د الله شکر | حدیثونه

ابو امامه باهلي رضی الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وېلي: زما په دوستانو کې  د سيالي وړ هغه مسلمان دی چې پېټی (مال او دولت) يې لږ  وي ، او د لمانځه پانګه يې زياته وي، د الله جل جلاله  عبادت په ښه توګه کوي، په پټه هم د الله پر لاره ځي، په خلکو کې نه خو لوړ نوم لري او نه هم په ګوتو اشارې ورته کيږي، روزي يې يواځې د ورځني لګښت لپاره پوره وي او هغه پرهمدومره روزي صبر کوي. اوبيا رسول الله صلى الله عليه وسلم  لاسونه ټک وهل، او ويې وېل: مرګ يې رانږدې وي، ژړا کوونکي يې کم ، او ميرات يې لږ وي.

او په بل روايت کې راغلي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: ماته د الله جل جلاله  له لوري وړانديز وشو چې د مکې غرونه به درته سره زر کړو. خو ما ورته ووېل: نه ربه! زه غواړم چې يوه ورځ په  مړه  او بله  په لوږه تېره کړم،( درې ياتر درې ځله زيات يې دا خبره وکړه) خو ماووېل: کله چې وږی شم نو تاته به زارۍ کوم او تابه يادوم، او کله چې بيا موړ شم نو ستا شکر او ستاينه به کوم.

[irp][irp]

معاذ بن جبل رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم تر لاس ونيولم او راته يې ووېل: ای معاذه ! قسم په الله چې زه له تاسره مينه لرم. قسم په الله چې زه له تاسره مينه لرم. ، او دا درته وايم: چې هيڅکله له لمانځه وروسته دا دعاء مه هېروه: اللّهمّ أعنّي على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك.

ژباړه: ای الله! ستا د ذکر ، شکر او ښه عبادت توفيق راکړې.

ابو هريره رضی الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي: بې روژې شکر کوونکي ته د صبر کوونکي روژتي ثواب ورکول کيږي.

ابو درداء رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وېلي: الله جل جلاله  عيسی عليه السلام ته وېلي: له تا وروسته داسې امت پيداکوم چې کله يې د خوښې کار وشي  د الله جل جلاله ستاينه او شکر باسي، او که له کومې ناخوالې سره مخ شي نو بيا پر زړه زور راولي او صبر کوي. هغوی نه خو خپله نرمي او نه هم پوهه لري . عيسی عليه السلام وپوښتل: هغوی چې پوهه او نرمي نه لري نو څنګه به د دومره ښه  اخلاقو څښتنان وي ؟ الله جل جلاله  په ځواب کې وايي: هغوی ته زه له خپل حلم او علم څخه برخه ورکوم.

انس بن مالک رضی الله عنه وايي: يو سړی و چې کله به هم رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره مخ شو نو پوښتنه به يې ترې وکړه : فلانيه څنګه يې؟ هغه به په ځواب کې ووېل: ښه يم الحمد لله، رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورته وويل: الله جل جلاله  دې په خير لره. يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره مخ شو او ويې پوښت: فلانيه ! څنګه يې؟ هغه وويل: ښه يم ، که شکر وباسم. رسول الله صلى الله عليه وسلم پټه خوله شو. سړي وويل: يا رسول الله! نورو ورځو به دې له پوښتنې وروسته راته ويل: الله دې په خير لره؛ خو نن دې څه ونه ويل، رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته وويل: نورو ورځو کې چې به مې پوښتنه درڅخه وکړه تابه ويل: ښه يم الحمد لله ؛ نو ځکه به ما درته ووېل: چې الله دې په خير لره؛ خو نن ته شکمن وې او وېل دې که شکر وباسم؛ نو په خير يم، ځکه ما هم څه ونه ويل.

[irp][irp]

ابوهريره رضی الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وېلي: يو سړی پرلاره روان و چې ډېر تږی شو ، يوه څاه (کوهي) ته ورکوز شو اوبه يې وڅښلې، کله چې بېرته راوخوت. نو يو سپی يې وليد چې له تندې څخه لندې خټې خوري، سړي له ځان سره ووېل: دا خوارکی هم د تندې له لاسه هغه ځای ته رسېدلی لکه چې زه وم. څا ته کوز شو خپله پڼه يې له اوبو ډکه او په خوله کې يې ونيوله راوخوت سپی يې اوبه کړ، او د الله جل جلاله  شکر يې اداء کړ الله جل جلاله  هغه ته بښنه وکړه، صحابه کرامو وپوښتل : يا رسول الله !  ايا موږ ته له  څارويو سره په ښېګڼه کې هم ثواب شته ؟  رسول الله صلى الله عليه وسلم ووېل: هو! په هره لمده يينه کې ثواب شته .

صهب رومي رضی الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وېلي : د مؤمن حال ته حيراني ده چې ټول سره ګټه ګټه ده. او دا نېکمرغي له مؤمن پرته د بل چا نه ده په برخه شوې ، مؤمن ته که خوشالي راشي شکر باسي چې هغه يې ګټه ده. او که زيان ورته ورسيږي صبر کوي بيا يې هم ګټه ده.

ابوهريره رضی الله عنه وايي: څوک چې د خلکو شکر نه اداء کوي هغه د خدای شکر هم نه شي اداء کولای.

اسامه بن زيد رضی الله عنهما وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وېلي: له چا سره چې ښېګڼه وشي او دی يې په بدل کې ((جزاك الله خيرا)) ووايي: نو دې سړي ډېره ښه بدله ورکړه.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب