
سپېڅلي زړونه | د پند لنډه کیسه
دومره ریاله لرم، خپلي کورنۍ ته شپږ کمبلې اخلم، تر ټولو ارزان بیه کمبلې راکړه، دکاندار ورته کړه: چینایي کمبلې لرم، ښې ګرمي دي، یوه په 20 ریاله ده، که پنځه دانې اخلې یوه زیاته ورسره درکوم. غریب خوشاله شو، سل ریاله یې دکاندار ته ورکړل، هغه شپږ کمبلې ورکړې، غریب په خوشالي کمبلو ته اوږه ورکړه او ګړندی روان شو.
د دکاندار څنګ ته ناست کلیوال یې موضوع په هېښتيا څارله، دکاندار ته یې وویل: اوونۍ مخکې دې همدا کمبلې یوه دانه په 350 ریاله ماته راکړه او راته ویل دې دا تر ټولو ښې او ګران بیه کمبلې دي، له کلیوال سره څوک دومره زیاتی کوی لکه تا چې زما سره وکړ؟!!
دکاندار ورته وویل: ته باور وکړه دا هماغه کمبلې دي چې تا ته مې یوه دانه په 350 ریاله درکړې وه او په دې هم باور وکړه چې ستا نه مې یو ريال هم نه دی ګټلی، خو له دې سړي سره معامله مې له الله سره تجارت و، هغه حياناک غریب و، وړیا مې هم نسوي ورکولی، مال په خیرات به وشرميږي او درنښت به یې ټیټ شي، نو ځکه مې دا چل ورسره وکړ، په دې نیت چې د هغه اولاد له راروان یخ نه د ژغورلو په برکت، ګوندې ما الله د جهنم له اوره وساتی.