زغفران د هرې ناروغۍ درمل

زغفران د اقتصادي ارزښت له مخې په نړۍ کې د لوړ قيمت لرونکو کرنيزو محصولاتو له ډلې شمېر کېږي چې د نورو محصولاتو په شان په کيلو ګرام او ټنونو نه پلورل کېږي، بلکې په ګرام او مثقال يې پېر او پلور کېږي، زغفران په غالب ګمان د مديترانې شرقي سيمې نباتاتو له ډلې شمېرل کېږي چې له دې ځايه يې کرکيله افغانستان کې هم رواج پيدا کړی، خو د ترويج او پراختيا لپاره يې لومړنۍ هڅې ۳۰ کاله وړاندې پيل شوې، خو بدبختانه د کورنيو جګړو پرمهال نيمګړې پاتې شوه.

اوسمهال د يو کيلو زغفرانو بيه په نړيوالو بازارونو کې څلورو او دولسو زرو ډالرو ترمنځ ده، په لرغونې او اوسني وخت کې د زغفرانو اکثريت مقدار د غذاګانو او مشروباتو د خوند، رنګ او بوی په ښه کولو کې او همدارنګه د ماشومانو لپاره په خوراکي توکو جوړولو کې ترې استفاده کېږي.

د زغفرانو په اړه څيړنې ښيي، چې د مختلفو ويټامينونو او د بدن اړتيا وړ بېلابېل عناصر، منرالونه او شحمي مواد ولري او په درملنه کې يې اغېز مثبت دی.

د زغفرانو په استعمال سره عصبي هضمي او تنفسي سيستمونه د ځينو ناروغیو لکه د اعصابو کمزوري، خستګي، درد، بې خوبي، کم خوراکي او تنفسي ګډوډي ورسره له منځه ځي. همدارنګه د پښتورګو او مثانې تېږي، د سرخکانو، د تبې، زيړي، د زړه د لويوالي، د توري لويوالي، شکر او پوستکي زيړ زخم، د سترګو خارښت، د کلمو د درد او همدا ډول خوني اسهال، غضلاتي دردونه او سرطاني ناروغيو لپاره په درملو کې ترې ګټه اخستل کېږي. د ليدو او اورېدو پیاوړتيا هم ډېروي، او هغوي چې د زړه له رنځه ځوريږي د زغفرانو د استعمال توصيه ورته کېږي.

د زغفرانو د حاصل ټولولو پرمهال بايد هڅه وشي څو (Stigma) برخه ميده نه شي، که چېرې ميده شي نو خپل لوړ ارزښت له لاسه ورکوي.

د يو کيلو وچ زغفران د لاسته راوړلو لپاره (۵۰۰۰۰) تازه ګلانو ته اړتيا ده او د دې شمېر پوره کولو تکليف يوازې بزګر ته معلوم دي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب