سخاوت او ورکړه – نبوي اخلاق

درسول الله صلی الله عليه وسلم   سخاوت:

حضرت ابن عباس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم   دنيكۍ  په كارونوكې ترهرچازيات سخي و اوچې په رمضان كې به يې جبرائل عليه السلام  سره دقرآن کريم دورکاوه بياخوبه له هغې هوانه هم چې هرچاته ګټه رسوي، زيات سخي و(۲)

جابربن عبدالله رضي الله عنه  وايي: داسې هيڅ وخت نه دي شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم   نه چاڅه غوښتي وي اوهغه صلی الله عليه وسلم  (نه!)ورته ويلي وي (۳)

ابواُسيد رضي الله عنه  وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم   نه به چې دهرشي غوښتنه وشوه نه به يې منعكاوه (۴)

حضرت علي  رضي الله عنه وايي: كه به چا له رسول الله صلی الله عليه وسلم   نه څه وغوښتل اودهغه صلی الله عليه وسلم  به دوركړواراده وه؛ نو(هو!) به يې ورته ويل او كه به يې ارا ده نه وه؛ نوچپ به شواو (نه!) به يې چاته نه ويل(۵)

ربيع بنت معوذبن عفراء رضي الله عنها  وايي: پلارمې په كاسه كې يوه پيمانه كجورې اودخټكي يوڅوترې راكړې وېل دارسول الله صلی الله عليه وسلم   ته يوسه، درسول الله صلی الله عليه وسلم   خټكي ډېرخوښيدل، زه چې ورغلم دغه وخت رسول الله صلی الله عليه وسلم   ته چاله بحرين نه يوڅه زر راوړي و رسول الله صلی الله عليه وسلم   لاس کړاوماته يې دومره راكړل چې دواړه لاسونه مې ترې ډك شول(۱)

دامام احمد رحمه الله  په يوروايت كې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم   راته وويل: دازر  وكاروه اوځا ن پرې ښائسته كړه

ام سنبله رضي الله عنها  رسول الله صلی الله عليه وسلم   ته په تحفه كې څه راوړل؛ نو درسول الله صلی الله عليه وسلم   بيبيانويې له اخيستو انكاروكړرسول الله صلی الله عليه وسلم   ورته وويل: وايې خلئ!  بيايې ام سنبله رضي الله عنها  ته هغه ځمكه وركړه چې يووخت بياعبدالله بن جحش رضي الله عنه  له حسن بن علي رضي الله عنه  نه په بيه واخيسته (۲)

دمال خرڅ كولوترعنوان لاندې درسول الله صلی الله عليه وسلم   دسخاوت ډيرې كيسې تيرې شوي دي.

دصحابه ووسخاوت :

ابن عمر رضي الله عنه  وايي: يوې ميرينې يوه ټوټه راوړه اورسول الله صلی الله عليه وسلم   ته يې وويل: يارسول الله! مانيت كړى دى چې داټوټه به هغه چاته وركوم چې ترټولوعربوډېرسخي وي، سعيدبن عاص رضي الله عنه  مخامخ ولاړو؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم   ورته وويل: دغه ځوان ته يې وركړه!بيابه هماغه ډول جاموته “سعيدي جامې” ويل كيدې (۳)

ايثاراوقرباني

ابن عمر رضي الله عنه وايي:يووخت داسې وچې مونږ به ديناراودرهمونه له يومسلمان ورورنه غوره نه ګڼل؛ خو اوس داسې وخت دى چې خلك ديناراودرهم له خپل مسلمان ورورنه غوره بولي(۴)


۲: اخرجه الشيخان كذا في الصفوة   ۱/۶۹  واخرجه ابن سعد  ۲/۱۹۵  عنه نحوه

۳ : اخرجه الشيخان كذافي البدايه ۶/۴۳

۴  : عنداحمدفي حديث طويل عن عبدالله بن ابى بكر

۵ : عندالطبرانى في الاوسط في حديث طويل قال الهيثمي  ۹/۱۳  وفيه محمدبن كثيرالكوفي وهو ضعيف

۱: اخرجه الطبرانى قال الهيثمي  ۹/۱۳  واسنادهماحسن واخرجه الترمذي عن الربيع مختصرا كمافي البدايه   ۶/۵۶

۲ : اخرجه الطبرانى في الاسط قال الهيثمي  ۹/۱۴  وفيه عمروبن قيرى ولم اعرفه وبقية رجاله ثقات

۳ : اخرجه الزبيربن بكاروابن غساكركذافي المنتخب  ۵/۸۹

۴ : اخرجه الطبرانى قال الهيثمي ۱۰/۱۸۵  رواه الطبرانى باسانيد بعضها حسن

ژباړه: عبدالحق حماد

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب