په اسلامي ټولنه کې د ژورنالیزم رسالت

رسنۍ:

څرنګه چې نن ویل کېږي چې ميډيا يا رسنۍ د یوه نظام یا دولت څلورمه ستنه ده،نو بې له شکه چې د نظام په ترمیم او تخریب دواړو کې د ميډيا له تأثیره سترګې نه شو پټولی. لکه څرنګه چې ژورنالیزم د ټولنې په جوړښت او خرابۍ کې عمده رول او ونډه لري، نو  په کار ده چې د دې مسلک څخه يوه داسې په زړه پورې  او روا ګټه واخيستل شي ،چې خلک پرې حقيقي ژوند ته متوجه شي او په ټولنه کې شته ستونزې ورسره حل شي، ددې لپاره چې له دغه ډله ييزو (انځوریز،غږېز،خواله رسنۍ او…) رسنيو څخه مثبته ګټه واخېستل شي،موږ ته په کار دي چې د رسنیو رسالت د ټولنیز چاپېریال په رڼا کې وپېژنو.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې په موجوده عصر کې رسنیو مو ځوان کهول په افراطي ډول منحرف کړی دی،بې دیني او سیکولریزم يې په بې ساري ډول په افغاني مسلمانه ټولنه کې خپاره کړي دي او درګرده پروژې دي چې د غرب له خوا تمویليږي او د افغانانو په ژبو (پښتو / فارسي) افغانانو ته په ذهن کې د بې دینۍ او بې غیرتۍ نظريې او مفکورې پيچکاري کېږي.
دا خو يې يو څو ساري ما وړاندې کړل خو که د ټولنې متن ته مراجعه وکړو او د خلکو نظریات په دې اړه واخلو پایله به یې منفي وي،نو داسې دې څوک و نه انګېري چې ګواکې موږ چورلټ د ژورنالیزم مخالف یو، نه! ژورنالیزم يا صحافت ته موږ په درنه سترګه ګورو او د ټولنې یو ارزښت يې ګڼو. ژورنالیزم  یو مسلک دی،نو لازمه ده چې ددې په هکله لنډ او خلاصه مالومات  ولرو،او په داسې طريقه يي استعمال کړو،چې د هيواد،ټولنې ،کلتور،عقيدې او د هيواد د بيا رغونې  په لار کې  ورڅخه کار واخلو. ژورنالیزم ته په اسلامي ټولنه کې یو دروند رسالت ور په غاړه دی چې د دغه رسالت په بهیر کې لاندې عمده او مهم ټکي یادولی شو:

لومړی: خلکو ته دحقايقو روښانه کول

د ژورنالېزم یو عمده هدف د ټولنې وګړو ته د رښتينو  مالوماتو وړاندې کول دي،او همدارنګه  ټولنه په هر ډول سختو شرائطو کې  سمي لارې ته برابروي.

خلک ملي  وحدت او يووالي ته رابولي اوهم د ملي منافعو او ګټو لپاره کار کوي. او همدا د ژورنالیزم مهم اصل دی چې رسنۍ يې باید په همدې چوکاټ کې مراعت کړي،څرنګه چې ټولو ته معلومه ده،په کابل او ټول افغانستان کې زیاتره سیمه ایزې یا شخصي رسنۍ تر ډېره هڅه کوي چې د خپل ګوند او ډلې په ګټه خپرونې تنظیم او پر مخ یوسي.دلته د ملي وحدت بر ځای د نفاق اور ته پکه وهل کېږي،دلته سمتي او قومي تعصباتو ته لمن وهل کېږي،دلته د پوهنتون او دانشګاه په کالب کې قومونه مسخره کيږي.

دویم: د اداري فساد،اخلاقي فساد او  په هيواد کې د خيانتونو مخنيوى کول

اسلامي رسنۍ په دې هڅه کې دي،تر څو د قومونو ترمنځ او همدارنګه د اولس او حکومت ترمنځ د عدل او انصاف فضاء برابره کړي، ترڅودمسلمانانو خپل منځي حقوق تلف نشي،او هر څوک خپل حق او برخه ترلاسه کړي،همدارنګه رسنۍ ددولتي کارکوونکو په اصلاح کې مهم رول لري او هغوئ خپلو مسؤليتونو ته متوجه کوي.دا کار اسلامي رسنۍ کوي او اسلامي رسنیو ته د دموکراسۍ په چوکاټ کې د فعالیت اجازه په مشروط ډول ورکول کېږي.

درېیم: دحق او باطل ترمنځ فرق کول

د اسلامي رسنيو يوه بله موخه او هدف د ظالم څخه د مظلوم د حق غوښتل، او خلکو ته د رښتينو معلوماتو وړاندي کول دي، په خلکو کې د ژوندانه د ټولو چارو په برخه  کې د عدل او انصاف د پلي کولو لپاره هڅې کول  د ژورنالېزم له مهمو اهدافو څخه دي.

څلورم: د لويديځ د کلتوري یرغل مخنیوی

د ژورنالېزم له شرعي او اسلامي  اهدافو څخه يو هم د غربي استعمارګرو او ښکېلاکګرو له لوري پر اسلامي هيوادونو د فرهنګي يرغل مخنيوى  کول دي.

اشغالګر ځواکونه غواړي چې د خپل کفري او غربي فرهنګ  په اسلامي  ټولنو کې د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې وکاروي او په دې ډول، په اسلامي هيوادونو کې فحشا او بدکارۍ خپرې کړي، ددې  د خپرولو لپاره يې بيلا بيل وسايل لکه فاحشې مجلې ،اخبارونه ،تلوېزيونونه  او د راډيو چينلونه په کار اچولي ،تر څو اسلامي ټولنې فاسدې  کړي، نو ددې په مقابل کې د اسلامي ژورنالېزم دنده او وظيفه  داده،چې ددغه ناوړه کارونو څخه خپله  ټولنه وساتي او د امرباالمعروف او نهي عن المنکر سپيڅلې وظيفه اجرا کړي، الله (جل جلاله)  د آل عمران سورت په  ١١٠  آيت کې  فرمايې:

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ

ژباړه:تاسې غوره امت ياست ،د خلکو د لارښوونې لپاره راڅرګند شوي او راوتلې  ياست ،تاسې به په نيکيو امر کوئ او له بديو مخنيوى کوى او په الله (جل جلاله) به ايمان لرئ.

نو اسلامي ژورنالیزم کې باید مسلمان ژورنالست دا تعهد ولري چې د عملي ژوند په څېر د ژورنالستیکي وسایلو څخه هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له پاره کار اخلم او دا د یوې مسلمانې ټولنې د فلاح تضمین په آسانۍ سره کولی شي.

پینځم: د مسلمانانو تر منځ د يووالي او ورورولۍ عامول

د ژورنالېزم هدف دا هم  دى،چې دمسلمانانو تر منځ  جنګ او جګړې ختمې شي  او همدارنګه  نژادي  تعصبات  له منځه  لاړشي ، الله جل جلاله موږ ته په قرآن کې په ځلونو د اتفاق او يووالي امر کړی او له نفاق او بېلتون څخه يې منعه کړي يو،مسلمان ژورنالست ته په کار دي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژورنالستیکي شخصیت دې په دې برخه کې ځانته لارښود وټاکي ان شاء الله بریالی به شي،زموږ خوږ پیغمبر صلی الله عليه وسلم وشو کولی د عربو د قومونو تر منځ د پېړيو پېړیو شخړي او دښمنۍ په سوله بدلې کړي چې عمده ساری یې د اوس او خزرج د قبیلو تر منځ د یووالي راوستل وو.

شپږم: د اعلاى کلمة الله له پاره کار او فعالیت کول

مجاهدین که په تاودو سنګرونو کې د همدې کلیمې د لوړاوي له پاره ستړي ستومانه په فرض عین جهاد لګیا دي،د مسلمان ژورنالست او اسلامي ژورنالیزم رسالت او وجیبه بیا دا ده چې په خلکو کې دې د الله تعالی د دین د لوړاوي په اړه مثبته ذهنیت سازي وکړي تر څو د امت ځوانان په ذهني لجاظ د دین د ارزښتونو په اهمیت خبر او د ساتلو له پاره يې لارې چارې وسنجوي.

د اسلامي ژورنالېزم يو هدف د الله (جل جلاله)  دين ټولو انسانانو ته رسول دي.

ژورنالېستانو ته  په کار دي،چې د الله(جل جلاله) د دين د خپرولو لپاره هر رنګه وينا،عمل او حرکت  وکړي. دا ځکه چې دا یو منل شوی ار(اصل) دی چې، هرکار او فعل د يوه هدف او مقصد لپاره ترسره کېږي،بنا  ژورنالېزم هم اهداف او مقصدونه لري،اخبار او نور تبليغي وسايل د هغه وسلې په شان دي،چې په هغې د ځان او مال ساتنه هم کېږي او وژنه او لوټونه هم،د ظلم دمخنيوي لپاره هم ترې کار اخېستلى شو او د ظلم  د خپرولو لپاره هم،د اسلامي ټولنې د پراختيا لپاره هم تبليغ کوي او د فحشا او دفساد لپاره هم،لنډه دا،چې د ارتباطي وسايلو څخه هر ډول کار اخېستلى شو،خو دا کاراخستل په ټولنه پورې اړه لري،که چيرې ټولنه فاسده،او بدکاره وي لکه غربي ټولنه، نو  په داسې ټولنو کې د ژورنالېزم اهداف يو ډول دي او په اسلامي ټولنه کې د ژورنالېزم اهداف بیا بل ډول دي چې زموږ پورتنۍ خبرې هم تر اسلامي ټولنو او اسلامي ژورنالیزم پورې محدودې دي،موږ ژورنالیزم ته د یوه مقدس مسلک په سترګه ګورو خو خپل شرایط هم لرو،د شرایطو په پام کې نیول کولی شي هغه واټن بېرته را لنډ کړي کوم چې د ويښ ځوان کهاله او غربي رسنیو تر منځ را منځ ته شوی دی. که رسنۍ په اسلامي ټولنو کې د کفر پروژې عملي کول غواړي او په دې ټکي باندې ټینګار او اصرار کوي نو موږ هم دا حق لرو چې د خپلو مشروعو او سپېڅلو ارزښتونو د سپکاوي او توهین پوښتنه وکړو.

اووم: د ښځو په چارو کې به له ډېر احتياط څخه کار اخلي

د یوه متعهد او مؤمن ژورنالست بله مهمه دنده او مکلفیت دا دی،چې د ښځو په چارو کې به له ډېر احتياط څخه کار اخلي، د ښځو سپکاوى،د ښځو تښتونه او دې ته ورته د راپورنو په خپرولو کې دې  له ډېر  احتياط نه کار واخلي، او بل دا چې  د داسې ښځو انځورنه بايد هم خپاره نه کړي،چې  د ټولنې لپاره زيان  ورسوي،ځکه د ژورناليست  لومړۍ دنده د ټولنې جوړول دي خو له بده مرغه چې د غربي دموکراسۍ څخه اغېزمن شوي ژورنالستان نه یوازې دا چې دا اصل نه مراعتوي بلکي په ډېر افراطي ډول د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې د ښځو نوامیس سپکوي،دوی ته زنا،بې حيايي،ځان وژنه،تښتېدنه او نور زهرجن راپورنه خپرول او نشرول هسې عادي خبرې بریښي حال دا چې دا په یوې مؤمنې ټولنې کې معیارونه او اساسات دي.

لیکنه:/ ابن مبارک احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب