مسكا صدقه ده

خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (تبسمك في وجه اخيك صدقة). (رواه ابن حبان).  [دمسلمان ورور په مخ كې دې مسكا كول صدقه ده]. د(مخ) له يادولو پرته داسې ندى ويل شوى چې: دورور په وړاندې ستا مسكا صدقه ده ځكه مخ دحواسو مجموعه ده او همدا مخ دانسان ريښتينې څيره او صورت انځوروي او كه تبسم او مسكا له مخ څخه چپه وي نو بيا نه كومه اغيزه لري او نه ورته كوم ارزښت پاتې كيږي!

ليكنه: عباس حسن سيسي.
ژباړه: محمد مزمل اسلامي.

تبسم او مسكا په حقيقت كې دهغو خوښيو څرګندونه ده چې په نفس او داخل كې له يو لړ ريښتينو غبرګونونو څخه راولاړې شوي، وجدان يې خوځولى او پرمخ باندې لكه بريښنا پړقيږي ته به وايې چې مخ غږيږي او اوازونه كوي، زړونه يې اوري، ورځي او ورجذبيږي، ارواوې يې اوري، ورټوليږي اوسره نښلي!

لباسي او تكلفي مسكا لـه زړه نه راولاړې ريښتينې او سپيڅلې مسكا په څېر هيڅكله نشي كيداى. لباسي خندا خو لكه پلاستيكي ګل چې مازې رنګ لري، او ريښتينه پاكه مسكا خو طبيعي او اصلي شى ده لكه رښتيانى او اصلي ګل، څومره ښايسته رنګ لري، نازكه بڼه لري او خوږ بوى لري چې زړونه تخنوي او احساس راويښوي!

ګران پيغمبر صلى الله عليه وسلم همدې خبرې ته زمونږ پام وراړوي او وايي: (انكم لن تسعوا الناس بډموالكم ولكن يسعهم منكم بسط الوجه وحسن الخلق) (رواه البزار).. [تاسو به دخلكو زړونو ته په مال او دولت ځان ونشئ رسولى او كه وررسيږئ نو له خندا نه په ډك مخ او ښو خوږو اخلاقو].

your ads

له نيمې پيړۍ راهيسې علمي تجربو ثابته كړې چې ګياوې او نباتات لـه نغمو لرونكو خوږو اوازونو څخه اغېزمنې  كيږي، ښيرازه كيږي او مېوې زياتوي او كله يې چې ملګرى بزګر دخړوبولو او تغذيې لپاره ورنژدې كيږي خوښيږي او طبعا دخپلو څانګو، ګلانو او ميوو په شوكولو خفه كيږي.

مونږ ولوستل چې خوږ نبي صلى الله عليه وسلم داحد غره په هكله ويلي: (ډحد جبل يحبنا ونحبه) . [احد هغه غر دى چې دى له مونږ سره مينه لري او مونږ له ده سره مينه لرو!]

ښه نو كله چې دنباتاتو او جماداتو دغه حال ده چې نه مو ورته فكر وي او نه پرې پوهيږو نو دانسان په هكله چې الله پاك عقل او حواس وركړي څه فكر كوئ؟

او دا هغه پټې خزانې دي چې لوى الله دانسان په نفس كې ايښې دي، كه دى يې كشف كړي نو الله تعالى به ورته پرې باندې بند زړونه خلاص كړي او ړندې سترګي روښانه او بينا.

رښتيا چې اسلام په انسانانو كې په ايمان، احساس او روحي ځواك سره هغه څه وكړل چې تر ټولو ستر سركښه مادي ځواك يې نشي كولاى!

نو بلونكى او داعي بايد دريښتينې او سپيڅلې مسكا او تبسم خوند وڅكي، او دهغه ژوره اغيزه درك كړي. او كه دنيت اخلاص او پاكي يې په كښې زياته وه نو په ګټو او كاڼو كې به هم اغيزه وكړي! سپيرې دښتې به شنې كړي او (خير ډمۍ ډخرجت للناس) به رازرغون كړي!

هغه چا چې داسلام لپاره دمجد او عظمت تلپاتې صفحې كښلې دي هغوى د اسلام دين يا له اخلاص نه په ډك تبسم، يا په ښكلي او رسا نظر، يا په يوې نيكې رويې او يا په يوې خوږې خبرې سره منلى دى! ځكه ښه او خوږه خبره فنا نه لري.

سرچينه: زړونو ته لار کتاب

ليكنه: عباس حسن سيسي.
ژباړه: محمد مزمل اسلامي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب