زنجبیر هم دېګ مساله او هم خواړه دي

د منځنیو پېړیو په اروپا کې د زنجبیر د اروماتیک نبات  په شان په پخلنځایونو کې د دېګ مسالې په شان کارېده او د 18 پېړۍ څخه وروسته  له یاده ووت  مګر اوس  بېرته  د هغه کارونه    د اسیايي پخلنځي د    خواړو سره  مروجه شوه . په رښتیني ډول  زنجبیر  د اسیايي  پخلنځی  په  ځانګړو خواړو  پورې تړاو لري نو له همدې وجې  سړی  کولای شي هغه د دېګ مسالې په شان په خوړو کېوکاروي . د اسیايي هېوادو په  تقریبا  ټولو   خوړو  کې  سړی  کولای  شي د  هغه خوند حس کړي ، مګر دا خوند او بوی   د پخلي  د مختلفو  مېتودونو  سره یو شان  نه  پاته  کېږي . د بېلګې په ډول که چېرې زنجبیر د پخلي په وروستیو شېبو کې دېګ ته واچول شي نو دهغه تېز بوی او تند خوند ساتل کېږي او که چېرې د خوړو د پخلي په لمړیو شېبو کې علاوه شي په دې صورت کې یوه ځانګړېکاملا معطره  چاشني تر لاسه کېږي . په هغه هېوادونو کې چېرته چې زنجبیر کرل کېږي،هلته د هغه  له وچ پوډر څخه لږه ګټه اخستل کېږي ، دا ځکه   چې  د هغه  تازه  کارونه   ډېر ښه خوند او  بوی لري .
د زنجبیر کارونه  په  اروپا کې هم  لرغونی  تاریخ لري پخوا يي د هغه څخه په ډودۍ پخولو کې کار اخیست . په فرانسوی پخلیو کې تر اوسه هم  د مسالي ترکیب  „Quatre épices“ یا  چهار مسالې پهنوم  مساله کارول کېږي چې د هغې په ترکیب کې  پرته له زنجبیر څخه  د موسکات غوزان ، سپین مرچ او لونګ شتون لري.
نوموړې مساله  په قورمه  ، کباب ، سوسیس  ، سوس   او شېرني کې کارول کېږي .

یادونه  : تازه زنجبیر کولای شو له پوسته کړو  او بیا يي  رنده یا   کوچنې ټوټې کړو. هغه یو اندازه شېرین خوند هم لری .
وچ زنجبیر د پوډر په شان کارول  کېږي . په هند کې هغه د هاضمې د ښه والي ، د بې اشتهايي  او زړه بدوالی لپاره لکه خواړه کاروي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب