صلاح الدين ايوبي؛ هغه چې نړۍ نن بيا انتظار باسي

د اسلامي نړۍ اتل، د قدس فاتح، د مصر او سوریې سلطان صلاح الدين ايوبي په (۴م د مارچ ۱۱۹۳ ميلادي کال) د ۵۵ کلونو په عمر د شام په دمشق ښار کې خپل روح ذات اقدس ته وسپاره.
انا لله او انا الیه راجعون.

سلطان صلاح الدین ایوبی په کال ۱۱۳۸میلادي کې د عراق په تکریت ښار کې د یو کردي قومندان “نجم الدين ايوب” په کور کې نړۍ ته راغی، په لومړي سر کې د موصل د حاکم (نورالدین زنګي) په پوځ کی وګومارل شو، بیا مصر ته لاړ او په کال ۱۱۶۹ کې یې مصر فتحه کړ، د مصر له فتحې وروسته سلطان صلاح الدین ایوبي د شهرت جنډه تر ټولو هسکه ودرېده، د نورالدین زنګي له مړینې وروسته سلطان صلاح الدین ایوبي له خپل پوځ سره سوریې ته مخه وکړه اوپه کال ۱۱۷۴ کې سوریه هم فتحه کړه او د اسلامي نړۍ دوه لوی هېوادونه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

په کال ۱۱۸۷ کې صلاح الدین ایوبي د سپېڅلي ایمان په زور وکولای شول، چې د خونړۍ جګړې په پاي کې د صلیبي لښکرو مشهور جنګي قومندانان لکه (دولوزينيان د بیت المدقس پاچا، کنت ريمون د طرابلس حاكم او ژراردو ريدو فورد) له تېغه تېر کړي او پر فلسطین د دوي له یو قرن نه زیات حاکمیت له خاورو سره خاورې کړي، یاده جګړه ددې لامل شوه، چې په ټوله نړۍ کې د صلیبي نظام په نظامي او اقتصادي ليکو کې د پام وړ منفي تغير رامنځته شو او ټکان يې وخوړ…..الله اکبر ولله الحمد.

فيليپ اگوست د فرانسې پاچا، ریچارډ اول د انګليستان پاچا، او فردریک باربوروسا د المان امپراتور یو ځل بیا لوی جنګي لښکر جوړ کړ او د صلاح الدین ایوبي د ماتولو په موخه يې د بیت المقدس په لور وخوځاوه خو د صلاح الدین ايوبي د ښې رهبرۍ، قوي عزم او د مسلمانانو د ټينګ ایمان په نتیجه کې د یاد لښکر وربوزونه د مسلمانانو په لاس په خارو وموښل شول او ریچارډ یې په جنګ کې اسیر ونیو، کله چې صلاح الدین ایوبي پوه شوه، چې نوموړي “ريچارډ” د انګلستان پاچا ده نو د هغه د منصب او مقام د درناوی په خاطر یې په ډېر احترام بېرته خوشې کړ؛ همدا کړنه ددې لامل شوه، چې صلاح الدين ایوبی په غربي نړۍ کې هم د خلکو زړونو کې ځانګړی ځای لاسته راوړي.
سلطان صلاح الدین د اسلامي نړۍ هغه ستر اتل وه، چې په خپلو مبارزو یې د اسلامی دعوت د سختو مسائلو حل په اسانی سره راویستی، او دایی ثابته کړې، چې اسلام د فخر او ویاړ یو داسې نعمت دی چې د بشریت د قیادت بشپړ اهلیت او توان لري.

د اسلامي نړۍ د ټولو اتلانو روح دې ښاد او ياد دې تلپاتې وي.

عدنان ساحل

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب