د انسان د مغزو لس ځانګړتياوې

 

د انسان ماغزه او د هغو د پېچلتیاوو پيژندل د بشر لپاره يوه جذابه موضوع ده .انسان يو حيرانونکې نمونه ګڼل کيږي او د ده په اړه ډير شيان لاهم ناويل شوي پاتې دي. په دې مطلب کې هغو لسو ځانګړنو ته اشاره کوو چې د انسان مغز یې لري څو په دې اړه مو معلومات څه ناڅه زيات شي.

په مغزو کې ۱۶۰،۰۰۰ کيلومتره د وينې رګونه موجود دي.

دا په دې معنا ده چې که د مغزو د وينې ټول رګونه يو په بل پسې کتار کيږدئ تاسو کولای شی چې ۴ څله د ځمکې له کرې څخه راتاو شئ.

د مغزو فعالیت دغذا په ډول پورې تړلی دی

په سالمو او قوي خوړو خپل هوش ته زياتوالی ورکړی. په نيويارک کې د يوه څېړنیز انستیتیوت له خوا په شوې څيړنه کې ثابته شوې چې که په سبناري یا سهارنۍ ناشته کې داسې څه وخورئ چې هيڅ ډول مصنوعي مواد ونلري، د آی کیو نتیجه به مو لوړه وي. په دې څېړنه کې د دغسي کسانو دIQ په ټسټ کې ۱۴ سلنه خلکو ښه پايله ورکړې وه. دغه پايله ډيره په زړه پورې وه او د دې ښکارندويي کوي چې د مغزو فعاليت دغذا په ډول پورې تړلی دی.

your ads

د مغز ډيره برخه اوبه جوړوي او د مغز جامده برخه له غوړو څخه جوړه شوې ده.

زيات خلک فکر کوي چې ماغزه په مکمل ډول جامد دي. مګر دغه خلک اشتباه کوي.۷۵ سلنه ماغزه اوبه تشکيلوي. د مغز جامده برخه هم د غوړو برخه ده او تقريبا له ۱۰ څخه تر ۱۲ پورې د مغز برخه جوړوي او د مغز پاتې برخه پروټين، هايدرو کاربون او مالګه ده.

ستاسو مغز له ۱۰ څخه تر ۲۳ واټه بريښنا توليدوي.

دغه ځواک د دوو ګروپونو د روښانه کولو لپاره بسنه کوي. د مغز له خوا د دې ځواک د توليد څخه د اعصابو او د بدن نورو غړو ترمنځ په اړيکو نيولو کې کار اخيستل کيږي.

د پيچلو چټکو کارونو يادول پر مغزو باندې ډير مثبت اثر لري.

پيچلي او چټک حرکات د دې سبب کيږي چې د مغزو ځانګړې برخې ورسره وده وکړي. نو د اعصابو اتصال پر مغزو ښه تاثير کوي او همدارنګه پيچلي مسايل او کارونه کولای شي ستاسو د مغز د پرمختګ لامل وګرځي.

هر فکر چې تاسو یې کوئ ستاسو په مغزو کې يوه نوې عصبي اړيکه رامنځ ته کوي.

ماغزه د وخت په تېرېدو بدلون کوي. که تاسو همدا ګړۍ د يوې نوې موضوع په اړه فکر کړی وي ،ډاډه اوسئ چې ستاسو په معزو کې په همدې وخت کې يوه عصبي اړيکه رامنځ ته شوې.

يو عادي انسان په ورځ کې ۷۰ زره فکرونه کوي .

تاسو هميشه د فکر کولو په حال کې ياست او يو معمولي انسان هره ورځ ۷۰ زره فکره کوي او شايد د دې اندازه تر دې هم زياته شي.

د خندېدو په وخت کې د مغزو له پنځو برخو څخه کار اخيستل کيږي.

خندېدل د خندا خبره نده. دغه عمل د مغزو زياتې برخې په بر کې نيسي. خندا د مغزو د فعالېدو لپاره ډېر موثره دي او ستاسو په بدن کې د خندېدو په وخت کې کيمياوي مواد خوشې کيږي. څيړنې ښيي هره ورځ د څو د قيقو لپاره خندل ستاسو د روحي وضعيت د ښه والي او په تاسو کې د خلاقيت د زياتوالي باعث کېږي.

ماغزه په هيڅ صورت د درد د زغملو توان نلري.

ماغزه د خپل ځان د درد په حس کولو قادره نه دی او يوازې کولای شي د بدن د نورو برخو درد پيدا کړي. په حقیقت کې مغز په خپله درد نه کوي.

ماغزه له هغه څه څخه چې خلک یې تصور کوي کوچني دي. د معز اندازه ۹،۳ سانتي متره او وزن ېې ۱.۳ کيلو ګرامه دی. په همدې ۱،۳ کيلومتر کې ۲۰۰ مليونه عصبي حجرې او هورمونونه موجود دي.

ژباړه: ساحل منګل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب