علامه ابو الحسن علي حسني الندوي رح

علامه ابو الحسن علي حسني الندوي د اسلامي نړۍ مجاهد داعى، حقپاله واعظ او رباني عالم دى، د ده له مشهورو اسلامي کتابونو څخه “ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين” دي. د علامه ندوي ژوند ليکلو ته خو هېڅ اړتيا نشته، هغه په ټوله اسلامي نړۍ کې هر مشر او کشر، عالم او ناپوه، عرب او عجم پېژني، لکه څرنګه چې د عربي ژبې لوى اديب علي الطنطاوي وايي، چې د علامه ابو الحسن په اړه څه ليکلو ته اړتيا نشته، ځکه چې دى له خپل ځاى نه ډېر مشهور دى، کله چې چاته ووايې چې لکهنو، څوک يې نه پېژني، چې بيا ورته ووايې چې د علامه ندوي کلى بيا يې هرڅوک پېژني. خو زه وايم زموږ په ټولنه کې ټول ابو الحسن دومره پېژني چې د هند د ندوة العلماء له مشهورو علماو څخه دى او بس.

د علامه ابو الحسن د نسب سلسله امام حسن بن علي ابن ابي طالب رضي الله عنه ته رسيږي. سيد قطب الدين محمد المدني، چې د علامه ندوي نيکه دى د اوومې هجري پېړۍ په ابتداء کې هند ته تللي. د ده د نوم وروستی لفظ (ندوي) له ندوة العلماء سره ربط لري.

پلار يې عبدالحي بن فخرالدين الحسني رحمه الله نوميږي او د هند مشهور مورخ او د لويو کتابونو ليکوال دى چې له هغو څخه، الإعلام بمن في تاريخ الهند من الأعلام، الثقافة الاسلامية في الهند، الهند في العهد الاسلامي او داسې نور کتابونه، پلار يې مخلص داعي او په دار العلوم کې د ادب او تفسير استاذ و.
د علامه ابو الحسن مور خير النساء هم د هغه د پلار په څېر ليکواله، شاعره او د کلي د ښځو معلمه وه، چې ډېر شعرونه يې د بشريت د ستر لارښود حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په مدح کې ويلي، هغې قرآن کريم حفظ کړى و او له لس کلنۍ څخه وروسته د ځوى روزنه ورته پاتې شوه.

ابو الحسن ندوي په کال ١٩١٤ز کې چې له ١٣٣٣هجري سره سمون خوري د محرم د مياشتې په شپږمه کې د (تکيه کلان) په کلي کې د (راتي بريلي) په ولايت کې چې لکهنو ته نيږدې دى، زېږېدلى. په ماشومتوب کې يې د قرآن زده کړه پيل کړې او له دې وروسته يې اردو او فارسي ژبې زده کړي، چې په هغه وخت کې ديني او علمي ژبې وې.
د ابو الحسن ندوي پلار مرحوم په کال ١٩٢٣ز کې وفات شو او د علامه ابو الحسن ندوي روزنه د هغه مور او مشر ورور دکتور عبدالعلي الحسني  ته په داسې حال کې پاتې شوه چې دى لس کاله عمر هم نه لاره.
علامه ندوي په ماشومتوب کې د مور په مرسته په خپل کور کې قرآن کريم حفظ کړ. په ١٩٢٤ز کې يې د عربي ژبه او ادب له خپلو کاکا ګانو  شيخ عزيز الرحمن او شيخ محمد طلحه څخه زده کړ، په دغې عربي يې اکتفا ونه کړه او له دې يې هم ښه او پرمخ تللې عربي له استاذ دکتور تقي الدين الهلالي څخه وويلې، استاذ تقي الدين الهلالي د ندوة العلماء له مشهورو استاذانو څخه و.

په کال ١٩٢٦ز کې د ندوة العلماء غونډې ته حاضر شو او هلته يې په غونډه کې په عربي ژبه وينا وکړه، چې ټول ناست کسان د ده عربۍ او جرائت ته ګوته په غاښ شول او د غونډې له پاى ته رسېدو وروسته يې له عربو مېلمنو سره د دارالعلوم نه باندې ډېره مرسته وکړه.

علامه ندوي په کال ١٩٢٧ز کې د لکهنو په پوهنتون کې د عربي ژبې او ادب په پوهنځي کې داخله واخسته، دى په هغه وخت کې د پوهنځي او د خپل ټولګي له کشرو محصلينو څخه و، له دې ځاى څخه يې د عربي ژبې او ادب شهادتنامه ترلاسه کړه. استاذ ندوي د عربي د زده کولو په ابتدائي مراحلو کې د اردو د ادب کتابونه هم مطالعه کول او د دې ترڅنګ يې د اسلامي تاريخ په اړه هم مطالعه کوله، هغه په همدې وخت کې له اسلامي فکر څخه خبر شو او د اسلامي دعوت په اړه يې خپل مسئوليتونه وپېژندل. د ١٩٢٨ او ١٩٣٠ز کالو په منځ کې يې دومره انګليسي زده کړه چې مطالعه يې پرې کولى شوه او د انګليسي له لارې يې ځان له غربي ثقافت سره هم آشنا کاوه.

په کال ١٩٢٩ز کې علامه ندوي د ندوة العلماء په دار العلوم کې داخله واخسته، حديث يې له نامتو محدث حسين حيدر خان څخه زده کړل، هغه به د حديثو ډېر دقيق درس ورکاوه، داسې چې چا يو حرف هم نه و زده کړى، دى به مخکې نه تله او بيا به يې درس تکرار کاوه، چې په دې وخت کې يي صحيحين ، سنن ترمذي او سنن ابي داود ولوسته. له نوموړي عالم سره يې تفسير بيضاوي هم ولوسته او د فقه درسونه يې له مشهور عالم شلبي الاعظمي سره ولوستل.
په کال ١٩٣٢ز کې يې له مجاهد عالم حسين احمد مدني سره په ديوبند کې پاتې شو او له هغه سره يې يوځل بيا د حديث کتابونه، تفسير، تجويد او فقه ولوسته. استاذ ندوي روحي تربيه له شيخ عبدالقادر رايپوري څخه واخسته او د امام احمد بن حنبل، شيخ الاسلام ابن تيميه، احمد ابن عبدالاحد سرهندي او له شاه ولي الله دهلوي څخه په هغه وخت کې متاثر شوى.

علامه ندوي به هغه عربي مجلي هم تعقيبولې چې دار العلوم ته ورتلې او د دې ترڅنګ د معاصرو مفکرينو، سياست پوهانو او داعيانو کتابونو لوستل هم پېل کړل، هغه له ١٩٣٩ز څخه علمي او دعوتي رحلې هم پېل کړې، چې دغې رحلې د ده ترمرګه پورې روانې وې.
علامه ندوي د لکهنو په دار العلوم کې استاذ شو او لس کاله يې استاذي وکړه، د دعوت او تدريس ترڅنګ يې ليکوالۍ ته هم مخه کړه، د لمړي ځل لپاره د ضياء مجلې سره يې مرسته پيل کړه، ضياء مجله په هغه وخت کې په عربي ژبه خپريده او د تحرير رئيس يې مسعود ندوي و.  همدارنګه علامه ندوي د المسلمون مجله چې له دمشق څخه خپرېده د پيليزې په ليکلو يې وګومارل شو. بيا علامه ندوي د ندوة العلماء د مجلې د تحرير رئيس شو، ندوة العلماء مجله د دار العلوم له لورې په اردو ژبې خپرېده. بيا علامه ندوي د تعمير حيات اردو پينځلس ورځنۍ مجلې د تحرير رئيس وټاکل شو. ويل کيږي چې علامه ندوي د معارف د مجلې، چې د هند په نيمه وچه کې يې د مسلمانانو غږ پورته کاوه، له مشرانو څخه و.
همدارنګه استاذ ندوي د نداي ملت، البعث الاسلامي، الرائد، د فرګننس انګليسي مجلې او داسې نورو مجلو او جرائدو مسئول مدير، غړى او همکار پاتې شوى.

لمړى کتاب چې په اردو ژبه يې ليکلى: سيرة سيد احمد شهيد دى چې خلکو ډېر خوښ کړ، او داسې نور کتابونه لري چې اسلامي نړۍ ته يې لويه علمي پانګه پرې ايښې او د خپلو مولفاتو په واسطه يې ځوانان روزلي او تراوسه يې روزي، د ده ليکنې په دقت او فلسفيت پېژندل شوي دي چې  مشهورې ليکنې يې دا دي:
– مختارات في الادب العربی
– قصص النبيين
– القراءة الراشدة
– ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين
– الي ممثلي البلاد الاسلامية
– بين الدين و المدنية
– رجال الفکر و الدعوة في الاسلام
– النبوة و الانبياء في ضوء القرآن
– نحو التربية الاسلامية الحرة في الحکومات و البلاد الاسلامية
– القادياني و القاديانية
– الصراع بين الفکرة الاسلامية و الفکرة الغربية في الاقطار الاسلامية
– العقيدة و العبادة و السلوک
– صورتان متضادتان لنتائج جهود الرسول الاعظم و المسلمين الاوائل عند اهل السنة و الشيعة

په کال ١٩٤٨ز کې د ندوة العلماء د اداري مجلس غړى شو، ١٩٥١ز کې ندوة العلماء د تعليمي چارو د مشر علامه سليمان ندوي مرستيال وټاکل شو او د علامه سليمان ندوي له وفات څخه وروسته په کال ١٩٥٤ز کې د ندوة العلماء د تعليمي چارو مشر وټاکل شو. بيا يې د ورور دکتور سيد عبدالعلي الحسني له وفات څخه وروسته په کال ١٩٦١ز کې د ندوة العلماء مشر (امين عام) وټاکل شو.
علامه ندوي په هندوانو کې د اسلام د خپرولو لپاره يو حرکت (الرسالة الانسانية) په کال ١٩٥١ز کې تاسيس کړ چې مشري يې د دار العلوم –ندوة العلماء سره وه. په کال ١٩٥٩ز کې المجمع الاسلامي (د اسلامي څېړنو مرکز) جوړ کړ. وروسته له هغې چې علامه ندوي د جماعت التبليغ الاسلامي مشر شيخ محمد الياس سره وکتل، له دې حرکت سره يې هم مرسته پېل کړه.

١٩٦٠ز کې علامه ندوي د شمالي ايالت لپاره د ديني تعليم هيئت کې برخه واخسته، د دې ترڅنګ يې د ټول هند لپاره (المجلس الاستشاري الاسلامي) په کال ١٩٦٤ز کې تاسيس کړ. بيا په کال ١٩٧٢ کې د ټول هند لپاره د (هيئة الاحوال الشخصية الاسلامية) تاسيس کړ. او په کال ١٩٨١ز کې يې د لمړي ځل لپاره په ندوة العلماء کې الندوة العالمية عن الادب الاسلامي تاسيس کړ.

په عربي نړۍ کې ابو الحسن ندوي په خپل کتاب (ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين؟) باندې مشهور شو، دى په کال ١٩٥١ز کې د عربي نړۍ د ليدو او د مسلمانانو له ديني، ثقافتي او اجتماعي احوالو څخه د خبرولو لپاره عربي نړۍ ته ولاړ ، څرنګه چې پخوا دى په خپل کتاب باندې په عربي نړۍ کې مشهور شوى و او د خلکو په زړونو او عقلونو يې منګولې لګولې وې، کله چې استاذ ندوي د عربي نړۍ له علماءو سره وکتل، د هغوى مينه لا هم ډېره شوه او علامه حسني الندوي ته به يې غونډې جوړولې ترڅو له ده څخه څه واوري. د ده په اړه شيخ غزالي وايي: کله چې مې د ده کتاب ولوسته، له ده سره مې مينه لا هم ډېره شوه، ما ويلې چې يو ځل يې له نيږدې نه ووينم، ماته هغه وخت دا حقيقت څرګند شو چې اسلام په ډېرو لرې فاصلو کې داسې انسانان روزي چې د ټولو لاره يوه وي او داسې فکرونه ورکوي چې په ډېرو لرې فاصلو کې سره ډېر نيږدې وي.

علامه ندوي د عربي نړۍ د ليدو په رحله کې سوريې ته ولاړ او هلته يې د اخوان المسلمين استازي استاذ مصطفى سباعي سره وليدل، همدارنګه له شيخ احمد کفتارو، محمد المبارک، عمر بهاء الدين الاميري او په پاتې عربي نړۍ کې يې د اسلام لوى مفکرين، داعيان، علماء او اديبان وليدل او ورسره يې ملاقاتونه وکړل، چې له هغو څخه: سيد قطب، احمد عبدالرحمن البنا(د امام حسن البنا شهيد پلار)، محمود عباس العقاد، محمد الغزالي، شيخ شلتوت(شيخ الازهر)، مصطفى صبري پاشا (د عثماني خلافت شيخ الاسلام) او له داسې نورو لويو علماو سره وکتل. په عربي نړۍ کې يې مختلفې ويناوې وکړې، چې ټول يې وينا ته په ډېره ليوالتيا کېناستل او غوږ يې نيوه. په خپل يوه سفر کې علامه ندوي يو کتاب د (اسمعي يا مصر) په نامه وليکه چې شهيد سيد قطب پرې يوه تبصره وليکله چې عنوان يې: (قرات اسمعي يا مصر و ياليت مصر قد سمعت) و.

استاذ ابو الحسن ندوي په خپلو رحلاتو کې د فلسطين ليدنه هم د روژې په مياشت کې وکړه، د اختر لمونځ يې همالته اداء کړ او د الخليل او بيت اللحم څخه يې هم ليدنه وکړه، په بېرته ګرځېدو کې اردن ته ولاړ او د اردن له ملک عبدالله سره يې وليدل، چې وروسته يې د دې رحلې په اړه يو کتاب د مذکرات سائح في الشرق الاوسط په نامه وليکه.
همدارنګه استاذ ابو الحسن ندوي په يوه بله رحله، افغانستان، ايران، لبنان، عراق، سوريې او اردن  ته ولاړ او په دې هېوادونو کې يې ليکچرونه ورکړل او په غونډو کې يې برخه واخسته، چې د دې سفر په اړه يې خپلې خاطرې د (من نهر کابل الى نهر اليرموک) په نامه ليکلي.

علامه ابو الحسن على حسني الندوي داسې نور ډير سفرونه کړي، هغه غرب ته هم څو څو وارې تللى، هلته يې د مسلمانانو د فعاليتونو مراکز له نيږدې څخه ليدلي او د اسلام او غرب په اړه يې ليکچرونه ورکړي، علامه ندوي د خپل هر سفر  خاطرې ليکلي. په کال ١٩٨٤ز کې يې د پاکستان جمهور رئيس جنرال ضياء الحق سره وکتل، هغه ته يې د قبة الصخرة هيکل هديه کړ، د هغه له دغې هديې څخه موخه دا وه چې د اقصى جومات ازادول د مسلمانانو د مشرانو مسؤوليت دى، دوى بايد خپل دا لوى مسؤوليت وپېژني.

علامه ابو الحسن ندوي د سعودي له پاچايانو ملک فيصل، ملک خالد او ملک فهد سره کتلي، هغوى ته يې د دې خاورې په اړه ځينې رسالې ډالۍ کړي او هغوى يې د دې خاورې په اړه خپلو مسؤوليتونو ته متوجه کړي.
په اسلامي نړۍ کې لوى مشکل دا دى چې غرب د مسلمانانو ځامن غرب ته د درس په پلمه راغواړي او هلته استعدادونه په خپلو اهدافو د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، کله چې علامه ندوي غرب ته سفر کاوه او په پوهنتونو کې يې د مسلمانانو بچيان ليدل، هغوى ته يې خپل مسوليتونه ورپېژندل او د غرب له دسايسو يې پرده پورته کوله.

په کال ١٩٥٤ز کې على الطنطاوي د هند لکهنو ته تللى و او هلته يې علامه ابو الحسن ندوي سره ليدلي و، هغه د ابو الحسن په اړه وايي: په هرڅه کې علامه ابو الحسن ندوي په حق ولاړ انسان و، د خداى د احکامو اطاعت يې کاوه، دى حقيقي زاهد و، چې هم په دين پوهېده او هم يې د دنيا ضرورتونه پېژندل. علامه قرضاوي په کال ١٩٨٠ز کې د لکهنو  د ندوة العلماء دار العلوم ته تللى و، هغه وايي چې ابو الحسن داسې انسانان روزلي ول، چې علم به يې زده کاوه بيا به يې پرې عمل کاوه، کله چې به يې عمل کاوه اخلاص به پکې و، علامه قرضاوي وايي چې ما له سيد ابو الحسن ندوي څخه ډېر څه زده کړي او دا زموږ استاذ دى.

د دعوتي خدماتو ترڅنګ علامه ندوي ډېرې رسمي وظيفې هم درلودې، هغه د خپل هراړخيز نه ستړي کيدونکي خدمت لپاره په کال ١٩٨٠ز کې د ملک فيصل نړيواله جايزه وګټله. په کال ١٩٨١ز د پوهنتون له لورې علامه ندوي ته د دکتورا فخري شهادتنامه ورکړل شوه. د ا١٩٩٨ز کال د روژې  په مياشت کې د اسلامي شخصيت جايزه په دوبۍ کې ورکړل شوه. د اکسفورد د اسلامي زده کړو د مرکز له لورې علامه ندوي ته د سلطان حسن البلقي جايزه ورکړل شوه. د هند معهد الدراسات الموضوعية لخوا استاذ ابو الحسن ته د لمړي ځل لپاره د شاه ولي الله دهلوي جائزه ورکړل شوه، مګر مخکې تردې چې جائزه رسما اعلان شي، علامه ابو الحسن وفات شو او جايزه يې د شيخ محمد الرابع په ٢٠٠٠ز کال واخسته.

ابو الحسن ندوي په ځينو ادارو کې غړيتوبونه درلوده او د ځينو مشري ورپه غاړه وه، چې هغه:
– د رابطه الجامعات الاسلامية د تاسيس څخه راپه دېخوا د هغې غړى و.
–  په کال ١٩٨٠ز کې د مجمع اللغة العربية الاردنيه.
– په کال ١٩٨٣ز کې د آکسفور للدراسات الاسلامية د مرکز رئيس وټاکل شو.
– په کال ١٩٨٣ز کې د المجمع الملکي لبحوث الحضارة الاسلامية غړى وټاکل شو.
– په کال ١٩٨٤ز کې يې رابطة الادب الاسلامي العالمية تاسيس کړ او رئيس يې شو.
– د ندوة العلماء رئيس او د دار العلوم مشري ورپه غاړه شوه.
– په مکه کې د رابطة العالم الاسلامي تاسيسي غړى شو
– په قاهره کې د المجلس الاعلى العالمي للدعوة الاسلامية غړى و.
– په رباط کې د رابطة الجامعات الاسلامية غړى.
– په لکهنو کې د المجمع الاسلامي العلمي رئيس.
– په هند کې د هيئة الاحوال الشخصية الاسلامية رئيس.
– د هيئة التعليم الديني للولاية الشمالية رئيس.
– د هند په اعظم ګړ کې د مجمع دار المصنفين رئيس.
– د ديوبند د دار العلوم په لويه شورى کې غړى.
– د هند لپاره د المجلس الاستشاري الاسلامي غړى.
په پاکستان کې د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد د لويې شورى غړى.
– په دمشق کې د مجمع اللغة العربية غړى.
– په قاهره کې د مجمع اللغة العربية غړى.
– په اردن کې د مجمع اللغة العربية غړى.
– په اردن کې د المجمع الملکي لبحوث الحضارة الاسلامية غړى.
– په کويټ کې د الهيئة الخيرية الاسلامية العالمية غړى.
– په بيروت کې د الموتمر العالم الاسلامي د تنفيذي مجلس غړى.
– په جينوا کې د المجلس الاداري للمرکز الاسلامي غړى.

علامه ابو الحسن على حسن الندوي د ١٩٩٩ز کال د روژې په درويشتمه د جمعې په مبارکه ورځ د دعوت او خدمت څخه ډک ژوند په داسې حال کې چې په جومات کې معتکف و، په خپل کلي کې د ٨٦ شپږ اتيا کلنۍ په عمر پاى ته ورساوه او د خپل رب خواته ولاړ، روح دى ښاد او هڅې دې ژوندۍ وي. د مرحوم ندوي جنازه د شپې په لسو بجو اداء شوه، د دوه نيم او درې لکو ترمنځ خلک د ده جنازې ته راغلي ول، چې له جنازې څخه وروسته د خپلې کورنۍ په هديره کې خښ شو.
د علامه ندوي په وفات له ټولې اسلامي نړۍ څخه او په ځانګړې توګه د اسلامي حرکتونو او ټولنو له لورې تعزيتونه خپاره شول. د ده په ژوند کې او په ځانګړې توګه د ده له وفات نه وروسته د ده د هڅو په هکله ډېر کتابونه ليکل شوي، د دغو کتابونو شمېر له لسو څخه ډېريږي، دبېلګې په توګه د علامه يوسف القرضاوي کتاب چې عنوان يې، (الشيخ ابو الحسن الندوي کما عرفته) شيخ قرضاوي په دې کتاب کې ليکي چې ابو الحسن ندوي د مسلمان عالم لپاره يوه ښه بېلګه ده، ده مختلف صفات سره جمع کړي ول.

د علامه ندوي په اړه شهيد سيد قطب وايي چې: ابو الحسن ندوي مې د هغه د شخصيت او د قلم له لارې پېژندلى، ما په ده کې د مسلمان زړه او عقل ليدلى، دا هغه څوک دى چې د اسلام لپاره د اسلام ترسيورې لاندې ژوند کوي… دا وه هغه څه چې ما بايد ويلي ول.
دکتور مصطفى سباعي وايي: علامه ندوي په خپلو ليکنو او دعوت، اسلام ته يوه لويه خزانه پرېښوده، دى په خپل علمي دقت د شريعت په اسرارو پوه شوى او د اسلامي مشکلاتو دقيقه څېړنه يې کړې او مناسب حل يې ورته ويستى.
عبدالله الترکي د علامه ابو الحسن د وفات په وخت کې وويل: ندوي يوه فکري مدرسه وه، چې اسلامي نړۍ له لاسه ورکړه.

ماخذونه:
١- قرآنېک رېډيو ډاټ کام
٢- ندوي ډاټ نټ- د علامه ابو الحسن ندوي رسمي برېښنا پاڼه
٣- اخوان ويکي
٤- الموسوعة الحرة
٥- مذکرات فضيلة الدکتور يوسف القرضاوي
٦ – الشيخ ابو الحسن الندوي کما عرفته- ليکوال: علامه قرضاوي

زاهد جلالي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب