صله رحمي( خپلوي پالل) څه ته وايي؟

نن سبا يوه ټولنيزه اشتباه دا ده چې ځيني ګناهونه بالکل ګناه نه ګڼل کيږي مثلا:  غيبت، تهمت، درواغ او همداسي نور، ګناه که ګناه وګڼل شي او بيا هم له يو چا وشي نو هغه به استغفار وکړي الله تعالی به عفوه ورته وکړي مګر که ګناه، ګناه ونه ګڼل شي نو دا ډيره بده ده ځکه چې بيا استغفار هم نه ورباندي کيږي. يوه له همدغو ګناهونو څخه صله رحمي نه کول دي چې موږ ته بالکل ګناه نه ښکاريږي او په يوه بله بهانه مو له خپلوانو سره تعلقات خراب کړي دي او حتی چې د هغوی په مشکلاتو يو ډول راحت احساسوو . خو دا چې صله رحمي يا خپلوي پالل څومره ضروري ده او پريښودل يې څومره ګناه ده. په همدې مقاله کې مو کوښښ کړی دی چې د لاندې عناوینو په رڼا کې ورباندې خبره وکړو.

( ۱ )د صله رحمي معنی،( ۲)د صله رحمي حکم ،( ۳ )هغه نصوص چې د صله رحمي په باره کې راغلي دي(،۴) ارحام څوک دي(،۵ )د صله رحمي کيفيت (،۶)د صله رحمي فائدي.

صله رحمي څه ته وايي؟

. صله: يو ځای کولو او ورکړي ته ويل کيږي علامه نووي وايي د صلې حقيقت نرمي او مهرباني کول دي. رحم: علامه راغب اصفهاني وايي: رحم له رحم المرأة څخه اخيستل شوی دی د قرابت لپاره  استعماليږي ځکه چې ټول له يوه رحم څخه راوتلي دي.

او شرعاً له صله رحمي چې په پښتو کې ورته خپلوي پالل ويل کيږي څخه مراد له خپلوانو سره ښه کول او تر ممکن حده هغوی ته دخیر په رسولو کې کوښښ کول او تر څو چې په وس کې وي له هغوی څخه دشر مخنیوی کول: او قطع دصله رحمي(خپلوي نه پالل) بیا دې ته وايي چې له خپلوانو سره ښه نه کول،او یا دا چې له هغوی سره بد سلوک کول.

د دغو دواړو معنی ګانو تر منځ فرق شته په دې ډول چې دلومړۍ معنی په اساس که چا صله رحمي پرېښوده نو بس هغه په قطع صله رحمي باندې اخته دی او په دوهمه معنی کې درې درجې ثابتيږي .

اول:  صله رحمي: چې له خپلوانو سره ښه کوي.

دوهم: قطعه صله رحمي:  چې بد سلوک ورسره کوي.

دریم: دا چې نه صله رحمي کوي او نه قطع صله رحمي ،داهغه ده چې له خپلوانو سره نه ښه کوي او نه بد.

د صله رحمي حکم

علامه قرطبي او قاضی عياض رحمهماالله وايي: صله رحمي په اتفاق د امت سره واجب او پريښودل يې ګناه کبيره ده.

او کله چې دصله رحمي په تفصیلاتو کې داخلیږو نو حکم مختلف کیږی په اختلاف د قدرت د واصل( خپلوي پالونکي)  او د حاجت د موصول( هغه چې صله رحمي ورسره کیږي)  او په اختلاف دهغه شي چې صله رحمي ورباندې کیږي. د مثال په ډول: که یو غني کس فقیر ورور ولري چې ده ته محتاج وي، نو په هغه غنی باندی واجب ده، چې څه ورکړي.  دلته ورکړه صله رحمي ده اوکه یی ورور غني وي نو بیا اعطا واجب نه ده، مګر په نورو شیان سره لکه سلام او کلام باندی صله رحمي واجب ده. او همدارنګه د واصل قدرت معتبر دی، که یې قدرت نه و بیا صله نده واجب. همدا رنګه باید هغه شي ته وکتل سي ځیني شیانو باندی صله واجب وي او په ځینو بیا مستحبه وي لکه په پورتني مثال کې چې ورور فقیر و نو اعطا واجبه وه او که غني و بیا اعطا مستحبه ده او همدا ډول لومړی حق دقریب دی بیا تر هغه دلږ لیری قریب.  مثلا که غني کس مسکین ورور ولري او مسکین اکا او دی په دې قدرت ونه لري چې د دواړو خیال وساتي نو بیا د ورور حق مقدم دی تر اکا، اکا داستحباب په درجه کې دی او ورور د وجوب په درجه کې.  او همدا ډول که قریب په خپله صله رحمي کې ناغيړي وکړي نو بیا له مسولیته نه خلاصیږي مثلا که ورور د ورور خیال نه ساته نو اکا داحق نلری چې ووايي زه خلاص یم ځکه قریب ورور يې سته بلکې حق اکا ته منتقل کیږي.

هغه نصوص چې د صله رحمي په باره کې راغلي دي.

د صله رحمي په باره کې دومره ډير آياتونه او احاديث راغلي دي چې که ټول راواخيستل شي نو بشپړ کتاب به ورڅخه جوړ شي، د هغو له جملې څخه ځيني يې په لاندي ډول دي.

الله تعالی له قريبانو سره د ښه سلوک أمر کړی دی (( وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرائيلَ لا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلاً مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ) (البقرة:83) .

وقال تعالى : (( لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ)) (البقرة:177) .

وقال تعالى : (( يَسْأَلونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ)) (البقرة:215) .

وقال تعالى : (( وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ . وَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْ بَعْدُ وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا مَعَكُمْ فَأُولَئِكَ مِنْكُمْ وَأُولُوا الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ )) (لأنفال:74ـ 75) .

وقال تعالى : (( وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالاً فَخُوراً )) (النساء:36) .

وقال تعالى : (( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْأِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ)) (النحل:90).

وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلا تُبَذِّرْ تَبْذِيراً * إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُوراً )) (الإسراء:27) .

او همدا ډول په ډيرو احاديثو کې د صله رحمي اوامر او له قطع صله رحمي څخه نهي وارده شوې ده چې ځيني يې په لاندي ډول دي.

1عن أبي أيوب الأنصاري- رضي الله عنه – أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم : أخبرني بعمل يدخلني الجنة . فقال النبي صلى الله عليه وسلم : (( تعبد الله،ولا تشرك به شيئاً،وتقيم الصلاة،وتؤتي الزكاة،وتصل الرحم)) البخاري-الفتح3(1396) واللفظ له ، ومسلم (14) .

ژباړه: له حضرت ابو ايوب انصاری رضی الله عنه څخه روايت دی چې يو کس نبی کريم صلی الله تعالی عليه وسلم ته وويل: ما ته داسي عمل راوښيه چې ما جنت ته داخل کړي. نبی کريم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د الله تعالی عبادت کوه، له هغه سره هيڅوک مه شريکوه، لمونځ کوه، زکات ورکوه، او صله رحمي کوه.

2- عن أنس-رضي الله عنه- قال: قال رسول الله : (( إن الرحم شُجْنةُ متمِسكة بالعرش تكلم بلسان ذُلَق ، اللهم صل من وصلني واقطع من قطعني ، فيقول ـ تبارك وتعالى ـ : أنا الرحمن الرحيم ، و إني شققت للرحم من اسمي ، فمن وصلها وصلته،ومن نكثها نكثه)) الحديث له اصل في البخاري – الفتح 10(5988) والأدب المفرد ومجمع الزوائد (5/151) واللفظ له وقال : رواه البزار وإسناده حسن والترغيب والترهيب (3/340) وقال إسنادة حسن.

3- عن أبي ذر- رضي الله عنه- أنه قال : (( أوصاني خليلي أن لا تأخذني في الله لومةُ لائم ، وأوصاني بصلة الرحم وإن أدبرت )) : ذكره في المجمع وقال : رواه الطبراني في الصغير(2/48) حديث رقم (758) والكبير (2/265) ورجال الطبراني رجال الصحيح غير سلام بن المنذر وهو ثقه (8/154) .

4- عن عائشة_ رضي الله عنها_ قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((الرحم معلقة بالعرش تقول : من وصلني وصله الله،ومن قطعني قطعه الله )) البخاري- الفتح10(5989). ومسلم (2555) وهذا لفظه.

5- عن أنس بن مالك_ رضي الله عنه_ قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ((من سرهُ أن يبسط له في رزقه ، ويُنسأ له في أثرة فليصل رحمه)) البخاري الفتح10(5986) ومسلم (2557)

6- عن عبدا لله بن سلام _ رضي الله عنه_قال : لما قدم النبي صلى الله عليه وسلم المدينة ، انجفل الناس قِبَلهُ . وقيل : قد قدم رسول لله صلى الله عليه وسلم ، قد قدم رسول الله صلى الله عليه وسلم ، قد قدم رسول الله صلى الله عليه وسلم ثلاثاً فجئت في الناس لأنظُرَ فلما تبينت وجهه عرفت أن وجهه ليس بوجه كذاب ،فكان أول شيء سمعتهُ تكلم به أن قال : (( يا أيها الناس أفشوا السلام ،وأطعموا الطعام،وصلوا الأرحام،وصلوا بالليل والناس نيام،تدخلوا الجنة بسلام)) الترمذي(2485).وابن ماجه (3251) . واللفظ له . وأحمد (5/451) . وذكره الألباني في الصحيحة برقم (456).

7- عن أبي هريرة- رضي الله عنه- أنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (( من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه ، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليصل رحمه،ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيراً أو ليصمت)) البخاري-الفتح 10(6138) واللفظ له ، ومسلم (47).

ارحام یا خپلوان څوک دي؟

هغه قريبان چې خپلوي پالل ورسره واجب دي څوک دي.په دې کې دعلماوو اختلاف دی.ځیني وايې ارحام هغه محارم دي چې تر منځ یې داسي قرابت وي چې که په هغو کې یو نر او بل ښځه فرض کړای شی نکاح يې تر منځ نه صحيح کیږي ، په دې قول ارحام مور، پلار، نيکه، انا او همداسي لوړ پسي ځه، اولاد او د اولادنو اولاد همداسی کښته پسي ځه ، خويندي او د هغو اولادونه ، ورونه او دهغو اولادونه ، اکاګان اوعمه ګاني او ماماګان او خاله ګاني.

د دې قول مطابق د اکااولاد، د عمه اولاد، د ماما اولاد، او د خاله اولاد په ارحامو کې داخل نه دي.

د دغه قول دليل دنبی کريم صلی الله عليه وسلم هغه فرمان دی چې په هغه کې نبی کريم صلی الله عليه وسلم په نکاح کې د ښځې او دهغې د خاله او عمه له يو ځای کولو څخه منع کړې ده.

وقال صلى الله عليه وسلم في إحدى روايات الحديث عند ابن حبان : ((إنكن إن فعلتن ذلك قطعتن أرحامكن)).

که چيرته د اکا لور او د عمې لور ، د ماما لور او د خاله لور له ارحامو څخه وای نو شريعت به په نکاح کې د هغوی له يو ځای کولو څخه هم منع کړې وای.( شرح النووي على مسلم 16/113)

دوهم قول دادی چې ذوی الارحام هغه قریبان دي چې یوله بله میراث سره وړي په دې قول کې ماما او خاله له ذوی ارلاحامو څخه نه شمارل کيږي يعنی نه يې صله رحمي واجب او نه يې قطعه صله رحمي حرامه ده. [القرطبي 16/248]مګر دا قول صحيح نه دی ځکه چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي ((الخالة بمنزلة الأم)) . خاله د مور پر ځای ده.

او دریم قول دادی چې ارحام عام دي ټولو هغو ذوی الارحام ويل کيږي چې رحم ورته شامل وي نو هر قریب له ذوی الارحامو څخه ګڼل کيږي او صله یې واجب ده په دی قول د کاکا زامن د عمه ګانو زامن د ماما زامن د خاله ګانو زامن ټول په ذوی الارحامو کې داخل دي که څه هم د صلې په نوعيت کې يې فرق شته دځینو صله هره ورځ واجب ده او د ځینو بیا په هفته کې او دځینو بیا په میاشت کې او دځینو بیا صرف په مناسباتو کې ،همدا ډول يې په موصول به کی هم فرق شته له يوه سره صله بالمال وي له بل سره بالسلام او له بل سره بيا په خبرو اترو باندي.

او داسي لا هم ویل شوې دي چې قرابت تر څلورو پښتو پوري دی نو اولاد د پلار اولاد، د نيکه اولاد او د پلار د نيکه اولاد ټولو ته شامل دی ( المغني 8/529 ) .

علامه عيني رحمه الله خو خسرګنۍ هم په ارحامو کې داخله ګڼلې ده.

د صله رحمي کیفیت

تر دې عنوان لاندې دوه جملې دي صله رحمي څه وخت ده او په څه شي سره به صله رحمي وي.

اوله دا ده چې صله به څه وخت وي. نو ارحام مختلف دي په قرب او بعد کې په اعتبار د نسب او مکان سره ،  رحم قریب لکه زوی او ورور مختلف دي له رحم بعید څخه لکه د کاکا زوی، د ماما زوی همداشان هغه چې نږدې درته اوسي او هغه چې لري اوسي سره مختلف دي په هرحال رحم قریب اولی ده په صله رحمی تر بعید.

او دوهمه دا ده چې په څه شي سره به صله رحمي کوي؟

صله رحمي په اعتبار د حاجت د موصول او په اعتبار د قدرت د واصل مختلفه کيږي همدا ډول په اعتبار د قرابت د نږدي والي او ليري والي سره مختلفه کيږي مثلا د ماما له زوی سره چې په کوم شي صله رحمي کيږي هغه مختلفه وي له هغه چې په هغه د کاکا له زوی سره صله رحمي کيږي.

عموما صله رحمي په دې شیان وي

۱زیارت: د خپلوانو کورونو ته ورتلل.

۲میلمستیا. خپلوانو ته ميلمستيا کول.

۳د هغوی په حال ځان خبرول

۴خپلوانو ته له خپله ماله يو څه ورکول که د صدقې په ډول وي که هغه مسکين وي او که د هديې په ډول وي که هغه مالدار  وي. دنبی کريم صلی الله روايت دی (( إن الصدقة على المسكين صدقة وعلى ذي الرحم اثنتان صدقة وصلة )) رواه النسائي واللفظ له والترمذي وحسنه.، صدقه مسکين ته ورکول صرف صدقه ده او خپل قريب ته ورکول  دوه دي صدقه هم ده او صله رحمي هم.

5 دمشر احترام او په کشر شفقت کول

6- له هریوه سره دهغه دمرتبې په لحاظ چلند کول

7- په خوښیو کې ورسره ګډون کول او په غمونو کې ورته تسلیت وړاندي کول مثلا یوه يې واده کړی او یا یې بچی پیدا شوی او يایې کار برابر شوی نو له هغوی سره دهدیې په وړاندی کولو دخوښۍ اظهار کول او یا ورسره په خندانه څیره مخ کیدل او یا مثلا یو څوک یې وفات شوی او یا کوم بل مصیبت ورته رسېدلی نو له هغوی سره په غم کې ځان شریک ګڼل او دصبر توصیه ورته کول او دصابرینو منازل ورته بیانول.

8- دمریض پوښتني ته ورتلل.

9- په جنازه کې شریکیدل

10- د میلمستیا دعوت یې قبلول که کوم عذر نه وي

11- له هغوسره په زړه کې بغض او کينه نه ساتل ځکه دقوم سردار هغه څوک نشي جوړېدلای چې زړه یې له بغضه ډک وي

12- تر منځ یې صلحه کول که یې ترمنځ څه بدبیني پیدا شوې وي

13- دعا ورته کول او دا دهرچا په وس پوره ده او هرڅوک ورته محتاج دی

14- دنیکې لاري ښودنه ورته کول اوله بدو څخه راګرځول په ډیره ښه او مناسبه طریقه سره

دصله رحمي فایدې

صله رحمي دالله تعالی درحمت سبب ده واصل ته  في الحديث المتفق عليه عن أبي هريرة : ((إن الله خلق الخلق حتى إذا فرغ من خلقه قالت الرحم هذا مقام العائذ بك من القطيعة قال نعم أما ترضين أن أصل من وصلك واقطع من قطعك قالت بلى يا رب قال فهو لك)) رواه البخاري واللفظ له (5987) ومسلم(2554)

2- صله رحمي جنت ته دا داخلیدلو سبب ده. في الحديث المتفق عليه عن أبي أيوب الأنصاري أن رجلاً سأل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن عمل يدخله الجنة ويباعده من النار فقال صلى الله عليه وسلم : (( تعبد الله لا تشرك به شيئا وتقيم الصلاة وتؤتي الزكاة وتصل الرحم )) رواه البخاري (1396) ومسلم (13) .

وعن عبدالله بن سلام قال قال صلى الله عليه وسلم (يا أيها الناس أفشوا السلام أطعموا الطعام وصلوا الأرحام وصلوا بالليل والناس نيام تدخلوا الجنة بسلام) رواه الترمذي 2485 وابن ماجة 3251 وصححه الألباني في الصحيحة ( 569) .

3- صله رحمي دالله تعالی دامر پر ځای کول دي قال تعالى : (( والذين يصلون ما أمر الله به أن يوصل ويخشون ربهم ويخافون سوء الحساب)) ( الرعد 21) .

4- صله رحمي په الله تعالی او د اخرت په ورځ په ايمان درلودلو باندي دليل دی عن أبي هريرة قال قال صلى الله عليه وسلم : ((من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليصل رحمه)) رواه البخاري (6138) .

5- صله رحمي الله تعالی ته له محبوبو اعمالو څخه ده: فقد سأل رجل من خثعم رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( أي الأعمال أحب إلى الله؟ قال: الإيمان بالله، قال: ثم مه ؟ قال: ثم صلة الرحم، قال: ثم مه ؟ قال : الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر. قال: قلت يا رسول الله أي الأعمال أبغض إلى الله ؟ قال : الإشراك بالله ، قال: قلت يا رسول الله ثم مه؟ قال: ثم قطيعة الرحم، قال: قلت يا رسول الله ثم مه ؟ قال : الأمر بالمنكر والنهي عن المعروف)) رواه أبو يعلى بإسناد جيد, كما ذكر ذلك المنذري في الترغيب والترهيب 3/336, وانظر جمع الزوائد 8/151.

6- صله رحمي دنبی کریم صلى الله عليه وسلم دوصیت منل دي في حديث أبي ذر أنه قال (( أوصاني خليلي أن لا تأخذني في الله لومة لائم وأوصاني بصلة الرحم وإن أدبرت)) مجمع الزوائد 8/154 وقال رواه الطبراني في الصغير والكبير ورجاله رجال الصحيح غير سلام بن المنذر وهو ثقة.

اوهغه حدیث ته ځیر شه ای لوستونکیه چې په هغه کې دابوسفیان قصه ده کله چې هرقل له ابوسفیان څخه پوشتنه کوي په څه مو امر کوي ابوسفیان ورته وايې : (( اعبدوا الله وحده ولا تشركوا به شيئاً واتركوا ما يقول آباؤكم ويأمرنا بالصلاة والصدق والعفاف والصلة )) رواه البخاري 7 ومسلم 1773

7- صله رحمي به واصل ته د قيامت په ورځ شاهدي وايي قال: قال صلى الله عليه وسلم : (( وكل رحم آتية يوم القيامة أمام صاحبها تشهد له بصلة إن كان وصلها وعليه بقطيعة إن كان قطعها)) رواه البخاري في الأدب المفرد والحاكم في المستدرك وقال صحيح على شرط الشيخين.

8- صله رحمي په عمر او رزق کې دزیادت سبب دی عن أنس بن مالك قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( من أحب أن يبسط له في رزقه وينسأ له في أثره فليصل رحمه)) رواه البخاري 5986, مسلم 2557.

10- صله رحمی له بده مرګه د ژغورني ښه وسيله ده عن علي قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (( من سره أن يمد له في عمره ويوسع له في رزقه ويدفع عنه ميتة السوء فليتق الله وليصل رحمه)) رواه عبد الله بن أحمد في زوائده على المسند وصححه أحمد شاكر, وجود إسناده المنذري في الترغيب والترهيب 3/335, وانظره في مجمع الزوائد 8/152, 153.

ژباړه: که څوک په دې باندي خوښحاله کيږي چې دراز عمر، پراخ رزق ولري او له بد مرګ څخه په امان شي نو هغه دي له الله تعالی څخه ويره وکړي او صله رحمي دي وکړي.

11- صله رحمي د اهل دنيا او اخرت له افضلو خويونو څخه ده عن عقبة بن عامر أنه قال لقيت رسول الله صلى الله عليه وسلم فبدرته فأخذت بيده وبدرني فأخذ بيدي فقال : (( يا عقبة ألا أخبرك بأفضل أخلاق أهل الدنيا والآخرة تصل من قطعك وتعطي من حرمك وتعفو عمن ظلمك, ألا ومن أراد أن يمد له في عمره ويبسط في رزقه فليصل ذا رحمه )) الحاكم في المستدرك 4/161 وسكت عنه الذهبي وذكره المنذري في الترغيب والترهيب 3/342.

الله تعالی دي ټولو ته د عمل کولو توفيق راکړي.

مولوي نور احمد نور

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ