انټرنټ څه شی دى او څنګه هغه ته لاسرسى درلودای شو؟

انټرنټ څه شی دى او څنګه هغه ته لاس رسى درلودای شو؟

انټرنټ د څو کمپیوترونو یو ټولیز ګروپ دى چې د سرور(servers) یا پیاوړو انټرنټي دستګاوو په نامه سره یادیږي، دا دستګاوې د نړۍ په هر ګوټ او بیلابیلو برخو کې موقعیت لري. لدې امله ویلای شو چې انټرنټ ته د نړۍ په هر ځای کې لاسرسې کیدای شي.
سرورونه د یوې منظمې شبکې (جال) په څیر له یو بله سره له پیله تر پایه لکه یوه شجره ترتیب شوي او کولای شي چې پخپلو منځو کې په منظمه توګه په مستقیم یا غیر مستقیم ‌ډول په اړیکه کې اوسي. کله چې یو له دغو سرورو سره د خپلو کمپيوټرو له لارې وصل کیږو نو له همدې ځایه کولی شو چې له نورو سرورو سره هم په ډیرې اسانۍ اړیکه ونیسو. دا تل په یاد کې ولرۍ چې انټرنټ په طبیعت کې کوم ځانګړۍ ځای نه لري بلکه د سرورونو یا ماشینونو یوه مجموعه ده.

انټرنټ څنګه او له کومه ځایه منځ ته راغۍ ؟

د لومړي ځل لپاره انټرنټ د امریکا د متحده ایالاتو تحقیقاتي مرکز (ARPA) لخوا د یوې تجربې په ترڅ کې په ۱۹۶۹ کال منځ ته راغۍ. دغه جال د (ARPA NET) په نامه سره یادیده او مهمه ځانګړنه خو یې لا داوه چې که یو کمپیوټر به له کاره وغورځید نورو کمپیوټرونوبه په عادې ډول خپل کار ته ادامه ورکوله چې پخوا لدې داسې نه وه. بیا له ۱۹۸۰ میلادي کال وروسته نورې شبکې هم دغې انلاین نړۍ ته راننوتلې د بیلګې په توګه د امریکا د ساینسی علومو او کمپیوتر د پوهنیز مرکز جال چې د NSF Net په نامه سره یادیږي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب