آيا د کور لپاره پر ساتلې ځمکه زکات شته؟

ما دری کاله مخکې په کندهار نوی عینو مینه کی د خپل ځان لپاره د کور جوړولو په موخه یوه نمره ځمکه را ونیوله خو وروسته می په کندهار ښار کی یوه بله نمره ځمکه را ونيوله او کور می پری جوړ کړ ځکه چی نوې عینو مینه دښته وه او نور کورونه هلته نه وه جوړ سوی او اوس هم دښته ده ، د عینو مینی ځمکه اوس هم را سره سته پوښتنه می دا ده چی په نوموړی ځمکه زکات راځي که نه؟

ده یا دونی وړ ده چی نوموړی ځمکه اوس ما د کوم مشخص هدف لپاره نه ده پری ایښی که مجبور سوم کیدای سی خرڅه یی کړم او که مجبور نه سوم نو کیدای سی کور پری جوړ کړم.

مننه

ځواب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هغه کور او سرای چې د اوسیدلو لپاره وي، په هغه زکات نه شته، همدا راز هغه کور یا سرای چې د کرایې لپاره وي، پر هغه هم زکات نه شته، بلکې د هغه نه چې کومه کرایه لاس ته راځي، هغه چې کله نصاب ته ورسیږي، او کال پرې واوړي دهغه زکات به ورکوي.
خو کوم کور یا دکان یا زمکه چې دخرڅولو لپاره وي، د هغو زکات به دهغه له قیمت نه ورکول کیږي، او هرکال به په بازار کې هغه قیمت کوي او دهمغه کال دقیمت مطابق به زکات ورکوي او که چېرې نغدې پېسې نه لري او هغه کور هم د تاوان له ویرې نه شي خرڅولای، نو کله چې پېسې په لاس ورغللې د څو تیرو کلونو زکات دې ورکړي او یايې چې کله کور خرڅ کړ بیا دې د تیرو ټولو کلونو زکات ورکړي.
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب