له نجلۍ سره مينه لرم آيا اړيکې مې ورسره جواز لري؟

زما پوښتنه دا ده چی ایا له یوی نجلۍ سره چې دو جانبه رضایت شتون ولري، یعنی یو بل یې خوښیږي او د ژوند ملګری توب نیت هم ولري، خو مخکې تر کوژدې یا نامزادي کله کله سره نیژدې کیژي خو عادي نیژدې والی وي، د اسلام مقدس دین په دې اړه څه حکم کوي …
په داسې حال کې چی په تکرار سره یعنی درې ځلی دواړه خواوې اقرار کوي چې زما سره دې نکاح قبوله ده او داوړه رضایت مندی ښکاره کوی خو دا اقرار یوازی د دوی دواړو تر مینځ شوی وی او کورنۍ خبری نه وی نو ایا د اسلام مقدس دین څه حکم کوی ؟؟؟
ستاسو له درانه حضور نه د ژر څواب غوښتنکې یمه الله پاک به یی ثواب درکړی …

جواب:

و علیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
دا کار حرام دی او هیڅ جواز نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: لا يخلون رجل بامرأة إلا مع ذي محرم. رواه البخاري
ژباړه: هیڅ نارینه دې له یوې ښځې سره پرته دهغې له محرم څخه نه یوازې کیږي.

همدا راز فرمايي: لا يخلونَّ رجلٌ بامرأةٍ، إلاَّ كانَ ثالثهُما الشَّيطانُ” أخرجه الترمذي
ژباړه: هیڅ نارینه له یوې (نامحرمې) ښځې سره نه یوازې کیږي، مګر دا چې درییم یې شیطان وي.
نو لومړی خو له یوې نامحرمې جینۍ سره یوازې کیدل حرام کار دی او له دې نه لويې فتنې جوړیږي او ستره ګناه هم ده.
دویم دنکاح یو څه شروط دي چې هغه باید مراعات شي، چې په هغې کې مهر، شاهدان، دجینۍ ولي او داسې نور، نو دا نکاح صحیح نه ده.

درییم دا چې دا یوه شیطاني لاره ده، او ځوان او پیغله دهلاکت او بدبختۍ پر لور بیايي، او له شهوانۍ غوښتونو پرته بل هیڅ هم نه وي.
واده او نکاح یوازې ددوو کسانو دشهواني او نفساني غوښتنو دپوره کولو لپاره نه ده، بلکې په دې سره دیوې سالمې کورنۍ بنیاد ایښودل کیږي، او دوه کسان په شرعي طریقه له انحراف او بدبختۍ څخه ژغوري، چې په دې بازاري مینې او محبت کې دا غوښتنې هیڅکله هم نه شي پوره کیدلای.

او دا داسې بدبختي ده چې سبا هر کور ته سرایت کوي، او په اجتماعي تعامل او زمونږ په ټولنه کې زمونږ او ستاسي یو هم دا نه خوښوي چې زمونږ خور، لور او بله خپلوانه دې په داسې توګه له چا سره اړیکې ونیسي، ځکه چې دا کار یوه بې حیايي او دیوې لویدلې او بدختې ټولنې لپاره لاره هواروي.

نو لومړی خو باید ځوانان هیڅکله هم له یوې جینې سره یوازې نه شي او نه دې دا هڅه کوي چې جینې او هلک سره بې له اشد ضرورت څخه خبرې وکړي، بله داچې ددې کار دحل لپاره اسلام او زمونږ ټولنه کې دحل یوه غوره او آسانه لاره شته چې هغه دجینې کورته ورتلل او دهغې غوښتل په شرعي توګه دي.
والله اعلم
الله مو بریالي لره

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب