د امروت روغتیايي خواص

امروت هغه مېوه چې له ښکلي خوند سره سره د ويټامینونو او معدني موادو بډایه شرچینه هم بلل کېږي. د امروتو خوړل په اوړي کې د دې لپاره ګټور دي چې هم د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کوي او هم د زیاتې تندې مخه نیسي.
امروت له ۷۶ نیولې تر ۸۳ سلنه اوبه او له شپږو تر ۱۲ سلنه قندي مواد لري. په امروتو کې د اسید کچه یو یا دوه سلنه ده چې مالیک سیتریک، تانن، پکتین، انورتین او اسپاراژین یې معلوم اسیدونه دي.
امروت د ويټامین (A,B1, B2, C) او دغه راز د معدني موادو لکه فاسفر، سوډیم، کلسیم، مګنيزیم، ګوګرد، پوتاشیم، مس، اوسپنه، منګنیز او نور تر ټولو ښه زېرمه بلل کېږي.
د امروتو د ونې پوستکی د قبض لپاره ګټور دی؛ دغه راز که د امروتو د ونې پوستکی و اېشول شي، د بډوډو، مثانې ډبرې له منځه وړي او ادرار زیاتوي.
د امروتو د ونې پاڼې هم بې ګټې نه دي؛ د یادې مېوې ونې اېشول شوې پاڼې کولی شي له مثانې څخه بډوډو ته غځېدلې لاره له هر ډول ميکربونو څخه پاک کړي.
د خامو امروتو په خوړلو کې باید زیاتی ونه شي؛ ځکه پر معدې فشار راوړي، خو د پخو امروتو خوړل نه یوازې د معدې لپاره ګټور دي، بلکې نور ګڼې ګټې هم لري.
که څه هم چې امروت د امیدوارو مېرمنو لپاره ښه مېوه بلل شوې ده، د هغو کسانو لپاره هم د پام وړ ګټه رسوي چې د وینې له کمښت سره مخ وي.
د امروتو ونه له لسو نیولې تر ۲۰ مترو پورې جګوالی، اوږدې رېښې او ساده پاڼې لري، مېوه یې مخروط ته ورته او غوښینه ده.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب