د وزن کمولو لپاره دغه خواړه مه خورئ

۱- پنېر: د پنېر يو وخت خوراک په وجود کې ۶۹ کالوري انرژي توليدوي. دغه راز پنېر په خپل ترکیب کې پروټین، کلسیم، غوړ او سالم کلېسټرول لري چې له چاغوالي سره مرسته کوي.

۲- مکروني: مکروني د انرژۍ او کاربوهایدريتونو اصلي سرچینه ده چې تر ټولو ښه خواړه هم بلل کېږي، خو پام مو وي چې وزن زیاتوي.

۳- کېله: یوه کېله په خپل ترکیب کې ۱۰۰ کالوري انرژي لري، دغه راز کېله د کاربوهایدريتونو او مغذي موادو سرچینه هم ده چې په اسانۍ سره د وزن د زیاتېدو لامل کېږي.

۴- د چرګ سینه: د چرګ سینه د سالمې غوښې په ډله کې راځي، غوړ نه لري او د ۷۸ کالوري په اندازه انرژي لري چې د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

۵- کچالو: کچالو د کاربوهایدريتونو او نشایستې سرچینه بلل کېږي. کباب شوي او سره کړي یې دواړه د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

دا هغه خواړه دي چې روغ انسان یې وخوري، د وخت په تېرېدو سره یې د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب