې له درواغوډډه وکړي (که څه هم په ټوکه وي)، هغه ته د جنت  په منځ کې د کور ضامن يم.او څوک چې ښه خويه وي هغه ته د جنت په پورتنۍ برخه کې د کور ضامن يم.

۵-: عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ الْمُؤْمِنِينَ رضي الله عنها  أَنَّ سَعْدَ بْنَ هِشَامٍ سَأَلَهَا فَقَالَ: يَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ أَنْبِئِينِى عَنْ خُلُقِ رَسُولِ اللهِ -صلى الله عليه وسلم-.قَالَتْ أَلَيْسَ تَقْرَأُ الْقُرْآنَ ؟ قَالَ: بَلَى.قَالَتْ(( فَإِنَّ خُلُقَ نَبِىِّ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ الْقُرْآنَ)).([5])

ژپاړه:له ام المؤمنين عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې سعدبن هشام ورڅخه وپوښتل:ای ام المؤمنين د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خويونو په اړه معلومات راکړه. هغې په ځواب کې ووېل: ايا ته قرآن کريم نه لولې؟ هغه ورته ووېل: ولي نه. عائشې رضي الله عنها ووېل: چې قرآن وايي نو د رسول الله صلى الله عليه وسلم  خويونه همدا قرآن و.

٦-: عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ الْقَائِمِ ».([6])

ژباړه: عائشه رضي الله عنها وايي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم  څخه مې واورېدل ويل يې: مسلمان په ښه خوی سره د روژه نيوونکي او لمونځ کوونکي درجه ترلاسه کولای شي.

٧-: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: إِنَّمَا بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ صَالِحَ الأَخْلاَقِ.([7])

ژباړه:ابوهريره رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ووېل: زه ددې له پاره رالېږل شوی يم چې ښه خويونه پوره کړم .

٨-: عَنْ جَابِرٍبْنِ عَبْدِ اللهِ أَنَّ رَسُولَ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ : إِنَّ مِنْ أَحَبِّكُمْ إِلَىَّ وَأَقْرَبِكُمْ مِنِّى مَجْلِسًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَحَاسِنَكُمْ أَخْلاَقًا وَإِنَّ أَبْغَضَكُمْ إِلَىَّ وَأَبْعَدَكُمْ مِنِّى مَجْلِسًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الثَّرْثَارُونَ وَالْمُتَشَدِّقُونَ وَالْمُتَفَيْهِقُونَ. قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ قَدْ عَلِمْنَا الثَّرْثَارُونَ وَالْمُتَشَدِّقُونَ فَمَا الْمُتَفَيْهِقُونَ ؟ قَالَ:الْمُتَكَبِّرُونَ .([8])

ژباړه: جابربن عبد الله رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ووېل: ماته ترټولو خوښ او په قيامت کې رانږدې هغه  څوک دي چې ښه خوی ولري. او ترټولو ناخوښه او په قيامت کې راڅخه لرې  هغه خلک دي چې (ثَرْثَارُونَ: لاپې وهونکي)، (مُتَشَدِّقُونَ: خبرې لويوونکي) او (مُتَفَيْهِقُونَ) وي ، هغوی وپوښتل: (ثَرْثَارُون، مُتَشَدِّقُون) خو مووپېژاندل ، دا (مُتَفَيْهِقُونَ) څوک دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم په ځواب کې ووېل:څوک چې  کبرجن وي .

٩-: عَنِ النَّوَّاسِ بْنِ سَمْعَانَ قَالَ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- عَنِ الْبِرِّ وَالإِثْمِ فَقَالَ :« الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ وَالإِثْمُ مَا حَاكَ فِى صَدْرِكَ وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ ».([9])

ژباړه: نواس بن سمعان رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې د نيکي او ګناه په اړه پوښتنه وکړه ، راته يې ووېل: ښه خويونه نيکي ده ، او ګناه بيا هغه ده چې کولوته يې زړه نازړه يې او دا نه خوښوې چې خلک دې پرې خبر شي.

١٠-: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الزُّبَيْرِ ( خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ) (الأعراف/ 199) قَالَ مَا أَنْزَلَ اللهُ يَعْنِي هَذِهِ الْآيَةُ، إِلاَّ فِى أَخْلاَقِ النَّاسِ .

عَنْهُ أيْضًا قَالَ: أَمَرَ اللهُ نَبِيَّهُ – صلى الله عليه وسلم – أَنْ يَأْخُذَ الْعَفْوَ مِنْ أَخْلاَقِ النَّاسِ .أَوْ كَمَا قَالَ.([10])

ژباړه: له عبد الله بن زبير رضي الله عنه څخه روايت دی هغه وايي: د سورت اعراف دغه ايت ( خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ: د بښنې (لار) ونيسه،او دښو چارو امركوه) يواځې دخلکو دخويونو په اړه نازل شوی دی.

او په بل روايت کې وايي: الله پاک خپل نبي ته امر وکړ چې د خلکو له خويونو څخه د بښنې لار نيسه.

۱١-:عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ: سُئِلَ رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ؟ فَقَالَ :« تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ ». وَسُئِلَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ؟ فَقَالَ: « الْفَمُ وَالْفَرْجُ ».([11])

ژباړه:ابو هريره رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه جنت ته د بيوونکي عمل په اړه پوښتنه وشوه . هغه صلى الله عليه وسلم  په ځواب کې  ووېل: له الله جل جلاله  څخه وېره او ښه خويونه.

 بيا ورڅخه دوزخ ته د غورځونکي شي  په اړه پوښتنه وشوه . هغه صلى الله عليه وسلم  په ځواب کې  ووېل: خوله او شرمځای.

۱٢-: عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ قَالَ: آخِرُ مَا أَوْصَانِى بِهِ رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- حِينَ وَضَعْتُ رِجْلِى فِى الْغَرْزِ  أَنْ قَالَ: « أَحْسِنْ خُلُقَكَ لِلنَّاسِ يَا مُعَاذُ بْنَ جَبَلٍ ».([12])

ژباړه:معاذبن جبل رضي الله عنه وايي: (يمن ته د روانېدو پروخت) چې مې پښې د آس په رکابونو کې وې، رسول الله صلی الله عليه وسلم وروستی وصيت داسې راته وکړ: ای معاذه ! له خلکو سره دې خوی او چلند ښه کړه.

۱٣-: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رض قَالَ: لَمَّا بَلَغَ أَبَا ذَرٍّ مَبْعَثُ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ لأَخِيهِ :ارْكَبْ إِلَى هَذَا الْوَادِى ، فَاعْلَمْ لِى عِلْمَ هَذَا الرَّجُلِ الَّذِى يَزْعُمُ أَنَّهُ نَبِىٌّ ، يَأْتِيهِ الْخَبَرُ مِنَ السَّمَاءِ ، وَاسْمَعْ مِنْ قَوْلِهِ ، ثُمَّ ائْتِنِى . فَانْطَلَقَ الأَخُ حَتَّى قَدِمَهُ وَسَمِعَ مِنْ قَوْلِهِ ، ثُمَّ رَجَعَ إِلَى أَبِى ذَرٍّ ، فَقَالَ لَهُ: رَأَيْتُهُ يَأْمُرُ بِمَكَارِمِ الأَخْلاَقِ ، وَكَلاَمًا مَا هُوَ بِالشِّعْرِ ….الحديث)([13])

ژباړه:ابن عباس رضي الله عنه وايي: کله چې ابوذر رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د بعثت خبر  واورېد ، نو خپل ورور ته يې ووېل: د دې  درې (مکې) پر لور روان شه! او ماته د هغه سړي په اړه خبر راوړه چې د نبوت دعوه لري ،او وايي : له اسمان څخه وحي راته . ورشه خبرې يې واوره، او بيا ماته حال راکړه.

ورور يې هم د مکې پر لور روان شو ، نبي عليه السلام ته راغی، دهغه خبرې يې واورېدلې ، او بېرته  ابوذر  ته راستون شو او ورته ويې وېل: هغه داسې سړی و چې خلک يې پر ښوخويونو امر کول ، او  وينا يې  شعر نه وه (خو بياهم ډېره اغېزمنه وه).

١٤-: عَنْ أَبِى الدَّرْدَاءِ رض أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ : « مَا شَىْءٌ أَثْقَلُ فِى مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ وَإِنَّ اللهَ لَيَبْغَضُ الْفَاحِشَ الْبَذِىءَ ».([14])

ژباړه:ابودرداء  رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ووېل: د قيامت په ورځ د مېزان په تله کې تر ښه خوی هيڅ شی دروند نه دی. او الله جل جلاله   پوچ خولی او بې خولې سړی نه خوښوي.

16-: عَنْ أَبِى الدَّرْدَاءِ رض قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ : « مَا مِنْ شَىْءٍ يُوضَعُ فِى الْمِيزَانِ أَثْقَلُ مِنْ حُسْنِ الْخُلُقِ وَإِنَّ صَاحِبَ حُسْنِ الْخُلُقِ لَيَبْلُغُ بِهِ دَرَجَةَ صَاحِبِ الصَّوْمِ وَالصَّلاَةِ ».([15])

ژباړه: ابودرداء  رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ووېل: د مېزان په تله کې کېښودونکو شيانو کې تر ښه خوی هيڅ شی دروند نه دی. او ښه خوی سړی د روژتي او لمونځ کوونکي درجې ته رسوي.

١٥-: عَنْ أَنَسٍ رض قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- مِنْ أَحْسَنِ النَّاسِ خُلُقًا فَأَرْسَلَنِى يَوْمًا لِحَاجَةٍ فَقُلْتُ: وَاللهِ لاَ أَذْهَبُ. وَفِى نَفْسِى أَنْ أَذْهَبَ لِمَا أَمَرَنِى بِهِ نَبِىُّ اللهِ -صلى الله عليه وسلم-. قَالَ: فَخَرَجْتُ حَتَّى أَمُرَّ عَلَى صِبْيَانٍ وَهُمْ يَلْعَبُونَ فِى السُّوقِ فَإِذَا رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- قَابِضٌ بِقَفَاىَ مِنْ وَرَائِى فَنَظَرْتُ إِلَيْهِ وَهُوَ يَضْحَكُ فَقَالَ: « يَا أُنَيْسُ, اذْهَبْ حَيْثُ أَمَرْتُكَ ». قُلْتُ: نَعَمْ أَنَا أَذْهَبُ يَا رَسُولَ اللهِ. قَالَ أَنَسٌ وَاللهِ لَقَدْ خَدَمْتُهُ سَبْعَ سِنِينَ أَوْ تِسْعَ سِنِينَ مَا عَلِمْتُ قَالَ لِشَىْءٍ صَنَعْتُ: لِمَ فَعَلْتَ كَذَا وَكَذَا. وَلاَ لِشَىْءٍ تَرَكْتُ: هَلاَّ فَعَلْتَ كَذَا وَكَذَا.([16])

ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم  ترټولو خلکو ښه خويه  و، يوه ورځ يې په کوم کار  پسې ولېږلم ، ما(په ژبه ) ورته ووېل:  په خدای که ولاړ شم. خو په زړه کې مې دا خبره نيولې وه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  د کوم کار راته وايي هغه ته به ځم. انس رضي الله عنه وايي: له کوره ووتلم ، په لاره کې مې ماشومان وليدل چې لوبې يې کولې . يو ناڅاپه رسول الله صلى الله عليه وسلم له  شا د څټ (تر وېښتانو ) ونيولم ،ماچې مخ ورواړاوه هغه صلى الله عليه وسلم  په خندا راته ووېل: انسګيه! د کوم کار مې چې درته وېلي په هغه پسې ولاړ شه!. ما ورته ووېل: هوکې يا رسول الله! ځم راوان يم.

انس رضي الله عنه وايي: قسم په خدای اووه  يا نهه کاله مې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په چوپړ کې تېر کړل خو هيڅ مې په ياد نه دي چې کوم کار مې دې کړی وي او هغه دې راته وېلي وي چې داسې دې ولې کړي؟ او يا مې کوم کار پريښی وی او هغه دې راته ويلي وی چې پلانی کار دې ولې نه دی کړی؟


[1] -: الترمذي (1987) وقال: هذا حديث حسن صحيح.

[2] -: البخاري- الفتح 6 (3480) من حديث أبي هريرة نحوه. ومسلم 3 (1560) واللفظ له.

[3] -: الترمذي (1162) واللفظ له، وقال: حديث حسن صحيح (2615). وأحمد (2/ 250، 472) وصححه ابن حبان (1311)
والحاكم (1/ 3). وقال محقق رياض الصالحين: سنده حسن (232). وأخرجه الحاكم (1/ 53) بلفظ: «إن من أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا وألطفهم بأهله». وقال: رواة هذا الحديث عن آخرهم ثقات على شرط الشيخين ولم يخرجاه بهذا اللفظ.

[4] -: أبو داود (4800) واللفظ له. قال النووي (233): حديث صحيح بإسناد صحيح. وقال محقق رياض الصالحين (233): سنده قوي وله شاهد من حديث معاذ بن جبل عند الطبراني في الصغير (166).

[5] -: مسلم (746) مطولا.

[6] -: أبو داود (4798) واللفظ له. وقال مراجع رياض الصالحين (2323): وله شاهد صحيح عن أبي هريرة عند الحاكم (1/ 60)، وصححه ابن حبان (1927).

[7] -:أحمد (2/ 381) واللفظ له. والحاكم (2/ 613) وقال: هذا حديث صحيح على شرط مسلم ولم يخرجاه ووافقه الذهبي. وقال محقق جامع الأصول (4/ 4): قال الزرقاني: رواه أحمد وقاسم بن أصبغ والحاكم والخرائطي برجال الصحيح عن محمد بن عجلان … عن أبي هريرة، وقال ابن عبد البر: هو حديث مدني متصل من وجوه صحاح عن أبي هريرة.

[8] -: رواه الترمذي (2018)، وقال: حديث حسن، وصححه ابن حبان (1917).

[9] -: مسلم (2553) وجاءت عنده الروايتان (في صدرك)، (وفي نفسك).

[10] -:البخاري- الفتح 8 (4643، 4644).

[11] -:الترمذي 4 (2004) وقال: هذا حديث صحيح غريب، وقال محقق جامع الأصول (11/ 694): حديث صحيح بشواهده، ورواه ابن حبان في صحيحه.

[12] -:الموطأ (2/ 902) واللفظ له في حسن الخلق وهو من غير إسناد. قال ابن عبد البر كما في (جامع الأصول 4/ 4): لكن ورد معناه، وذكر الزرقاني أحاديث من شواهده، وقال محقق جامع الأصول (4/ 4): الحديث حسن بطرقه وشواهده التي تشهد له بالمعنى.

[13] -: البخاري- الفتح 7 (3861) واللفظ له، ومسلم (2474).

[14] -:الترمذي 4/ 2002) واللفظ له، وقال: حسن صحيح، والبذيء: هو الذي يتكلم بالفحش ورديء الكلام، وأبو داود (4799)، وقال محقق جامع الأصول (4/ 6): إسناده حسن، وقال مراجع رياض الصالحين (232): الحديث صحيح.

[15] -:الترمذي 4 (2003) وأبو داود رقم 4799 وقال محقق جامع الأصول (4/ 6): إسناده حسن.

[16] -: أبو داود (4773)، وقال الألباني (3/ 907): حسن.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب