د حضرت ابوبکر رضي الله عنه تواضع

د صفة الصفوة کتاب مولف وایې چي د سیرت علماؤ ویلي دي: چي ابوبکر رضی الله عنه تر خلافت مخکي د خلګو څاروۍ لوشلې، کله چي د خلافت لوړ مقام ته ورسېدی یعني خلیفه سو، نو یوي وینځي وویل: چي اوس به ابوبکر موږ ته څاروې نه را لوشي، نو کله چي ابوبکر رضی الله عنه دا خبره واوریدل، نو وې ویل: هو زما دي قسم وي چي زه به خامخا تاسو ته ستاسو څاروۍ در لوشم ، او زه امید لرم چي زه به د هغو اخلاقو څخه چي ما مخکي لرل تغیر ونه کړم، نو حضرت ابوبکر رضی الله عنه به بیا هم دوی ته د دوی څاروۍ لوشلي.
سبحان الله دا زموږ د هغو خلیفګانو د تواضع یوه نمونه وه، چي پر نړۍ یې کامیابه حکومت هم کاوه خو بیا هم په هر حالت کښي یې تواضع او اخلاق له لاسه نه ورکول

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب