ایا قهوه په رښتیا ګټوره ده؟

دهغو علمی تحقیقاتو په نتیجه کی چی دنړی پر پنځو لکو یغنی نیم میلیون انسانانو تر سره شوی طب پوهانو نتیجه تر لاسه کړه چی د قهوی څښل ګټه لری، په خاص ډول:

۱- قهوه دهغو کسانو لپاره ګټوره ده چی دوهمه درجه دیابت لری.

هغه ماده چی اسینین نومیږی ددی سبب ګرځی تر څو انسولین فعال وی او د ګلوکوز سره مرسته وکړی چی ځان د بدن حجراتو ته ورسوی، د اسینین په عدم موجودیت کی انسولین په یواځی سر نشی کولای د ګلوکوز داخیلیدل حجراتو ته تامین کړی او همدا لامل دی چی شکر په وینه کی لوړیږی.

تحقیقاتو په ډاګه کړه هغه کسان چی قهوه نه څښی نسبت و هغو کسانو ته چی قهوه څښی شکر یی لوړ وی.

۲ـ قهوه دځینو سرطانی ناروغیو د انکشاف مخنیوی کوی.

your ads

د ډاکترانو تحقیقاتی پایلی ښیی کومی میرمنی چی د ورځی ۲ـ۳ پیالی قهوه څښی د رحیم سرطان تر ۷٪ را ټیټږی او که چیری میرمنی د ورځی ۴ پیالی او یا اضافه له هغه وڅښی تر ۲۵٪ د رحیم سرطانی انکشاف مخنیوی یی کیږی.

د نارینوو په هکله تحقیقات ښیی هغه کسان چی دورځی ۴ پیالی قهوه څښی ۶۰٪د مثانی سرطان د انکشاف مخه نیسی.

۳ـ د پرکانسیون مرض د انکشاف مخنیوی کوی .

د ډاکترانو تحقیقاتی نتیجه داده چی پرکانسیون یو ډول اهتزازی فلج دی .

د تیری پیړی په شپیتمو کلونو کی طبی علماوو نیرومیدیاتور یا توپامین چی د بدن د حرکاتود تنظیم مسولیت لری کشف کړ، دمغز د هغو حجراتو جوړښت چی نیرومیدیاتور یا توپامین د تولید وظیفه لری د پرکانسیون مرض له امله تر فشار لاندی راخی چی دعضلاتو د اهتزاز سبب کرځی، قهوه ددی حجراتو د تغیر مخنیوی کوی په دی ترتیب سره مغزی حجرات د توپامین د تولید امکان مومی او د پرکانسیون ناروغی د انکشاف مخنیوی کوی.

تر دم ګړی داسی نظر وو چی د قهوی څښل د زړه ناروغی او لوړ فشار لپاره مضره ده مګر تحقیقات ښیی چی دقهوی څښل د فشار د ټیټیدو سبب ګرځی دا په دی چی قهوه مدرره ده او د مایعاتو خروج فشار را ټیټوی.

هغه علمی تحقیقات چی په نیم میلیون انسانانو تر سره شوی ورځنی دوز له ۲ تر ۵ پیالو مجاز ګڼی او ښه ورځنی دوز ۴ پیالی ګڼل کیږی او اضافه له ۶ پیالو د صحت لپاره مضر ده.

ب. اندړ

ترجمه :دروسی منبع څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب