زينب كبرى (رض)
زينب رضي الله عنها په مكه كې د خپل ميړه سره (چې د ترورځوى يې هم وو) وخت تيراوه. او تصميم يې ونيوه چې دوى پريږدي او مدينه ته لاړه شي څود خپل پلار او مهاجرو او انصارو صحابه كرامو سره يوځاى شي.
ابوالعاص مشرك پاتېشوى وو خو بيا هم د زينب سره وفاداره وو. حضرت زينب هغه په مكه كې پريښې وو اومدينې ته ترې تللې وه خو هغه ددې سره بيا هم حاضر نه شو چې بل واده وكړي. ابو العاصخپله ميرمنه له لاسه وركړى وه خو خپل ژوند يې د معمول سره سم پر مخ بووه. هغه بهشام ته د كالو د تجارت لپاره تلو راتلو . او په دغه ځل كې د يو تجارتي كاروان چې دقريشو د قبيلې څخه وو شام ته ولاړ.كله چې دغه كاروان د شام نه بيرته راتللمسلمانانو د هغوى لار ونيوه او په يو حساس موقعيت كې يې پردغه كاروان حمله وكړه. هغوى وتوانيدل چې كاروان د خپل كنترول لاندې راوړي . او ددغې كاروان څخه يې ځنې خلكبنديان كړل . ابوالعاص چې د كاروان مشري يې په غاړه وه په تيښته بريالى شو.مګر دمسلمانانو څخه يې د ځان ساتلو لپاره كومه پناګاه پيدا نه كړه او د حضرت زينب رضيالله عنها كورته لاړ او له هغې څخه يې امان وغوښته څو هغه د مسلمانانو څخه وژغوري. ابوالعاص د زينب په كور كې شپه تيره كړه ترڅو چې سبا شو او مسلمانان مسجد نبوي تهدسهار د لمانځه د اداكولو لپاره راغلل.زينب موقع غنيمت وګڼله څو كوم امان يې چېابوالعاص ته وركړى هغه اعلان كړي. په عربو كې دا دستور وو چې كه كوم بزرګ ، د كوممقام خاوند او يا حتى د خپلې قبيلې يو عادي كس به چا ته امان وركړ نو بيا به چا پرېتعرض نه شو كولاى.په همدې خاطر زينب رضي الله عنها منتظره وه څو د جمعې صفونه بشپړشي . كله چې تقريبا ً ټول خلك د جماعت لپاره اماده شول او رسول الله صلى الله عليهوسلم تكبير وويلو او لمونځ يې پيل كړو نو زينب رضي الله عنها په لوړ اواز غږ وكړ چېاى خلكو پوه او خبرشۍ چې ما ابوالعاص بن ربیع ته پنا وركړى ده نو ځكه هيڅوك پرې دتعرض او تيري حق نه لرۍ.د زينب دغه چیغه ټولو اصحابو كرامو واوريده حتىٰ چې رسولالله صلى الله عليه وسلم هم متوجه شو . رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو كراموته متوجه شو او ويې فرمايل چې ايا تاسې هم هغه څه واوريدل چې ما واوريدل؟ صحابهكرامو ټولو عرض وكړو چې بلې يا رسول الله صلى الله عليه وسلم .
رسول الله صلى اللهعليه وسلم وفرمايل چې قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس كې دى چې ابوالعاص دزينب كره شپه كړى ده او زه ترې خبر شوي نه يم مګر چې همدا اوس تاسې خبرشوى زه همخبرشوم. بيا هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې مومنان كولاى شي چې د نورومددګاران شي.حتىٰ كه څوك ډير ښكته مقام ولري هم كولاى شې له ځان څخه د لوړ مقاموالا څخه خپل ملاتړ اعلان كړي او امان وركړي اوس نو زه ابوالعاص ته امان وركوم ځكهچې زينب هغه ته امان وركړى دى.
همدا وه چې زينب رضي الله عنها په دې موفقه شوهچې د مسلمانو بيبيانو سياسي حق په عملي ډول ثابت كړي او هغوي په دغه حق كې شريكېكړي چې د نارينه وو په څير خلكو ته امان وركړي او په خپل امان كې يې وساتي او هيڅوكددې حق ونه لري چې پرهغه تيرې وكړي.
كله چې لمونځ پاى ته ورسيده نو رسول اللهصلى الله عليه وسلم د زينب كورته ورغې او ورته يې وفرمايل : لورې ښايسته ځاى ورتهوركړه ، او دهغې عزت وكړه خو دهغې سره مه يوځاى كيږه ځكه هغه پرتا حرام دى . كله چېزينب د خپل پلار دا سلوك وليده نو له هغه صلى الله عليه وسلم څخه يې وغوښتل چې كوممال چې مسلمانانو د ابوالعاص څخه اخستې هغه دې بيرته وركړي. رسول الله صلى الله عليهوسلم د خپلې لور غوښتنې ته لبيك ووايه او هغه ټول مالونه يې بيرته ابوالعاص تهستانه كړل او هغه يې د يو كس سره چې اسكورت نوميده مكې ته وليږه .كله چې ابوالعاصمكې ته ورسيده دهغه امانتونو په ويشلو يې پيل وكړ چې خلكو ده ته سپارلي وو او بيايې اعلان وكړ چې ابو العاص په اسلام مشرف شوى او د رب العالمين اوامرو ته يې غاړهايښې ده.بيا يې مدينې ته د سفر سامان وتړلو. مدينې ته راغې ، مهاجر شو او د نبيكريم صلى الله عليه وسلم او صحابه كرامو او په مدينه كې د اسلام د قافلې سره يوځاىشو او ورسته له دې يې د زينب رضي الله عنها سره يو نوې ژوند پيل كړ.
زينب د جحش الاسديه لورد قريشو د ازادو ميرمنو څخه شميرل كيده او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ترور ( عمه ) لور او د مكې په ښځو كې ښايسته او ښكلې ښځه وه. دا ميرمن د حسب او نسب له مخې د لوړې مرتبې ښځه وه. د جاهليت په زمانه كې حسب او نسب ډير زيات ارزښت درلوده. ځكه چې عربو دا يو ستر وياړ ، عزت او شرافت ګڼلو او د داسې خلكو لپاره دا ډير ستر شرم او ننګ ګڼل كيده چې د د خپلې لور يا ځوى واده د داسې چاسره وكړي چې له هغوى نه په حسب او نسب كې ښكته او ټيټ وي. هغوى په دې ډير وړې خبرې هم په نظر كې نيولې. او دا يې په ذهن كې هم نه ګرځيدل چې يوه ازاده او د حسب او نسب ښځه دې د يو غلام سره واده وكړي. دغه كار د هغوى له نظره غټه ګناه وه. دغه قوم ته اسلام په خپل تلپاتې رسالت سره روښانه كړه چې : ان اكرمكم عندالله اتقاكم (سورة الحجرات) ژباړه: بيشكه عزتمند په تاسو كې پرهيزګاران خلك دي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم په ډير غوڅ دريځ سره د هغوى دا ټول افكار او نظريات رد كړل او ويې فرمايل چې : د عربو او عجمو ترمنځ هيڅ فرق نشته او نه هم تور په سپين باندې كوم لوړتيا او توپير لري مګر په تقوىٰ سره. زيد بن حارثه د رسول الله صلى الله عليه وسلم غلام وو او له هرچا ورته ګران وو. رسول الله صلى الله عليه وسلم چې كوم خاصه مينه د هغه سره درلوده د هغې له امله يې هغه ازاد كړ او د همغه وخت د دود سره سم يې خپل ځوى وبوله او په هرځاى كې زيد بن حارثه د زيد بن محمد صلى الله عليه وسلم په نوم ونومول شو. د اسلام د ظهور پورې په زيد بن محمد مشهور وو خو اسلام دغه رسم هم له منځه يوړ او اعلان يې وكړ چې : ادعوهم لابائهم ( سورت احزاب) ژباړه : هغوى د خپلو پلارانو په نومونو راوغواړۍ. و ما جعل ادعياكم ابناءكم (احزاب) ژباړه: بللې ځوى ستاسې خپل ځوى نه شي حسابيدلاى. بيا له هغې وروسته زيد د خپل پلار په نوم بلل كيده.
رسول الله صلى الله عليه وسلم وغوښتل چې د خپلې ترور لور زينب زيد بن حارثه ته په نكاح كړي. دغه قصه د خلكو غوږونو ته ورسيده او په خپلو منځونو كې يې خبرې اترې پيل كړې او په ډيره حيرانتيا به يې يو له بل څخه پو ښتل چې : څرنګه يوه ازاده او باعزته ميرمن د يو غلام سره واده كوي. واقعيت دى دا خبره د هغوى په منځ كې د منلو وړنه وه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه پريكړه د زينب نږدې خپلوانو ته وويله . د زينب رضي الله عنها خور حمنه رضي الله عنها په دغې قضيې ډيره سخته خفه شوه او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يي وويل چې : اى د الله رسوله ! ته د خپلې ترور لور يو غلام ته وركوې؟؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه پريكړه د زينب نږدې خپلوانو ته وويله . د زينب رضي الله عنها خور حمنه رضي الله عنها په دغې قضيې ډيره سخته خفه شوه او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يي وويل چې : اى د الله رسوله ! ته د خپلې ترور لور يو غلام ته وركوې؟؟
زينب رضي الله عنها هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مجادله وكړه او ورته يي وويل چې اى د الله رسوله ! زه خو يو قريشي او ازاده ميرمن يم (په هغه وخت كې قريشو يو ځانګړې امتياز او لوړتيا درلوده) زه هيڅكله د يو غلام سره واده كولو ته نه چمتو كيږم. رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې په ځواب كې وويل چې ماتا لپاره يو بهترين ميړه انتخاب كړى . دغې مناقشې ترهغې دوام وكړ ترڅو دغه ايتونه نازل شو چې : وماكان لمومن ولامومنة اذاقضى الله و رسوله امراًِ ان يكون لهم الخيرة من امرهم ومن يعص الله ورسوله فقد ضل ضلالاًِ مبيناً.
ژباړه: هيڅ مومن او هيڅ مومنې ښځې ته جايز نه ده چې د الله او رسول الله په فيصله كې خپل اختيار غوره كړي. او چاچې د الله او د رسول الله صلى الله عليه وسلم نافرماني وكړه په تحقيق سره په څرګنده ګمراهۍ كې اخته شو.
كله چې زينب د الله دا فرمان واوريده نو ويې فرمايل چې : د الله د امر څخه سرغړونه نه كوم او زه په دغه واده باندې راضي او خوښه يم . نو په نړۍ كې به كومه ښځه د زينب سره پرتله شي. هغه ښځه چې په الله باندې د غره په شان ټينګ ايمان لري او د الله او د الله د رسول فرمان ته د ځان او زړه څخه تيريږي اګر كه ظاهراً ددې په تاوان معلوميږي.
يوه ازاده ميرمن چې په ټولنه كې ډير ښكته مقام ولري بياهم نه چمتو كيږي د يو غلام سره واده وكړي خو زينب چې د ازادۍ برسيره د ډير ستر شرافت او عزت ميرمن وه د الله امر ته حاضره شوه چې د يو غلام سره واده وكړي. دهغه وخت په ټولنه كې غلام په ټولنه د حيوان څخه هم كم ارزښت درلود خو اسلام د خلكو په منځ كې برابروالى او ورورولي رواج كړه. زينب رضي الله عنها ټولو جاهلي رسمونو او عنعناتو ته شاه كړه او د الله او د الله د رسول صلى الله عليه وسلم فرمان ته يې ارزښت وركړ.
ژباړه: هيڅ مومن او هيڅ مومنې ښځې ته جايز نه ده چې د الله او رسول الله په فيصله كې خپل اختيار غوره كړي. او چاچې د الله او د رسول الله صلى الله عليه وسلم نافرماني وكړه په تحقيق سره په څرګنده ګمراهۍ كې اخته شو.
كله چې زينب د الله دا فرمان واوريده نو ويې فرمايل چې : د الله د امر څخه سرغړونه نه كوم او زه په دغه واده باندې راضي او خوښه يم . نو په نړۍ كې به كومه ښځه د زينب سره پرتله شي. هغه ښځه چې په الله باندې د غره په شان ټينګ ايمان لري او د الله او د الله د رسول فرمان ته د ځان او زړه څخه تيريږي اګر كه ظاهراً ددې په تاوان معلوميږي.
يوه ازاده ميرمن چې په ټولنه كې ډير ښكته مقام ولري بياهم نه چمتو كيږي د يو غلام سره واده وكړي خو زينب چې د ازادۍ برسيره د ډير ستر شرافت او عزت ميرمن وه د الله امر ته حاضره شوه چې د يو غلام سره واده وكړي. دهغه وخت په ټولنه كې غلام په ټولنه د حيوان څخه هم كم ارزښت درلود خو اسلام د خلكو په منځ كې برابروالى او ورورولي رواج كړه. زينب رضي الله عنها ټولو جاهلي رسمونو او عنعناتو ته شاه كړه او د الله او د الله د رسول صلى الله عليه وسلم فرمان ته يې ارزښت وركړ.
لنډه داچې زينب رضي الله عنها د زيد بن حارثه سره واده وكړ او په خپل دغه كار سره يې ټول جاهلي دودونه له منځه يووړل. دغه بزرګوارې ميرمن د نفساني غوښتنو سره مبارزه وكړه او د الله او دهغه د رسول صلى االه عليه وسلم په فرمان يې منګولې ټينګې كړې ځكه هغه پوهيده چې د الله جل شانه او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم فرامين دداسې عظمت درلودونكى دي چې نورټول قوانين د خپل اغيز لاندې راولي. دغې بزرګوارې ميرمن د اسلام فرامين پرځان ومنل ، د هغه دين فرامين چې په عدالت او برابرۍ باندې امر كوي.