صحافت یا ژورناليزم

که په ساده ډول ووايو ژورناليزم د خبرونو او پيښو د ليکلو په معنا دی، یا له هغه بهیر څخه عبارت دی چې پر بنسټ یې معلومات د عامه ارتباطي وسایلو له لارې خلکو ته ليږدول کیږي.

ځکه دا لیږد د خلکو د فطري غوښتنې او ليوالتيا پر بنسټ رامنځته کیږي، خلک علاقه لري چې له پیښو او واقعیتونو خبر شي، دا هغه اړتیا ده چې د ژورنالستانو له لارې پوره کیږي.

ژورنالیست:

هغه په کار پوه یا مسلکي شخص ته ويل کیږي چې د ژورناليزم له ځانګړو زده کړو وروسته د رسنيز ډګر په خپرنيزه برخه کې د ټولو ژورنالېستيکو اصولو او معیارونو په نظر کې نیولو سره د موادو برابرولو او وړاندې کولو کار او فعاليت ترسره کوي.

ژورناليزم
ژورناليزم

راځو دیته چې د انګلیسي ژبې Journalism د عربي ژبې صحافت څه ته ويل کېږي؟

د نړیوال ویبستر قاموس له مخې:

ژورنالېزم د هغو موضوعاتو راټولولو ته ویل کېږي چې د خلکو د علاقې وړ وي او د تازه پېښو او رامنځته شویو حالاتو په اړه معلومات وړاندې کړي.

د ۲۰ مې پیړی چمبر قاموس له مخې:

ژورنالېزم د خلکو لپاره د جریدو، ورځپاڼو او نورو خپرونو برابرول او لیکل دي.

د شيخ زاید پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد پوهندوی محمد خان (نيازی) ژورناليزم داسې راپېژني:

ژورناليزم د فرانسوي ژبې د (genar) له کلمې څخه اخیستل شوی چې د چوکاټ یا قالب معنا ورکوي او د یاداښت کتابچې ته ويل کیږي، په اصطلاح کې ژورناليزم هغه مسلک دی چې روزل شوي کسان یې د بېلابېلو(سېاسي، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري، نظامي او…) مسايلو په اړه معلومات راټولوي او له تجزیې، تحليل او سمونې وروسته یې د ژورنالیستي وسایلو(رسنيو) له لارې ټولنې ته وړاندې کوي.

پوهندوی نعقیب الله (عطیش) بیا ژورناليزم داسې تعریفوي: (ژورناليزم له هغه ټولنیز، سیاسي او ادبي مکتب څخه عبارت دی چې په ملي او نړیواله کچه د ورځې مهمې پیښې په خپل وخت سره راټولوي، له ترتیب او تنظیم وروسته یې د ډله ییزو رسنیو له لارې د خلکو په واک کې ورکوي).

لکه څرنګه چې په تعریف کې د وخت یادونه شوې ده، وخت هغه مهم عنصر دی چې په ژورنالېزم کې ځانګړی ارزښت لري، ددې اصل پر بنسټ له نورو رسنيو څخه زر د خلکو هېلې په ښه توګه پوره کولای شي.

په ټوله کې د ژورناليزم د تعریف او پېژندنې له اړخه د علماوو ترمنځ اختلاف شتون لري، که پورته تعريفونو ته ځیر شو دروند استاد ښاغلی محمد خان (نيازی) د ژورناليزم په هنریت ټینګار لري او استاد نعقیب (عطیش) په خپل تعریف کې د ژورناليزم علميت ته اشاره کوي.

د ژورناليزم د هنري او علمي اړخ وضاحت د پوهانو ترمنځ یو له جنجالي بحثونو څخه دی، په دې اړه د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد پوهنوال میر عزیز احمد (فانوس) وايي: چې ژورناليزم هم علم دی او هم هنر.

استاد زیاتوي: چې نظري ژورناليزم علم او عملي ژورناليزم بیا د ژورناليزم له هنري بحث څخه دی.

که د ژورناليزم ساحې ته ځیر شو، داسې کسان به مو هم تر سترګو شي چې له سره به يې دا پوهنځي لوستی نه وي، او یا به د ژورناليزم د زده کړو په بهیر کې کم پاتې شوي وي، خو د عملي کار د مداومت په سبب یې داسې کمال خپل کړی چې د رسنيو ترمنځ یې په محبوبیت او شتون جنجال وي، دا هغه څه دي چې د ژورناليزم د هنریت اهمیت ترې څرګنديږي.

په پایله کې، ژورنالېزم د ورځنیو معلوماتو د تبادلې نوم دی چې د لیکلو، تلویزیون او یا راډیو له لارې ترسره کېږي.

ژورنالېست هغه څوک دی چې د رسنیو لپاره مطالب چمتو کوي او د هغو پېښو راپور ورکوي چې هماغه نيټه رامنځته کېږي.

ليکنه او تحقیق: ماسټر حسیب الله (وحدت)
اړيکې شميره: ۰۷۷۷۰۱۰۸۰۰


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب