خرما یوه قوي او کامله غذا ده!؟

خرما د اوسپني،پتاشیم،منګنیز،د A  ،B  E,ویټامینونو  په در لودلو  سره یوه قوي او کامله غذا ده . نوي څیړني ښودلي ده چي خرما د بیلا بیلو سرطاني ناروغیو لکه د کولمو او معدي سرطانونه مخه نیسي . د خرما بله ګټه داده چي په معده کښي د زیاتو اسیدونو په له منځه وړلو کښي مرسته کوي . په معده کښي د اسیدونه له زیاتیدلو سره انسان ته د زړه درد پیدا کیږي . کوم څوک چي د زړه درد لري باید هر ورځ ۲-۳ خرماوي به جوش شویو اوبو کښي واچوي او لیږ وخت وروسته يي وڅیښي .

 

خرما د لویو سړیو او ماشومانو لپاره هم ډیره ګټوره ده . هڅه وکړي چي د بوري په ځای له خورما سره چای وڅښي . کوم څوک چي سخت جسمي کارونه کوي باید تل د سهار له ناشتي سره خورما وخوري .

100 ګرامه تازه خورما 163 کیلو کالوري انرژي 0,9 ګرامه پروتین ، 0,3 ګرامه وازګه ، 30  ميلي ګرامه فاسفورس، 3,1 ګرامه اوسپنه ، 51 میلي ګرامه کلسیم ،10  میلي ګرامه ویټامین C   د انسان په بدن کښي جوړوي .

100 ګرامه وچه خورما 300 کالوری انرژي ، 2  ګرامه پروتین ،0,6 ګرامه وازګه ، 73  ګرامه ګلوګوز،50  میلي ګرامه فاسفورس ، 650 میلي ګرامه پتاشیم ، 65 میلي ګرامه مګنیزیم ، 70  ملي ګرامه کلسیم ، 2  میلي ګرامه اوسپنه ، 2  ګرام د نیسین اسید ، 4  میلي ګرامه ویټامین A  د انسان په بدن کښي جوړوي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب