ستاسو تر ټولو بد دښمن

نو موږ مسلمانان چې په الله جل جلاله، د اخيرت په ورځ او د الله جل جلاله په پيغمبر ايمان او باور لرو بايد خپلې خبرې تل په (بسم الله الرحمن الرحيم) پيل کړو. او هر کار د کولو لپاره ان شاالله و وايو، او کله چې د کومک اړتيا احساس کړو نو بيا له شيطان څخه د ځان د ژغورلو لپاره بايد اعوذ بالله من الشيطان الرجيم و وايو.

 

ليکنه: ادريس توفيق، لندن
ژباړه: فضل الرحمن مظهري

آيا دا څرګنده خبره نه ده؟ چې موږ ډېر ځلي زيات خلک او حتى د څه وخت لپاره خپل ځان دوکه کولى شو خو الله جلاله هيڅ کله دوکه کيږي نه، دا مهمه نه ده چې موږ ځان او يا خلک څومره دوکه کوو خو هغه څوک چې موږ يي پيدا کړي يو هيڅ کله نه دوکه کيږي دا ځکه چې الله جل جلاله د ونې د هرې پاڼې په را لويدو خبريږي او د هر انسان د سر هر ويښته حسابولى شي. خلک شايد موږ ته په تقوادار، محتاط، مهربان او سپيڅلي انسان قايل وي خو موږ په خپله کينه او تنبلي چې موږ له ښو کارونو څخه منعه کوي پوهيږو، موږ په خپل غيبت او بدګوماني هم پوهيږو، خو الله جل جلاله تر موږ زيات په هر څه له پوهيدو سره سره په موږ مهربان دى او موږ د نيکي لوري ته ور غواړي.په سپېڅلي قران کې موږ لولو:

[قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ (1) مَلِكِ النَّاسِ (2) إِلَهِ النَّاسِ (3) مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ (4) الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ (5) مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ (6)] و وايه زه پناه ور وړم د انسانانو رب ته. د انسانانو باچا ته. د انسانانو حقيقي معبود ته. د هغه وسوسه اچوونکي له شر څخه چې په وارو وارو ځي راځي. هغه چې د خلکو په زړونو کې وسوسې اچوي. که هغه له پيريانو څخه وي که له انسانانو څخه.دا شايد هيښونکي نه وي چې دا خو د قران کريم وروستى ايت شريف دى ځکه که موږ د اسلام تاريخ له پيله تر اوسه وګورو نو د الله جل جلاله کتاب د پيړيو پيړيو له تېريدو سره سره له همغو هڅونو، د انسان لپاره له ښو لارښوونو، مشورو او خبرتياوو سره ثاپت پاتي دى. الله جل جلاله په خپل کتاب کې موږ ته د ظآلم او شرير شيطان په اړه د پوهيدلو اختار را کوي، او وايي چې د هغه خبرو ته په غوږ نيولو سره ستاسي پر سر د کور بام را نړيږي او د هغه د لارې په تعقيبولو ستاسي ټول نيک کارونه له منځه ځي.

شيطان زموږ تر ټول بد دښمن

څومره چې موږ تقوا او ښه کارونه کوو الله جلا جلاله موږ هڅوي او ځان ته مو نيږدې کوي، الله جلا جلاله هميشه موږ ته عفوه کوي، زموږ ګناهونه بښي او يو په بل پسې د دې فرصتونه راکوي تر څو غوره مسلمان و اوسو. خو شيطان په بل عبارت هميشه د هغه خلاف وي، که موږ د هيڅ شي په اړه خواشيني نه يو هم موږ خواشيني کوي. هغه موږ په هر ښه کار کې شکاکي کوي او موږ د تيرو پيښو په اړه که هغه هر څه وي فکر کولو ته اړباسي. تر څو زموږ په نظر کې سترې ناخوالې کوچنۍ کړي.
کله چې موږ يوازې يو شيطان هڅه کوي چې موږ ناوړه کار ته وهڅوي. هغه موږ ته وايي چې پنځه دقيقې نور هم په بستره کې پاتې شه خير دى لمونځ نه قضا کيږي چې په دې سره موږ د سهار لمونځ قضا کوو. هغه موږ هڅوي تر څو په خپلو ملګرو بد ګومانه شو او هغوى ته دروغ و وايو، هغه موږ له نا محرمو سره خبرو کولو ته هڅوي چې هيڅ فايده هم ورباندې مرتبه نه ده بلکې يوازې وخت ضايع کول دي. نو رښتيا هم شيطان زموږ تر ټولو بد دښمن دى ځکه موږ له خپل مسلمان ورور سره ټګي کولو او د هغه دوکه کولو ته هڅوي.
د هغه دښمن مقابله کول چې موږ يي وينو ډيره اسانه ده، ځکه موږ هغه وينو، څېره يي پيژنو او له هغه سره د مقابلې کولو لارې هم لټولى شو کټ مټ لکه عسکر چې د خپل دښمن لپاره تيارى نيسي موږ هم د هغه دښمن لپاره چې موږ يي وينو تيارى نيولى شو خو د هغه دښمن مقابله کول چې موږ يي نه وينو ګران کار دى، چې شيطان په دې برخه کې ډېر څالاک دى ځکه هغه موږ په اصطلاح تر خوږ ګوته نيسي. که الله جل جلاله موږ ته ښه څيره راکړي وي شيطان موږ هڅوي تر څو موږ په خپله څيره و نازيږو او په دې اړه بې تفاوته شو چې موږ خپله څيره د ناوړه کار لپاره کاروو او هغه يوازې د خلکو د را جلبولو لپاره کاروو. که الله جل جلاله موږ ځيرک پيدا کړي يو موږ په خپله ځيرکتيا مغروره کيږو او وايو چې زه څومره ځيرک يم او که موږ قوي يو خپله ځواکمنتيا د نورو د ځورولو لپاره کاروو.

له شيطان سره د مقابلې يوه هڅه

شيطان موږ يوازې دې ته نه هڅوي چې په نيکو کارونو کې سوست و اوسو او په بدو کې تيز بلکې هغه موږ ته دروغ هم وايي. دى موږ ته په ذهن کې راکوي چې موږ دومره تکړه نه يو چې موږ دې د اسلام لوړې موخې تر لاسه کړو نو ولي ځان په تکليف کې واچوو ، هغه موږ د هر ښه کار په اړه پوښتنو ته هڅوي او موږ د خپل ځان په اړه بدګومانۍ ته هڅو تر څو له ځان سره فکر وکړو چې موږ بد يو، موږ د کار نه يو، موږ احمقان يو، هر څوک مو بد ايسو او داسې نور…شيطان يوازې په پټ او مستقيم ډول زموږ په زړونو کې بدګوماني نه پيدا کوي بلکې هغه د نورو خلکو په غوږ کې هم ورکوي چې زموږ د بد ګوماني هڅه وکړي، حتى زموږ ښه ملګري هڅو تر څو په موږ ناوړه کار تر سره کړي. په دې سړى بد نه ښکاري چې ملګرى پريږدې او د لمانحه لپاره وختي ترې روان شي کله چې هغوى موږ په دوکان کې د نيم ساعت کيناستلو لپاره ځنډوي چې په دې سره د ماسپښين لمونځ په جمعه ونه شو کړاى. که څه هم زموږ واليدين په انديښنه کې وي چې موږ په ټاکلي وخت کور ته ولاړ نه شو خو موږ هغه وخت د ارام احساس کوو چې ملګري را ته وايي لږ وځنډيږه. ملګري موږ له ناوړه خلکو سره کيناستلو ته هڅوي تر څو موسيقي واورو او د يو ځل لپاره حتى که حرام هم وي هغه کار تر سره کړو چې ملګري يي راته د کولو وايي. او شيطان تر دې حده زموږ سره دښمني کوي چې د بل دين پيروانو ته هم وايي اسلام ښه دين نه دى او اسلام يوازې د جنګ جګړو دين دى او بس.

مسلمان بايد الله جل جلاله ته پنا يوسي

له دې هر څه سره سره دا هم بايد هير نه کړو چې هر څه د الله جل جلاله په اختيار کې دي، او د شيطان کړني او لارښوونې هغه وخت اثر لري چې له الله پرته د شيطان هڅونو ته مايل شو. په دنيا کې هيڅ داسې طاقت نشته چې موږ ته زيان ورسوي پرته له الله څخه ځکه اسمانونه، ځمکه او د ځمکې او اسمان تر منځ چې هر څه دي الله جل جلاله پيدا کړي، د هغه د طاقت په مقابل کې بل هر طاقت ناقص دى، او بايد هيڅکله هير نه کړو چې موږ هر نيک کار کوو د هغه اجر الله جل جلاله راکوي او هيڅوک موږ ته تکليف نه شي رسولى. نو موږ مسلمانان چې په الله جل جلاله، د اخيرت په ورځ او د الله جل جلاله په پيغمبر ايمان او باور لرو بايد خپلې خبرې تل په (بسم الله الرحمن الرحيم) پيل کړو. او هر کار د کولو لپاره ان شاالله و وايو، او کله چې د کومک اړتيا احساس کړو نو بيا له شيطان څخه د ځان د ژغورلو لپاره بايد اعوذ بالله من الشيطان الرجيم و وايو.

اسلام ډېر معقول دين دى، او الله جل جلاله هيڅکله پر موږ فشار نه راوړي چې موږ دې له شيطان سره پرته له کوم معنوي ځواک څخه مقابله وکړو، خو په دې پوهيدل چې شيطان پرته له خبرو او شرارت څخه بل هيڅ نه دى، هغه ته د ماتې ورکولو يوه بله لاره ده. پنځه وخته لمونځ په پوره پابندي سره کول او د نبي کريم صلى الله عليه وسلم په لارښونو عمل کولو سره د شيطان د ناوړه هڅونو مقابله کولى شو، له تقواداره ملګرو سره په يوځاى کيدلو او د هوښيارانو خبرو ته په غوږ نيولو سره د خپلو کمزوريو مقابله هم کولى شو. دا بايد په ياد ولرو چې د روژې د مبارکه مياشتې په برکت موږ د خپل نفس کنترولول زده کوو او په دې پوهيږو چې نفس موږ نه شي کنترولولى. له الله جل جلاله سره اړيکه ټينګول د ريښتيني قوت تر لاسه کولو ښه لار ده، او کله چې موږ الله ته نيږدې کيږو هغه وخت هيڅوک پر موږ برى نه شي موندلى حتى تر دې چې زموږ د تر ټولو بد دښمن چلونه هم څه نه شي کولى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب