څه وکړو؟ (سوله او که جګړه)

داچــې اوس مهال زمـوږپه ګـــران هــېواد کې دنــورو ګــڼ شـــمېر بد مرغيو ترڅنګ دسولې نه شتون هغه ستره بدمرغي ده، چې له امله يې زموږ دټولنې ډيره برخه ځوانان او کوچني ماشومان د ديني او ساينسي زده کړو څخه بې برخې پاتې دي.

ددې لپاره چې زموږ په ګران هېواد کې تل پاتې سوله، ثبات او امن ټينګ شوی وي، پرموږ ټولو لازمه ده چې د یوې باعزته سولې لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړو، ترڅو د خپل خوار، مظلوم او فقير ولس خدمت وکړو، او د خلکو د وژنې اووينې تويونې پرځاي ددوی د ژوند ژغورلو او ښه کولو لپاره کار وکړ او د روانو بدبختيو مخه د اسلام د سپيڅلي دين د ارشاداتو او لارښوونو په پام کې نيولو سره ونيسو، په کومو کې چې هره ورځ زموږ ګڼ شمېر مسلمان هېوادوال قرباني کيږي.

څرنګه چې داسلام سپيڅلي او مقدس دين د بې ګناه خلکو وژنه په کلکه حرامه ګرځولې ده اوهيڅوک حق نه لري چې دشرعي باصلاحيته محکمې دحکم پرته څوک په قتل ورسوي، ځکه چې د بې ګناه انسان وژنه دپاک څښتن تعالی او دهغه د محبوب پيغمبر(صلی الله علیه وسلم) د ناراضۍ سبب ګرځي .

ذکر شويو ټولو ديني مسايلو ته په پام سره ديني علماوو، قومي مشرانو، فرهنګيانو، ځوانانو، درسنيو خاوندانو په رسنيو کې بوختو کسانو او په مجموع کې دسولې په ارزښت ټولو پوهو خلکو ته په کار ده چې په خپله برخه کې دې شعار ته چې : د ژوند اخيستلو پر ځای د ژوند ژغورل ته کار وکړئ، د حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم ) ويناده (الاکلکم راع وکلکم مسؤل عن رعيته )(خبر دار شئ د ټولنې هر وګړی په خپله برخه کې مسوول دی نو ستاسو هر يو څخه به د ستاسې د لاس لاندې افرادو پوښتنه کېږي)

صلح يوه عربي کليمه ده چې معنايې(استعداد،جوړښت،اتحاد، اتفاق اودجنګ جګړو بندول دي)

په اسلامي شريعت کې هغه سوله چې حرام په کې حرام او حلال په کې حلال ونه ګڼل شي جايزه نه ده، چې په دې اړه حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي:((الصلح جايز بين المسلمين الاصلحاحرم حلالاً او احل حراماً والمسلمون علي شروطهم الاشرطا حرم حلالاً اواحل حراماً)):رواه ابن ماجه والترمذي ) سبل السلام ج ۳ص ۸۸

ژباړه :(دمسلمان او مسلمان ترمنځ سوله رواده، مګر داسې سوله رو انه ده چې حلال په کې حرام او حرام په کې حلال وګرځول شي

د اسلامي شريعت له مخې سوله په شپږ ډوله ده.
• دمسلمان اوکافر ترمنځ
• دښځې اوخاوند تر منځ
• دباغيانو او عادلانو ترمنځ
• ددوه مرورو ترمنځ
• دخپل منځي جګړو دټپي شويو او ټپي کوونکو ترمنځ
• د دووکاروباري شريکانو ترمنځ.
((کتاب فتح الباري شرح صحيح البخاري))

له نورو ډولونو یې تیریږو یواځې همدا دوه یې څیړو چې په اوسني خت کې پرې پوهیدل د هرچالپاره اړین دی او دا ده اوسني عصر غوښتنه هم ده .

د مسلمان او کافر ترمنځ سوله:
د دې ډول سولې په هکله الله(جل جلاله) مسلمانانو ته داسې لارښوونه اوحکم کړی او فرمايلي يي دي: وان جنحواللسلم فاجنح لها وتوکل علي الله انه هوالسميع العليم وان يريدواان يخدعوک فان حسبک الله هوالذي ايدک بنصره و بالمؤمنين ( سورة الانفال-۶۱و۶۲)
ژباړه: که چېرې غير مسلم (کفار) سولې او پخلاينې ته ميل وکړي، نوتاسو هم د هغوی دسولې وړانديز ومنئ، سولې ته ميلان وکړئ او په پاک الله (جل جلاله) توکل وکړئ، بېشکه چې الله(جل جلاله) د ټولو احوالو ښه اورېدونکی او په ټولو اقوالو ښه پوه اوعالم دی.

دمسلمان او مسلمان تر منځ سوله:
دا ډول سوله په جګړه کې د ښکېلو مسلمانو ډلو ترمنځ د قرانکريم په آيت تثبيت شوې ده، چې د سولې دغه ډول د مسلمانانو د خپل منځي جګړو دبندولو او ختمولو په اړه دی، د سولې دا ډول تر نورو ټولو انواعو زيات مهم او ضروري دی، ځکه چې خپل منځي جګړې د مسلمانانو قوت ختموي، او مسلمانان له خپل اصلي مسير څخه بې لارې کوي، او بې ساري معنوي او تباکونکې پايلې لري .

الله (ج) په خپل پاک کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي :
واطيعواالله و رسوله ولاتنازعو فتفشلوا وتذهب ريحکم واصبروا ان الله مع الصابرين (سورة الانفال آيت ۴۶)
ژباړه:تاسودالله(ج)اودهغه دمحبوب پيغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) اطاعت وکړئ اوخپل منځي شخړې اوجګړې مه کوئ،ددې لپاره چې تاسوبه بې زړه شئ قوت او دولت به مو له منځه ولاړشي اوکمزوري به شئ،تاسو صبر اوزغم وکړئ،ځکه چې الله (ج) دصبر کوونکو مرستندوى دی.

له پورته ټولو دلايلو څخه څرګنديږي چې داسلام مبارک دين د سولې او امن دين دی. بې ځايه جنګ جګړې، تيری او توند لاريتوب ته په کې ځای نشته.

د مسلمانانو خپل منځي جګړې نه جبرانېدونکې اوخطرناکې پايلې لري، چې په دې اړه ګڼ شمېر احاديث هم راغلي دي اومسلمانان يې سولې ته هڅولي دي، له دې نه معلوميږي چې اسلام دسولې، ثبات او امن دين دی.

دا چې د اسلام سپيڅلی دين د سولې او ورورولۍ دين دی، نو راځئ چې سوله د خپل ژوند يوه ډيره مهمه اړتيا وګڼو او ددې اړتيا د پوره کولو لپاره هڅې وکړو، تر څو ګران هيواد افغانستان ته د تل پاتې سولې په راوستلو بريالي شو، د خپلو ځوانانو او کوچنيانو لپاره ددې زمينه برابره کړو چې دتعليم پر مټ د خپل روښانه راتلونکي پر لور قدم واخلي.

په قران کریم کې د سولې په تړاو ځانګړي او واضح تګلاره :

د سولې راز او پټې خبرې
د مصلحینو په وسیله د سولې د دواړو اړخونو تر منځ د سولې په اړوند پټې خبرې او مشوره روا ده او تر هغه، چې سوله د عمل ډګر ته نه وي راوتلې او په ښکاره توګه یې د اعلان وخت نه وي را رسېدلی نو ښه خبره ده، چې دغه خبرې د پټو دروازو تر شا وشي څو د سولې د تړون ریښتینولي، موثریت او دوام له ځان سره و لري، څو د دواړو اړخونو تر منځ بېلتون پالو، شیطانانو او چغلي ګرو اشخاصو ته د سولې د خبرو د ماتولو فرصت په لاس ور نه شي.

همدارنګه د سولې مذاکرات په داسې ډول ترسره شي، چې د عدل پر بنسټ ولاړ وي، دواړو لوریو ته د منلو وړ او هېڅ لوری پکې ضرر و نه ویني.

خدای (ج) فرمایلي دي: (لا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَه أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاحٍ بَيْنَ النَّاس) النساء، ۱۱۴ آیت

ژباړه: په ډېرو پټو مشورو کې خیر نشته، مګر هغه مشوره، چې په صدقه ورکولو، نېک کار او سولې باندې امر کوي.

ورورګلوي او د سولې الهي امر:
مسلمانان د یو بل وروڼه دي، باید د وروڼو په څیر له یو بل سره ژوند وکړي، د وروڼو په څیر له یو بل سره د ژوند په هراړخیزو چارو کې چلند او په ټولنه کې د وروڼو په څیر له یو بل سره د راکړې ورکړې زمینه برابره کړي.

همدارنګه د مومنانو تر منځ سوله الهي امر دی کله، چې د دوی تر منځ خپګان، نزاع، اختلاف، لانجه جګړه او یا تاوتریخوالی پيښیږي نو باید، چې تر منځ یې سوله و شي او خپلمنځي مناسبات یې دوستانه شي.

خدای (ج) فرمایلي دي: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ) الحجرات، ۱۰ آیت
ژباړه: په تحقیق سره مومنان خو د یو او بل وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم او سوله وکړئ.

د مصلح لپاره لوی اجر
د جنجال د دواړو غاړو تر منځ مصلح یا سوله کوونکی شخص ته د خدای (جل جلاله) له لوري د لوی اجر وعده ورکړل شوې ده البته په هغه صورت کې، چې د سولې کولو نیت او عمل یې د خدای (جل جلاله) د رضا لپاره وي.

خدای (جل جلاله) فرمایلي دي: ( وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ الله فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً) النساء، ۱۱۴ آیت

ژباړه: او څوک، چې د الله (جل جلاله) د خوشالولو په خاطر داسې (د سولې په لاره کې هڅه) وکړي هغه ته به موږ لوی ثواب ور په برخه کړو.

همدارنګه د اسلام مبارک دين غوره فیصله کوونکي، ته په انعام کې دا زیر ورکوي چې دا ستا د ایمان نښه ده ، چې ستر پرودګار یې په خپل عظیم کتاب کې ، په وار وار سره یادونه او ټینګار کړی دی.

خدای (جل جلاله) فرمایلي دي:﴿ فَاتَّقُواْ الله (ج) وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ الله وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾ سورة الأنفال، ۱ آیت
ژباړه: له الله (ج) تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکې سمې کړئ او د الله (ج) او د هغه د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) اطاعت وکړئ که تاسو مومنان یاست.

خو ځينې وختونو کې جګړه بیا د سولې لپاره یوه اړتیا ګرځي:
عملي اخلاص ، چې هدف یې د تمدن سم دم نظام په پښو درول دي، یوه بېله فلسفه ده، چې په کې د خیالي خوندونو سامانونه لټول کومه ګټه نلري، لکه څرنګه چې طبابت د علم هدف د لذتونو او خوندونو لاسته راوړل نه بلکې د بدن اصلاح ده، هغه که په ترخو درملو وي او که په خوږو! دغسې د اخلاقو هدف هم د ذوق او نظر لذتونه او خوندونه نه، بلکې د نړۍ اصلاح ده، هغه که په سختۍ ترلاسه کیږي او که په نرمۍ !او دا خقیقت دی چې یو ریښتونی ، اخلاقي او مصلح انسان هېڅکله له تورې او قلم څخه یواځې یو نشي غوره کولای.

لکه څرنګه چې د قصاص قانون پر وګړو عملي کیدای شي ، پر ډلو هم د تطبیق وړ دی د وګړو په څیر ډلې او قومونه هم کله ناکله سرکښي کوي او لکه څرنګه چې وګړي د حرص او تمې د برلاسۍ پرمهال له خپلې پولې تېری کوي ، په ډلو او قومونو کې هم دا ډول اخلاقي ناروغي رامنځته کېدای شي .

وګړیزه او ټولنیزه فتنه چې د کیفیت له مخې ډېر لوی توپیر لري ، وګړیزه یې یو څه په اسانۍ مهار کیدلای شي ، خو د ډلو فتنه یو بې پایه کړاو دی، چې د بې شمېره انسانانو د زیان لامل ګرځي ، پوره ټبررونه یې له لاسه د آرام ژوند نشي تېرولای او د تمدن په ټول نظام کې ګډ وډي رامنځته کوي ، نو د داسې فتنې د رېښو ویستنه بې له دې چې د وینو ویالې وبهېږي امکان نلري.

د جګړې همدا اړتيا ده چې نړيوال قانون هم د جګړې اجازه کړې، يعنې د نړيوال قانون له نظره جګړه ځينو وختونو کې قانوني حيثيت لري.

په نننۍ نړۍ کې هغه هېوادونه چې زموږ د “روڼ‌اندو” “قبلې” ګرځېدلي، ډېری يې اتومي او کيمياوي وسلې لري. دوی خو ځانونه “سوله پال” هم بولي او له جګړې کرکه هم کوي، سره له دې چې د دغه ډول وسلو استعمال له بشريت سره خيانت دی، ځکه وچ و لامده ټول سوځوي، ماشوم و بوډا، بې ګناه و ګناهکار، ملکي و جنګيالي نه سره بېلوي او ټول وژني! بيا هم دوی له ځان سره دغه ډول وسلې لري او هره ورځ يې د لا ډېرولو په فکر وي! ولې دوی د بشريت د ساتنې په خاطر دا ټولې وسلې له منځه نه وړي؟!

امريکا، روس، چين، فرانسه، انګلستان… ټول دومره وسلې لري چې د ځان د فاع څه چې د ګاونډیانو دفاع هم پرې کولای شي، روس خو يو وار وويل چې داسې وسله لري چې ټوله نړۍ پرې تباه کولای شي!

همدا اړتيا ده چې اسلام مسلمان د تيارېدو امر کوي. قرآن وايي چې بايد د دوښمنانو د ډارولو او مخنيوي له پاره بايد مسلمانان وسلې ولري او تل تيار وي. د ځان تيارولو له پاره د وسلو لرل اساسي شرط دی. دا نه يوازې يوه مباح کار دی، بلکې اسلامي فريضه ده. اسلام وايي چې بايد تل د دوښمن په مقابل کې تيار اوسو، که يې قانون ماتاوه، بايد نه هېرېدونکی سبق ورکړل شي.

لکه څرنګه چې مخکې مو وويل چې نړيوال قانون هم اوس دا نظر منلی او دولتونو ته يې له ځانه د دفاع له پاره د پوځ او وسلې لرلو اجازه ورکړې او که پرې بريد کېږي له ځانه د دفاع حق لري.

همدا نن نړۍ د اتوم له برکته په سوله کې ژوند کوي. له هغې راهیسې چې اتوم منځ ته راغلی، د نړۍ د اتوم لرونکو هېوادونو ترمنځ سوله واکمنه ده. موږ د “اتومي سولې” په عصر کې اوسېږو.

خو زموږ ځينې ساده ګان او ځينې پردي پال “روڼ‌اندي” لا هم دا وايي چې موږ بايد له وسلې کرکه وکړو او قلم ته لاس وړاندې کړو، داسې نه وايي چې بايد وسله ولرو چې خپل قلم پرې وساتو!
ــــــــــــــــــــــــ
ماخذ:
 اسلام؛ د سولې او که د جنګ دين؟! – زاهد جلالي
 سوله په آیتونو کې ــ ګل آغا احمدي وردګ
 سوله د اسلام له نظره ــــ سیدالرحمن عابد

لیکوال : حضرت نبي « نبي زاده »

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب