اسلامي ژورناليزم

د صحافت (ژورنالیزم) فن د اسلام له نظره د دعوت او اشاعت پیاوړې او یوه داسې غښتلې ذریعه ده، چې د دنیا هر کونج ،کنار ته د اسلام دعوت په ډیره اسانۍ سره رسولای شي او د شرق او غرب ستړې انسان ته، هغه چې د منبر او محراب څخه یا لیرې یا د ظالمو واکمنوله امله محروم او د اسلام داعیان نشي ورسیدلای ،نو دا میډیا او صحافت یې ورته د سترګو په رپ کې ورسولای شي !  
همداسې د صحافت فن ، اخبار ،مجله ،راډیو ،انټرنیټ ،فیسبوک او د ټویټر او نورو وسایلو له لارې د وخت حکومتونو ته د مسلمانانو د اموراتو او اسلامي احکامو په باب وخت په وخت مشورې ورکولای کیدلای شي ،او د چارو واکمنانو باندې چې کله کومه حادثه نازل شي ،یا ورته کوم مشکل پیدا شي ، او ورته تګلاره نه وي روښانه، نو اسلامي میډیا د اسلام ددې حکم په ورانتقال کې پوره مرسته ورسره کوي ، اهل خبره او اهل نظر خلک خپلې مشورې ورسره شریکوي ؛
دشوری دا اصل قرآن مجید کې داسې راغلی : وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ(38)سورت شوری . 
همداسې په سورت آل عمران کې فرمایي چې 🙁 فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ الله لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظّاً غَلِيظَ القلب لاَنْفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فاعف عَنْهُمْ واستغفر لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأمر } [ آل عمران : 159 ].
دلته پورتنیو آیتونو کې چې د مشوررې په اصل ټینګار شوی او امام شافعي رح هم
ددې مذکور آیت په تفسیر کې فرمایي :
چې حسن رح وایي چې که څه هم نبي علیه الصلاة والسلام له مشورې څخه غني و لیکن غوښتل یې چې
د مشورې اصل واکمنو او چارواکیو ته د یوه سنت په دود پریږدي ،امام شافعی رح فرمایي چې کله په حاکم وقت کومه پیښه را نازل شي ،یا ورته کوم مشکل پیدا شي
نو باید چې د علم او امانت اهل خلک راوغواړې او د مشکل په باب ورسره مشوره وکړي،
لکه چې فرمایي : (قال الشافعي قال الله عز و جل وشاورهم في الأمر وأمرهم شورى بينهم قال الشافعي قال الحسن إن كان النبي عن مشاورتهم لغنيا ولكنه أراد أن يستن بذلك الحكام بعده
قال الشافعي وإذا نزل بالحاكم أمر يحتمل وجوها أو مشكل انبغى له أن يشاور من جمع العلم والأمانة وبسط الكلام فيه(احکام القران للشافعی ج۲ص۱۲۰).
چاپي او بریښنایي رسنۍ همداسې ظالمو حاکمانو ته د حق ویلو سره د افضل جهاد دنده هم ترسره کوي ،هاغه وخت چې حکام او واکمن ناروا او مظالم پیل کړي، نو همدا مطبوعات او غږیز یا تصویرې رسنۍ یې پرخلاف د بغاوت نارې وهي او د وخت واکمنو په وړاندې د حق وینا جرأت کوي، چې همدې وینا ته رسول الله صلی الله علیه وسلم افضل جهاد ویلی دی، لکه چې فرمایي : عن أبي أمامة Y أن رجلا قال عند الجمرة : يا رسول الله أي الجهاد أفضل ؟ قال : أفضل الجهاد كلمة حق عند سلطان جائر (المعجم الکبیر للطبرانی ).
په احکام القرآن ج۷ص۳۰۲)کې لیکي چې : والجهاد بالنفس على ضروب منها
الخروج بنفسه ومباشرة القتال ومنها بيان ما افترض الله من الجهاد
وذكر الثواب الجزيل لمن قام به والعقاب لمن قعد عنه ومنها التحريض
والأمر ومنها الإخبار بعورات العدو وما يعلمه من مكايد الحرب وسداد
الرأي وإرشاد المسلمين إلى الأولى والأصلح في أمر الحروب.

د تفسیر احکام القران د عبارت خلص مفهوم :

جهاد بالنفس په څو ډوله دی: یو دادی چې پخپله مباشرة قتال کې برخه واخلي ،بل دا دی چې د جهاد د فضایلو په باب او هم د تارکینو د جهاد په هکله تقاریر، موعظې او بیان وکړي، بل قسم یې دادی چې خلک ورته وهڅوي ،تشویق ،ترغیب او تیز یې کړي، دا هم پکې دي، چې د (اسلام د دښمنانو ) دښمن پټ رازونه مسلمانانو ته ورسوي ،ددوئ جنګي پلان او نقشه باندې مسلمانان خبرکړي ،په غښتلې رأیه مسلمانو مجاهدینو ته مناسبه یا لازمه مشوره ورکول، د مسلمانانو ښې جنګي او جهادي لارې ته رهنمایي کول هم د جهاد برخه ده .
که وګورو ننۍ معاصره دنیا کې د لساني بیان او ژورنالستیکې مبارزې خواته د بیان او دعوت له لارې بلل ډیر اسان شوي ،ترټولو اسانه ذریعه یې بریښنایي ذرایع دي، چې هره خبره په څو ثانیوکې د نړۍ تر کونجونو پورې رسوي او همدا چاپي او بریښنایي ډله ایز یا جمعي وسایل دي ، چې د مسلمانانو د حالت انځور ،د مظلومیت غږ او هره تازه او توده پیښه د څو ثانیوو په ضرب کې تر شرق او غربه رسوي او هم ددې لارې نه د مسلمانانو مرستې ته د خلکو بلل ،او د یوې الهي فریضې په توګه یې په خلکو منل، ژورنالستیکې رسنۍ په ښه او اسانه طریقه ترسره کولای شي .
همداسې د اسلام یو بل مهم اصل (امربالمعروف والنهی عن المنکر)چې څومره نن سبا د صحافت له لارې ممکن او له اسانتیاوو سره مل دی ،دومره به د بلې لارې نه وي ،علماء او مسلمان لیکوالان د مطبوعاتو له لارې خپلې دیني او اصلاحي لیکنې خپروي او ټولنه له منکراتو څخه پاکوي، نو ددې مهم دیني کار په ترسره کولو کې ،د اسلامي میډیا رول یا نقش له هیچا ندی پټ ،او هر چاته یې فواید معلوم دي .
لکه چې الله تعالی فرمایي :( كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).
خوددې سربیره که بل چاته پرې د نیکیو امر کوو، نو خپل ځان به مو هم نوي هیر کړی ،که نه (خدای ج مکړه )بیا به ددې وعید لاندې راشو، چې :
عَنْ أُسَامَةَ (رض) قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ (ص) يَقُولُ: «يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ، فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ، فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ: أَيْ فُلانُ، مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَانَا عَنِ الْمُنْكَرِ؟ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَلا آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». (بخارى: 3267).
ژباړه : اسامه رض وايې چه له رسول الله ص نه مې اوريدلي، چې ويې فرمايل :دقيامت په ورځ به يو کس راوستل شي او دوزخ ته به ور وغورځول شي او په تيزۍ سره به يې کولمې د باندې تويې شي، په خپلو کولمو به د خره د څپر په شان غوبل کوي دوزخيان به دده چاپير ه راټول شي، ورته وايې به ای فلان ! په تا څه شوي دی؟ آيا ته نه وي چې مونږ ته به مو امربالمعروف او نهی عن المنکر نه کاوه؟وايې به هو! تاسې ته به مې په نيکۍ امر کاوه ,خو خپله به مې نه كوله او تاسې به مې د منکر کار څخه منع کولئ خو خپله به مې کاوه . 
که خبره رالنډه کړو!

نو وبه وایو، چې د ژورنالیزم یا د صحافت فن د اسلام د دعوت، جهاد، ټولنې کې د منکراتو د مخنیوي او د جامعې د اصلاح په شمول د نورو علمي او خیریه کارونو په ترسره کولو کې خورا اغیزمن نقش لوبوي او نن سبا یې مؤثریت خورا زیات دی، نو ځکه ویلای شو، چې دغه ډول فن صحافت یا ژورنالیزم په اسلام کې خورا دروند مقام لري او اسلام داسې رسنیو ته د منبر او محراب نه را وروسته په دروند حثیت قایل دی، نوځکه ددې اړتیا ده، چې یو مسلمان صحافي یا ژورنالیست دې ددې پرځای چې دا سپیڅلی فن د اسلامي اهدافو په تصویر او تمثیل وڅرخوي، د لویدیځو بې دینو عناصرو ددې دسیسې مخه دې هم ډب کړي، چې دوئ د ژورنالیزم سپیڅلتیا د خپلو شومو او ناروا موخو په کارولو بدرنګه کوي او د نړۍ د ځوان نسل دبي لاریتوب په پار ترې کار واخلي ! 
مفتي فضل هادی (سالک)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب