د امام بخاري ( رح) لنډه پيژندنه

نوم او نسب د امام بخاري ( رح) نوم او کنيه ئې ابو عبدالله دي د پلار نوم يې اسمعيل د نيک نوم يې ابراهيم دي سلسله د نسب ئې محمدبن اسماعيل ابراهيم بن مغيره دي چه حافظ ابن احجر ( رح) په فتح الباري کښې ليکلې دي : چې امام بخاري د بخارا په ښار کښې د جمعي د لمونځ نه وروسته په ديارلسم د شوال باندي په سنه ( ١٩٤ )کښې پيداشو په وړوکوالې کښې د امام بخاري( رح ) نظر لاړو او نابينا شو په دي سره پلار ته ډير تکليف ورسيدلو موربې بې يې د الله تعالي په دربار کې د شپې او د ورځې دعاګانې غوښتلې اخر يوه شپه ابراهيم خليل الله عليه السلام په خوب کې وليد او زيري يې ورته وکړو چه ستا د ژړا او ددي دعاګانو په وجه الله تعالي ستادي وزوي په باره کې قبوله کړله نو صبا د امام بخاري سترګې بنا شووي او الله پاک دومره قدري روشنايې ورکړه چه د تاريخ کبيره پوري مسوده يې دشپې د سپوږمې په رڼاکې وليکله ( ١ ) ( ٧- ٨ ) مخ

حافظ ابن حجر ( رحمه الله ) په ( مقدمه د بخاري ) کې ليکلې دي چه د بغداد د مشائخ راجمع شو او د امام بخاري ( رح ) د حافظي امتحان يې اخستلو دوي سلو ( ١٠٠) احاديثو ته اراده اوکړه نو ددي احاديثو متون او سندونه يې بدل را بدل کړل يعني متن د يو اسناد يې د بل سره يو ځاي کړلو او اسناد د يومتن يې دبل متن سره يو ځاي کړلو او بيايې لسو کسانو ته وسپارولو هر يو کس ته يې لس لس احاديث ورکړل او امريې ورته اوکړو چه کله دوي مجلس ته حاضر شولونو دا به امام بخاري ( رح ) ته پيش کوي او ديو مجلس د حاضريدولو وعده يې تري واخستله پس علماء د خراسان او بغداد حاضر شول پس کله چې مجلس ارم شولونو ددغه لسو کسانو نه يو سړي د امام بخاري ( رح ) نه تپوس اوکړلو د يو حديث په باره ددغه احاديثو نه امام بخاري ( رح ) وويل زه دا حديث نه پيژنم پس حاضوعلماء و يو بل ته وکتل او ويل چه امام بخاري ( رح ) کمزوري او د کمې حافضي والادي بيا دغه سړي يو حديث امام بخاري ( رح ) ته پيش کولو او مام بخاري به جواب ورکولو بيا بل سړي ددغه لسوکسانو د امام بخاري ( رحمه الله ) نه تپوس اوکړلو د يو حديث په باره کې ددغه مقلبو احاديثو نه امام بخاري( رح ) وويل پس بياد بل حديث په باره کې تپوس اوکړو د امام بخاري(رح) وويل پس هميشه وودغه سړي چه يو يو حديث به يې امام بخاري (رح) ته پيش کولو او امام بخاري به جواب ورکولو او امام بخاري بيا دريم او څلورم سړي تر لسو پوري دغه مقلبو احاديثو په امام بخاري پيش کړل او امام بخاري ( رح ) په جواب ورکولو پس کله چې امام بخاري ( رح ) پوه شو چې دوي فارغ شول ددغه مقلبو احاديثونه نو وي کتل اول کس ته او ورته وي ويل تا اولنې حديث داسې وويلو او حق داسي دي تا دويم حديث داسي وويلو او حق داسي دي او په دي ترتيب سره دريم او څلورم ته داسي وويل ترلسم پوري حق داسي دي او هر يو متن يې د خپل سند سره ولګولو او هر يو يې د خپل متن سره او دنورو علماو سره يې هم داسي اوګړلو نو ټولو خلکو اقرار وکړلو دامام بخاري ( رح ) په حافظه باندي او يقين يې وکړلو د ده په فضليت مقدمه فتح الباري ٦٧٩ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب