زکات څه شی دی؟
د زکات تعریف:
زكات په لغت کې پاكي ته وايي نو زكات ته هم ځكه زكات وايي چې په وركولو سره يې پاتې مال او شتمني پاكېږي، او ياهم زكات زياتوالي ته ويل كيږي نو زكات ته هم ځكه زكات وايي چې دالله تعالى له لورې دفرض كړای شوې برخې په وركولو سره دمال نوره برخه زياتيږي .