احد غزا پايلې او حکمت | نبوي سیرت ۴۱ برخه

د احد په غزا کې برى او ماتې

دا وه د احد غزا سره له ټولو تفصيلاتو او مختلفو مراحلو. محققينو ددې غزا د پاى په هكله زيات بحثونه كړيدي چې آيا دا د مسلمانانو ماتې وه او كه نه؟ خو پدې كې شك نشته چې د جګړې په دوهم پړاو كې مشركان له عسكري پلوه برلاسي وو او د جنګ په ډګر دوى مسلط وو، مسلمانانو ته  د سر زيات تاوان ورواښتى ؤ، بيشكه يوه ډله مسلمانان له ماتې سره مخ شوي وو، جګړه د مشركينو په ګټه روانه وه، خوځنې داسې دلايل شته چې د هغې په اساس د مشركينو دې برلاسۍ ته فتح او كاميابي نه شو ويلى.

يو دا چې د مكې لښكر ونه شواى كړى د مسلمانانو مركز ونيسي، او د مدينې د لښكر زيات شمير کسانو خپل مقاومت ته دوام وركړ، د تيښتې لاره يې ونه نيوه كه څه هم ګډوډي او ويره پرې ګډه شوې وه، خو په پوره ميړانه يې د جګړې په ډګر كې مقابله كوله او بالاخره له خپل قيادت نه شاوخوا راټول شول، او دومره هم نه وو  كمزوري شوي چې مشركين يې تعقيب كړي او ويې ځغلوي. د مسلمانانو له لښكر نه يو كس هم د مشركينو په لاس اسير نه شو، همدا راز مشركينو ته د مسلمانانو له مالونو نه هم هيڅ شى په لاس ورنه غلل. او بل دا چې كه څه هم مسلمانان هملته خپل مركز كې موجود وو، خو مشركينو د جګړې دريم پړاو ته زړه ښه نه كړ، او نه داسې وشول چې مشركين لكه د هغه وخت د فاتحانو په شان د جګړې په ميدان كې يوه، دوې يا درى ورځې پاتې شي او خپله فتحه ونمانځي، بلكه هغوى په ډيره بيړه په شا شول او له مسلمانانو نه مخكې يې د جګړې ميدان پريښود. او دا جرات يې هم ونه شواى كړى چې مدينې ته وورننوزي او د اوسيدونكو اولادونه يې اسيران او مالونه يې لوټ كړي دا سره لدې چې مدينه ډيره ورته لنډه هم وه او هم له سر تيرو نه خالي وه.

نو پدې اساس ويلى شو چې قريشو د جګړې په ميدان كې يوازې  دا وكړاى شوى چې مسلمانانو ته د سر زيات تاوان ور واړوي، خو پدې كې پاتې راغلل چې له محاصرې نه وروسته مسلمانان بالكل وځپي ټول له مينځه يوسي. ډير ځله فاتحان همداسې تاوانونه ګالي لكه دلته چې مسلمانانو وګالل، خو په هيڅصورت سيي نده چې د قريشو دا عمل فتحه، برى او نصر وبولو. بلكه د ابو سفيان  په بيړه په شاتګ دا په ګوته كوي چې هغه لدينه ويره درلوده كه چيرې د جګړې دريم پړاو شروع شي نو لښكر به يې له ماتې او تباهۍ سره مخ كيږي. نو ځكه يې بيړه وكړه او بيرته ستون شو او دا خبره هغه وخت لا زياته پخيږي كله چې د حمراء الاسد د غزا په هكله د ابو سفيان رايه تر نظر تيره كړو.

نو اوس ويلى شو چې دا جګړه يوه داسې جګړه وه چې فاتح يې نه درلود، دواړو طرفونو هر يو پخپله اندازه په يوه برخه كې برى تر لاسه كړ او په بل طرف كې له ماتې سره مخ شو. او هر يوه يې پداسې حال كې له جګړې نه لاس واخيست چې نه له ميدانه وتښتيد او نه يې خپل مركز دښمن ته پريښود چې قبضه ورباندې وكړي، همدې مطلب ته قرآنكريم داسې اشاره فرمايي:

((وَلا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَؤمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنْ اللَّهِ مَا لا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيماً حَكِيماً)) (النساء: 104)

your ads

[او سستي (بې همتي اې! مؤمنانو) مه كوئ په طلب (تعقيب او جنګ) د قوم د كفارو كې، كه يئ تاسې چې دردمن كيږئ، نو بيشكه دوى (هم) دردمن كيږي همغسې چې تاسې دردمن كيږي! او هيله (اميد) لرئ تاسې له (جانبه د) الله د هغه (ثواب) چې نه لري دوى (كفار) اميد (يې) او الله عليم او حکيم دى.]

دلته قرآنكريم دواړه ډلې په درد كې سره تشبيه كړيدي، ورته يې بللې او ددې مطلب دا دى چې د دواړو حالت او موقف يو و او دواړه پداسې حال كې  له جګړې نه په شا شول چې يو يې هم فاتح او غالب نه ؤ.

قرآّنكريم ددې غزا په هكله فرمايي:

بيا د قرانكريم آيتونه رانازل شول او ددې غزا په مهمو مراحلو يې رڼا واچوله، يوه يوه يې وڅيړله، تبصرې يې ورباندې وكړې. او هغه اسباب يې په ګوته كړل كوم چې ددې زيات تاوان سبب شوي وو، او پداسې حساسو او خطرناكو حالاتو كې يې د مسلمانانوځنې كمزورۍ په ګوته كړې، د خپل مسووليت د ادا په هكله يې د دوى غفلت او كوتاهي څرګنده كړه او د هغو لوړو اهدافو د تحقق په لار كې يې د دوى سستي په ګوته كړه د كوم لپاره چې دا وسط امت جوړ شويدى.

همدا راز قرآنكريم د منافقينو د دريځ او موقف په هكله هم خبرې وكړې، له هغوى نه يې پردې اوچتې كړې ټولو ته يې وروپيژندل، له الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې د دوى دښمني څرګنده كړه، او ددې تر څنګ يې د ځينو كمزوريو مسلمانانو په زړونو كې موجود هغه شكوك او شبهات هم ليرې كړل چې منافقانو او يهودانو ورته پيدا كړي وو.

او هغه اهداف او حكمتونه يې په ګوته كړل كوم چې لدې غزا نه په لاس راځي. د احد د غزا په هكله د آل عمران سورت شپيته (60) آيتونه نازل شول چې پيل يې د جګړې د لومړني پړاو په هكله دى او فرمايي: ((وَإِذْ غَدَؤتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ )) (آل عمران: 121)

[او (ياد كړه اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! چې راووتې ته په اول د ورځې كې له كوره خپله چې تيارول دې مؤمنانو ته (په احد كې) ځايونه له پاره د جنك او الله اوريدونکى عليم دى.]

او په پاى كې د جګړې نتايجو اوحكمتونو ته اشاره كوي فرمايي: ((مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنْ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشَاءُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ )) (آل عمران: 179)

[نه دى الله چې پريږدي مؤمنان په هغه حال (د اختلاط) چې يئ تاسې (اې خلكو!) پر هغه تر څو چې جلا كړي (الله) ناپاكه له پاكه ځينى او نه دى الله چې خبر كاندي تاسې په غيب باندې (چې د منافقانو تميز دى له مخلصانو څخه)، لكن الله غوره كوي له رسولانو خپلو څخه چې اراده وفرمايي (د غوره كولو يې)، نو ايمان ولرئ تاسې اې مؤمنانو! پر الله او پر رسولانو د الله، او په ايمان قايم پاتې اوسئ! او پرهيز ګاري وكړئ (له بدو كارونو) پس دى تاسې ته اجر ډير لوى.]

ددې غزا گټې او حكمتونه

ابن قيم پدې هكله مفصل بحث كړيدى.(1) ابن حجر وايي: علماء وايي: د احد په غزا او مسلمانانو ته اوښتي تاوان كې ډيرې گټې او الهي لوى حكمتونه وو چې ځنې يې عبارت دي له: مسلمانانو ته د معصيت او نافرمانۍ د جزا او نتيجى ښوول، هغوى د منهياتو د ارتكاب په ضرر پوهول. او هغه هم هلته چې غشو ويشتونكو خپل هغه سنګر پريښود چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې د نه پريښودلو امر ورته كړى و،ْ خو كله چې دوى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له امر نه سر غړونه كوي او هغه څه كوي چې ورنه منع شويدي، نو جزا يې هم دا ده چې ټولو وليده.

ددې غزا بل حكمت دا دى چې د رسولانو داسې وي چې وخت نا وخت له مختلفو ابتلا آتو او ازميښتونو سره مخامخ كيږي، خو پاى بيا د همدوى وي. او كه دا ازميښتونه نه واى او دوى تل فاتح او غالب واى، نو د مسلمانانو په مينح كې به داسې كسانو هم ځاى نيولى واى چې اصلاً به يې ايمان نه درلود. او كه دا امتحان نه واى نو ريښتوني به له دروغجنو نه څنګه بيليدل او څرنګه به پيژندل كيدل؟ او كه هميشه ناكام او مات واى، نو بيا خو د نبوت اهداف او مقاصد نه ترسره كيدل. نو د الهي حكمت تقاضا هم همدا وه چې كله ماتې او كله برى وي  تر څو دروغجن له ريښتوني نه بيل شي، ځكه تر دې وخته منافقان پټ وو چا نه پيژندل خو كله چې دا پيښه وشوه نو منافقانو له خپلو مخونو نه پردې پورته كړې، په ژبه او عمل سره يې د خپل نفاق اعلان وكړ. او مسلمانان پوه شول چې په كور  كې د ننه هم دښمنان لري نور د لستوڼي دې مارانو ته متوجه شول او لازم اقدامات يې وكړل.

بل حكمت يې دا دى چې په ځنې ځايونو كې د بري او فتحى ځنډيدل د انساني نفس غرور وژني د كبر ملا ماتوي او په انسان كې خاكساري او تواضع پيدا كوي. او كله چې مسلمانان له دې امتحان سره مخامخ شول نو د صبر لمن يې ونيوه خو منافقانو چيغې ګډې كړې او په واويلا شول.

بل حكمت يې دا دى چې الله تعالى خپلو مؤمنو بندګانو ته د خپل كرامت په كور (جنت) كې داسې درجې او مقامات تيار كړيدي چې په عمل سره هلته رسيدل ممكن ندي، نو پدې خاطر هغوى له داسې ازميښتونو او مصيبتونو سره مخ كوي تر څو همغه اوچتې درجې يې په برخه شي. او بل دا چې شهادت د اولياؤ له ټولو نه لوړه درجه ده، نو الله تعالى دا مرتبه د دوى په برخه كړه. او همدا راز الله تعالى غوښتل خپل دښمنان په هلاكت ورسوي، نو د دوى د هلاكت اسباب لكه كفر، سركشي، طغيان او مسلمانانو ته ضرر رسول يې هم ورته برابر كړل او په همدې سره يې د مسلمانانو ګناوې وبښلى اوكافران يې هلاك او برباد كړل.(1)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب