شیخ فیصل مولوې: یو اسلامې عالم او داعې

نړۍ د مسلمانو عالمانو شورا واېې: هغه د علماو یو ښه رهبر او معتدل عالم وو چې د اسلامې قوانینو په عصرې کولو کې یې ستر رول درلود.

مرحوم شیخ مولوې یو ځیرک، توپیر کونکې مجتهد، ښه ایډیالوجست او دعوتګر عالم وو. هغه یو ځیرک قانون پوه وه او په فقه او قانون کې یې تر ماسټرې درجې پورې زده کړې کړیوې.
قاضې فیصل مولوې تل د مسلمان امت د یووالې په فکر او پدې اړه یې تل هڅې کولې. هغه یو معتدل، زغم لرونکې عالم وه چې هر وخت او په هر ځاې کې یې د مسلمانانو د ګټې لپاره کار کړې.

علمې کړنې او فعالیتونه:

ورکړه، پاملرنه او قربانې به ښې کلمې وې چې د شیخ مولوې د هڅو لپاره چې د انسانیت او مسلمانانو لپاره یې کړېدې په کار ویوړل شې. که د نوموړې ژوند ته وکتل شې، نو وبه لیدل شې چې هغه تل د نورو مسلمانانو اتفاق غواړې، هغه په الله مین عالم چې تل مسلمانانو ته د فقهې او شریعت تبلیغ کوې او هغه تل یو فعال او وفادار داعې پاتې شوې او هر هغه څه چې یې ویلې په ژوند کې یې عملې کړې.
هغه د اسلامې زده کړې او فلسفې یو بې سارې نمونه وړاندې کړه. هغه اسلامې فقه لا بډایه کړه، فکرونه یې د اسلامې اساسې ستنو سره ونښلول، د اسلامې امت دفاع یې وکړه او د اشغالګرو قوتونو په وړاندې یې مقاومت په عملې ډول پوخ کړ.
مرحوم شیخ مولوې په خپل اجتهاد، فتوا او علمې څیړنو کې یو بې سارې کس وو. هغه په غرب کې د مسلمانانو او له هغوې سره د ښیګڼو په اړه ډیر فکرمند وو او وخت په وخت یې ورته په زړه پورې اجتهاد او فتواګانې ورکولې تر څو د هغو ټول اړوند سخت او اغزن مسایل په ښه توګه حل شې.
شیخ مولوې د مسلمانانو د ښیرازۍ لپاره د ښو او مشهورو ټولنو، شوارګانو او مجلسونو جوړولو کې ډیرې هڅې کړې. د نمونې په ډول ویلې شو چې د هغه په نوښت په دوبلین کې میشت د فتوا او څیړنې آروپایې ټولنه یا European Council for Fatwa and Research (ECFR)رامنځته شوه. دغه راز هغه د نړۍ د عالمانو د شورا یا International Union for Muslim Scholars (IUMS) یو له عمده بنسټ ایښودونکو څخه وو. هغه د معتدلې اسلامې بیدراۍ یو له مخکښو رهبرانو څخه وو او دغه راز په لبنان کې د اسلامې جامعې یا الجامعه الاسلامیه عمومې مشر هم وه.
هغه یو د هغه کسانو څخه وه چا چې اسلامې دعوت او اسلامې ادارو ته خپل ټول ژوند وقف کړیوه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ یې پدغه لار کې د ستړیا احساس هم ونکړ.

غوره اخلاق

د شیخ مولوې غوره اخلاقو، ژور علم او وفادارې فلسفې د هغه څخه وروسته د هغه ډیر زده کونکې او د هغه د لارې لارویوان پریښودل.
د مرحوم شیخ فیصل مولوې علمې کړنو، اسلامې قانون پوهنې او دعوت تر څنګ، هغه خلکو ته د خاکسارۍ، اخلاقواو غوره چلن یوه نمونه او قدوه وه. او دغه ټول صفات د هغه په شخصې ژوند او دعوتې کارونو کې په ډاګه او څرګند وه. هر هغه څوک چې دې پیژنې د هغه د آرام، مؤدب، زغم لرونکې او مینه ناک خوې څخه ډیر متاثر وه.

تعلیم او لاسته راوړنې

شیخ مولوې په ۱۹۶۷ کال کې د لبنان له پوهنتون څخه په قانون کې لیسانس وکړ. یو کال وروسته یې د دمشق له پوهنتون څخه په شرعیاتو کې بل لیسانس وکړ. او دغه راز یې په پاریس کې د سربون څخه د پرمختللو زده کړو دیپلوم تر لاسه کړ.

your ads

له فراغت وروسته د یو قانونې وکیل په حیث د بیروت په یو شرعې محکمه کې مقرر شو. د لبنان په ډیرو شرعې محکمو کې یې خدمت ترسره کړې. په کال ۱۹۸۸ کې د بیروت د سترې شرعې محکمې سلاکار او په کال ۱۹۹۶ کې یې دغه دنده پریښوده. هغه ته په ۲۰۱۱ کال کې د لبنان د حکومت له لورې د دروند قاضې یا Honor Judge لقب ورکړل شو.

دندې:

شیخ فیصل مولوې په ډیرو غوره دعوتې دندو کار کړې چې د هغوې له ډلې یې مونږ د یو څو یادونه کوو:
د لبنان د الجامعه الاسلامیه مشر
د لبنان د التربیه الاسلامیه ټولنې مشر
له کال ۱۹۹۰ را پدیخوا د دعوت او داعې د مرکز مشر
د جماعت عبادالرحمان مشر
د اسلامې ملې کانفرنس د ادارې کمیټې غړې
په فرانسه کې د اسلامې ټولنې او د اسلامې مطالعاتو آروپایې کالج بنسټګر
په فرانسه کې د اسلامې ټولنې معنوې رهبر
د د مسلمانو ځوانانو د نړیوالې ټولنې لخوا د غوره مسلمان دعوتګر لقب ورکول شو.
د هغه په هڅو د آروپا د فتوا او تحقیق ټولنه په ۱۹۷۷ کې په ډوبلین کې جوړه شوه.
هغه د خپل ژوند په موده کې ډیرې ملې او بین المللې سیمنارونو، لکچرونو او کانفرانسونوکې برخه اخیستې.
لیکنې او کتابونه:
د شیخ مولوې تل په هغه مسایلو ډیر زیات تمرکز وو چې اسلامې امت ورسره لاس او ګریوان وو. هغه زمونږ لپاره ډیر زیات کتابونه، څیړنې او لیکنې پریښې چې د نړۍ ټولو مسلمانانو ورڅخه ډیره ګټه اخیستې. دهغه دغه کړنې او کتابونه د هغه د هغه علم او ډیرې خوراۍ او خولې تویولو په نتیجه کې منځته راغلې چې د یو څو یې لاندې نومونه اخلو:

• تیسیر فقه العبادات
• السلام علی اهل الکتاب
• المرأ المسلمه
• الرفیق الاسلام
• احکام المواریث
• دراسات حول الربا والمصارف
• احکام المواریث: دراسه مقرنه
• التربیه الاسلامیه
مرحوم شیخ مولوې د مسلمان امت لپاره د هغه د نه هیرودونکو خد متونو او دعوتې کړنو په برکت دې الله تعالی په هغه خپل نه ختمیدونکې رحمتونه ووروې. آمین

اصلاح انلاین

لیکنه: مصطفی الخطیب
ژباړه:حبيب الله زيار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب