شفتالو او روغتیایي ګټې يې

 

شفتالو چې علمي نوم یې Prunsu Persica او په انګلیسي کې ورته Peach وایي، میوه یې اوبه لرونکې، خوږه او د مېوې پوستکی یې ژېړ بخملي دی، په منځ کې یو زړی لري، چې د مېوې په واسطه احاطه شوی دی، زړی تریخ او د خوراک وړ نه دی .

شفتالو ډېره ښکلې او د ډېرو ښاخونو لرونکې ونه لري، چې د ونې لوړوالی یې ۵ مترو ته رسېږي، پاڼې یې اوږدې بیضوي ډوله، چې څنګونه یې ارې ته ورته شکل لري . سره او سپین ګلان لري، چې د پاڼو له غوړېدو مخکې راڅرګندېږي، په دې ترتیب ونې ته یوه ځانکړې ښکلا وربښي . له بده مرغه د شفتالو ونه ډېر دوام نه کوي او عمر یې ۱۵ تر ۲۰ کلونو پور دی، له دې مودې وروسته له منځه ځي .

د شفتالو د پیدایښت ځای په سمه توګه نه دی څرګند، خو د ځینو په باور دې ونې له ډېرې لرغونې زمانې راهیسې په چین هېواد کې شتون درلوده او له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړې ده .

په ټولیزه توګه، په نړۍ کې د کال ۷ میلیونه ټنه شفتالو تولیدېږي، چې د نړۍ تر ټولو ستر تولیدونکي هېوادونه یې عبارت دي له : چین، ایټالیا، امریکا، یونان، فرانسه، ایران، ترکیه، اسپانیا، چیلي او ارجنتاین .

شفتالو په طبیعي ډول سوړ مرطوب دی، چې په ترکیب کې یې د PP، B6، B2، B1، A او C پر ویټامینونو سر بېره، یوه لږه پیمانه پروټین او شحمیات هم لري .

معدني مالګې یې دادي : پوټاشیم، کلسیم، منګانیز، مګنیزیوم او، اوسپنه. شفتالو د ټولو انسانانو له پاره ښه دي، وینه له یوریک اسید څخه پاکوي. د ډیابټ ( شکرې ) ناروغانو ته هم شفتالو توصیه کېدای شي، د ینې د ناروغانو له پاره ګټور دی، یخ مزاجه وګړي باید د شفتالو په خوړو کې منځلاري واوسي، ځکه چې د اعصابو او د بدن د عمومي کمزورۍ لامل یې ګرځي او اشتها یې کموي، د دې نیمګړتیاو د لرې کولو له پاره یخ مزاجه وګړي له ګبینو یا زنجیبلو څخه ګټه اخیستلای شي . دغه راز دا میوه د ډېرو اوبو او پېچلو کاربوهایدریتونو د لرلو له کبله ورزشکارانو ته هم ډېره ګټه لري، ځکه چې د اوږدو تمریناتو له پاره یې بشپړه انرژي چمتو کوي .

د شفتالو مېوه نرم سلولوز لري، قندي او نشایستوي مواد یې په ډېرې آسانۍ هضمېږي، نو له دې امله له هرې معدې سره همغږي لري او په معده کې باد نه رامنځته کوي .

په هر ۱۰۰ ګرامه شفتالو کې لاندې مواد شتون لري :

۱ ـــ اوبه : ۸۸ ګرامه

۲ ـــ انرژي:  ۳۵ کالوري

۳ ـــ ویټامین بي یو:   ۰/۰۲ ملي ګرامه

۴ ـــ فاسفورس : ۱۷ ملي ګرامه

۵ ـــ ویټامین بي دوه  :  ۰/۰۵ ملي ګرامه

۶ ـــ پوتاشیم : ۲۰۰ ملي ګرامه

۷ ـــ ویټامین بي درې :  ۱ ملي ګرام

۸ ـــ کلسیم :   ۸ ملي ګرامه

۹ ـــ ویټامین سي  :  ۷ ملي ګرامه

۱۰ ـــ اوسپنه  :  ۰/۵ ملي ګرامه

۱۱ ـــ نشایسته  :  ۹ ګرامه

۱۲ ـــ ویټامین اې :  ۸۸۰ یونټه

۱۳ ـــ پروتین :  ۰/۹ ګرامه

۱۴ ـــ شحمیات :    ۰/۳ ګرامه

۱۵ ـــ فولاد :    ۰/۴ ملي ګرامه

۱۶ ـــ قندونه :     ۸/۴ ګرامه

۱۷ ـــ ویټامین جي :     ۸ ملي ګرامه

۱۸ ـــ کاربو هایډرېټ :     ۱۲ ګرامه

۱۹ ـــ فولیک اسید :   ۴ مایکرو ګرامه

۲۰ ـــ فیبر :    ۱/۵ ګرامه

شفتالو روغتیايي ګټې:

د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري شفتالو ډېر ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :

ـــ که چېرې له خام شفتالو څخه ګټه واخیستل شي، نو اشتها ډېروي .

ـــ د وینې د جوش، د صفرا جوش، درد او بواسیرو د مخنیوي له پاره په کار وړل کېږي .

ـــ تنده له منځه وړي .

ـــ د شفتالو ځوښه د بدن چنجیان وژني.

ـــ د شفتالو د زړي تېل د غوږونو درد له منځه وړي .

ـــ د شفتالو د زړي ژوول غاښونه تېره کوي.

ـــ د شفتالو د وچو پاڼو له لوګي څخه ماران تښتي.

ـــ شفتالو ډېر فاسفورس لري، نو له همدې امله د عصبي سیستم په ساتلو او د عصبي اختلالاتو په درملنه کې رغنده رول لوبوي .

ـــ شفتالو ډېرې اوبه لري، نو له همدې امله ادرار زیاتوي .

ـــ شفتالو کولمې وینځي او د غټې کولمې د موجي حرکتونو سبب ګرځي .

ـــ شفتالو د خولې بد بوی له منځه وړي .

ـــ شفتالو د بډوډو د تودوخې په راکمولو کې اغېزمن رول لوبوي .

ـــ شفتالو په ګرم مزاجه کسانو کې د جنسي ځواک د پیاوړتیا سبب کېږي .

ـــ شفتالو ښکلې مېوه ده او له هغه څخه کولای شو، چې د پوستکي په ښکلا او ځوانېدو کې ګټه واخلو، د دې کار له پاره شفتالو سپین کړئ او د خپل پوستکي پرمخ یې کېږدئ او ۲۰ دقیقې وروسته خپل پوستکی په اوبو ووینځئ .

ـــ د شفتالو اوبه امیندوارو ښځو له پاره ډېرې ګټورې دي، له امیندوارۍ څخه را پیدا شوې ستونزې، لکه د سهار له مخې ستړیا، له منځه وړي، که چېرې امیندوارې ښځې شفتالو وخوري او یا یې اوبه وڅکي نو اولاد به یې ډېر ښکلی وي .

ـــ د شفتالو دم کړی ګل یا پاڼه، توره ټوخله له منځه وړي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب