غواړم کوچني قرآن نه ځان ته تعویذ جوړ کړم، حکم؟

اوس ډیرکوچني قرآن شریفونه شته نو زه غواړم چې ترینه دښي لاس پر مټ دتړلو تعویذ جوړ کړم اودچرم په پوښ کې یې وټومبم ځکه یومشکل لرم دهغه دحل لپاره نوستا د محترم حضور څخه هیله لرم چې په هکله یی راته لازمه لارښوونه وکړﺉ .
په اسلامی امت مین
حسن الله

ځواب :مولوي امین الله ازره وال

بسم الله الرحمن الرحيم

دپوښتنې په ځواب کې بايد ووايم چې دقرانکريم يو آیت شريف اوټول قرانکريم په دې هکله يو حکم لري

دداسې مشکلاتو پر مهال بايد سړی دعاګانې وکړي صدقې اوخیراتونه وکړي چې ترڅو يې الله پاک شرعي حاجتونه پوره کړي دا خواصلي خبره اوټول پکې سره متفق دي ، بل دقرآن زیات تلاوت وکړي ددې لپاره چې قرآن په اصل کې دخلکو دهدایت لپاره را آستول شوي او باید عمل پرې وشي نه ددې لپاره چې په پوښونو کې ونغاړل شي او یا په غاړه کې واچول شي .

پاتې شوه دتعويذونو خبره چې هغه په لاندې ډول ده:

لومړی تعويذونه په دوه ډوله دي:

اول: شرکي تعويذونه، تمایم او دمونه .

دوهم شرعي دمونه اوتعويذونه.

په اول ډول کې خو اتفاق دی چې ناروا اوحرام دي .

په دوهم ډول کې اختلاف دی ، خو راجح قول دادی چې دا ډول تعويذونه روا دي خو دخپلو شرايطو مطابق ، په دې هکله په ردالمحتار چې په حنفي مذهب کې مشهور ترين کتاب دی داسې راغلي دي:

قوله ( التميمة المكروهة ) أقول : (الذي رأيته في المجتبى التميمة المكروهة ما كان بغير القرآن

وقيل هي الخرزة التي تعلقها الجاهلية) اه

(هغه تمیمة چې حرامه اومکروهه ده) دهغې په اړه زه هغه خبره کوم چې ماپه  (المجتبی ) نامې کتاب کې لیدلي دي هغه داده چې مکروه اوحرامه تمیمه هغه ده چې پرته له قرانکريم څخه وي (چې دقران خلاف وي) اوچا ويلي دي تمیمه هغه مرۍ دي چې دجاهليت په زمانه کې به خلکو په غاړه کې اچولې .

وفي المغرب وبعضهم يتوهم أن المعاذات هي التمائم وليس كذلك إنما التميمة الخرزة ولا بأس بالمعاذات إذا كتب فيها القرآن أو أسماء الله تعالى .

اوپه المغرب چې دلغت منلی شوی کتاب دی په هغه کې داسې راغلي : چې ځيې خلک وهم اوخیال کوي چې همدا تعويذونه له تمایمو څخه عبارت دي اوحال داچې داسمه خبره نه ده په حقیقت کې (التمیمة) له مريو څخه عبارت دي شرعي دمونه چې دقرانکريم په اياتونو او دالله تعالی په نومونو باندې مشتمل وي باک نه لري.

وقالوا وإنما تكره العوذة إذا كانت لغير لسان العرب ولا يدري ما هو ولعله يدخله سحر أو كفر أو غير ذلك وأما ما كان من القرآن أو شيء من الدعوات فلا بأس به اه

وفي الشلبي عن ابن الأثير التمائم جمع تميمة وهي خرزات كانت العرب تعلقها على أولادهم يتقون بها العين في زعمهم فأبطلها الإسلام

اوبل فقهاوو ويلي دي چې هغه تعویذونه منع دي چې پرته له عربي ژبې په نورو داسې  ژبو باندې وي

چې سړی ورباندې نه پوهيږي چې څه يې پکې ليکلي دي ؟ کیدای شي دسحر ،کفري خبرې اوداسې نور شیان  پکې موجود وي. البته دقرانکريم آياتونه اوغوره دعاګانې  کوم باک نلري.

ابن الاثير چې دغريب الحدیث ستر امام دای داسې وايي:چې تمايم دتمیمة جمع ده چې په حقيقت هغه مری دي چې عربو به دجاهليت په زمانه کې په خپلو اولادونو باندې راځړولې چې ددوی دګومان مطابق په دې کارسره دبدنظر مخه نیول کيږي کله چې اسلام راغی دانظريه باطله وګرځوله.

له پوتنۍ څېړنې څخه په ډاګه شوه چې په کومو احاديثوکې چې دتمیمه لفظ راغلی دی له هغه څخه هغه مرۍ اویا هغه بندونه مرادي چې دجاهلیت په وخت کې خلکو په غاړوکې اچول اوبل پلوته هغه تعويذونه يې هم مصداق دي چې په غیر شرعي الفاظوباندې مشتمل وي اوياهسې بې معنا دمنترونواوکوډوالفاظ وي اویاداچې تعويذ مؤثر حقيقي وګڼي اوتقديربدلونکی يې وبولي. له قراني آیاتونو،ماثورو دعاګانو او دالله تعالی نومونو اوصفاتو څخه چې تعویذ جوړشي باک نلري،خوبايد چې آداب  اوشرایط يې په نظرکې وساتي چې ځينې يې په لاندې توګه دي:

اول: مؤثر حقيقي به الله تعالی ګڼي.

دوهم: ښه پوښ به ورکوي .

دريم: دقضايې حاجت لپاره  چې کله ځي نو په پاک ځای کې به يې ږدي اوهلته به يې ځان سره نه وړي.

څلورم: دبې اودسۍ او جنابت په حالت کې به يې له ځان څخه لرې کوي

پنځم: تعویذبه يواځې یوه شرعي وسیله ګڼي لکه نور وسايل چې خلک ترې ګټه پورته کوي خو له تعویذ نه بهتر هغه مسنونه دعاګانې دي چې له رسول صلی الله علیه وسلم نه په احادیثو کې رانقل شوي او انسان باید همیشه هغه دعاګانې ووایي .

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب