زينب كبرى (رض)

زينب د جحش الاسديه لورد قريشو د ازادو ميرمنو څخه شميرل كيده  او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ترور ( عمه ) لور او د مكې په ښځو كې ښايسته او ښكلې ښځه وه. دا ميرمن د حسب او نسب له مخې د لوړې مرتبې ښځه وه. د جاهليت په زمانه كې  حسب او نسب ډير زيات ارزښت درلوده. ځكه چې عربو دا يو ستر وياړ ، عزت او شرافت ګڼلو او د داسې خلكو لپاره دا ډير ستر شرم او ننګ ګڼل كيده چې د د خپلې لور يا ځوى واده د داسې چاسره وكړي چې له هغوى نه په حسب او نسب كې ښكته او ټيټ وي.  هغوى په دې ډير وړې خبرې هم په نظر كې نيولې.  او دا يې په ذهن كې هم نه ګرځيدل چې يوه ازاده او د حسب او نسب ښځه دې د يو غلام سره واده وكړي. دغه كار د هغوى له نظره غټه ګناه وه. دغه قوم ته اسلام په خپل تلپاتې رسالت سره روښانه كړه چې : ان اكرمكم عندالله اتقاكم (سورة الحجرات) ژباړه: بيشكه عزتمند په تاسو كې پرهيزګاران خلك دي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم په ډير غوڅ دريځ سره د هغوى دا ټول افكار او نظريات رد كړل او ويې فرمايل چې : د عربو او عجمو ترمنځ هيڅ فرق نشته او نه هم تور په سپين باندې كوم لوړتيا او توپير لري مګر په تقوىٰ سره. زيد بن حارثه د رسول الله صلى الله عليه وسلم غلام وو او له هرچا ورته ګران وو.  رسول الله صلى الله عليه وسلم چې كوم خاصه مينه د هغه سره درلوده د هغې له امله يې هغه ازاد كړ او د همغه وخت د دود سره سم يې خپل ځوى وبوله او په هرځاى كې زيد بن حارثه د زيد بن محمد صلى الله عليه وسلم په نوم ونومول شو. د اسلام د ظهور پورې په زيد بن محمد مشهور وو خو اسلام دغه رسم هم له منځه يوړ او اعلان يې وكړ چې : ادعوهم لابائهم  ( سورت احزاب) ژباړه : هغوى د خپلو پلارانو په نومونو راوغواړۍ. و ما جعل ادعياكم ابناءكم (احزاب) ژباړه: بللې ځوى ستاسې خپل ځوى نه شي حسابيدلاى. بيا له هغې وروسته زيد د خپل پلار په نوم بلل كيده.
رسول الله صلى الله عليه وسلم وغوښتل چې د خپلې ترور لور زينب زيد بن حارثه ته په نكاح كړي. دغه قصه د خلكو غوږونو ته ورسيده او په خپلو منځونو كې يې خبرې اترې پيل كړې او په ډيره حيرانتيا به يې يو له بل څخه پو ښتل چې : څرنګه يوه ازاده او باعزته ميرمن د يو غلام سره واده كوي. واقعيت دى دا خبره د هغوى په منځ كې د منلو وړنه وه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه پريكړه د زينب نږدې خپلوانو ته وويله . د زينب رضي الله عنها خور حمنه رضي الله عنها په دغې قضيې ډيره سخته خفه شوه او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يي وويل چې : اى د الله رسوله ! ته د خپلې ترور لور يو غلام ته وركوې؟؟
زينب رضي الله عنها هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مجادله وكړه او ورته يي وويل چې اى د الله رسوله ! زه خو يو قريشي او ازاده ميرمن يم (په هغه وخت كې قريشو يو ځانګړې امتياز او لوړتيا درلوده) زه هيڅكله د يو غلام سره واده كولو ته نه چمتو كيږم.  رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې په ځواب كې وويل چې ماتا لپاره يو بهترين ميړه انتخاب كړى . دغې مناقشې ترهغې دوام وكړ ترڅو دغه ايتونه نازل شو چې : وماكان لمومن ولامومنة اذاقضى الله و رسوله امراًِ ان يكون لهم الخيرة من امرهم ومن يعص الله ورسوله فقد ضل ضلالاًِ مبيناً.
ژباړه: هيڅ مومن او هيڅ مومنې ښځې ته جايز نه ده چې د الله او رسول الله په فيصله كې خپل اختيار غوره كړي. او چاچې د الله او د رسول الله صلى الله عليه وسلم نافرماني وكړه په تحقيق سره په څرګنده ګمراهۍ كې اخته شو.
كله چې زينب د الله دا فرمان واوريده نو ويې فرمايل چې : د الله د امر څخه سرغړونه نه كوم او زه په دغه واده باندې راضي او خوښه يم .  نو په نړۍ كې به كومه ښځه د زينب سره پرتله شي. هغه ښځه چې په الله باندې د غره په شان ټينګ ايمان لري او د الله او د الله د رسول فرمان ته د ځان او زړه څخه تيريږي اګر كه ظاهراً ددې په تاوان معلوميږي.
يوه ازاده ميرمن چې په ټولنه كې ډير ښكته مقام ولري بياهم نه چمتو كيږي د يو غلام سره واده وكړي خو زينب چې د ازادۍ برسيره د ډير ستر شرافت او عزت ميرمن وه د الله امر ته حاضره شوه چې د يو غلام سره واده وكړي. دهغه وخت په ټولنه كې غلام په ټولنه د حيوان څخه هم كم ارزښت درلود خو اسلام د خلكو په منځ كې برابروالى او ورورولي رواج كړه. زينب رضي الله عنها ټولو جاهلي رسمونو او عنعناتو ته شاه كړه او د الله او د الله د رسول صلى الله عليه وسلم فرمان ته يې ارزښت وركړ.
لنډه داچې زينب رضي الله عنها د زيد بن حارثه سره واده وكړ او په خپل دغه كار سره يې ټول جاهلي دودونه له منځه يووړل.  دغه بزرګوارې ميرمن د نفساني غوښتنو سره مبارزه وكړه او د الله او دهغه د رسول صلى االه عليه وسلم په فرمان يې منګولې ټينګې كړې ځكه هغه پوهيده چې د الله جل شانه او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم فرامين دداسې عظمت درلودونكى دي چې نورټول قوانين د خپل اغيز لاندې راولي. دغې بزرګوارې ميرمن د اسلام فرامين پرځان ومنل ، د هغه دين فرامين چې په عدالت او برابرۍ باندې امر كوي.
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب