
سره انګور د وينې غوړ “کوليسټرول” کموي
طبي کارپوهان وايي، چې د سرو انګورو خوراک او جوس څښل د وينې غوړ “کوليسټرول” کموي.
هسپانيا کې د کوليسټرول پر مريضانو د تحقيق څخه وروسته څرګندونې ښيې، چې هره ورځ يو ګيلاس د سرو انګورو جوس يا په همدې کچه سره انګور خوړل د وينې غوړ کموي او په وينه کې هغه زهرجن مواد هم وژني، چې د زړه د مرض لامل ګرځي.
کارپوهان وايي، چې سرو انګورو کې داسې قدرتي مواد موجود دي، چې د غذاييت سربېره د ډېر مرضونو سره د مقاومت قوت هم لري.