د ذي الحجې د مياشتې يو څو احکام

پدې پاڼو کې به د ذي الحجې  د مياشتې د اولو لسو شپو د څو مهمو اعمالو ثوابونه او احکام ولولئ ، خدای د ې وکړي چې زما قلم ستاسو د خدمت وړ ثابت  شي .

د دې په پيل کې د تکبیرات تشریق ، بيا د عرفات د ورځې د روژې ثواب ، بيا د قربانۍ ثوابونه او احکام او په پای کې د اختر د شپې د عبادت ثواب او  د اخترونو د لمانځه طریقه ليکل شوې ده  .  رب دې قبول کړي .

تکبيرات تشريق :

مسئله : دا تکبيرونه د عرفات په سهار باندې  شروع کېږي ، او د اختر د څلورمې ورځې د مازديګر له لمانځه څخه وروسته ختمېږي .

مسئله : دا تکبيرونه  له فرض لمانځه څخه وروسته په زوره ويل کېږي  او يو وار په زوره  ويل يې واجب دي ، خو ښځې دې په زوره نه وايي .    ( در مختار )

مسئله : تکبيرونه دا دي :  الله أكبر ، الله أكبر ،  لا إله إلا اللهُ وَ اللهُ أكبرُ ،  اللهُ أكبرُ ، وَ لِلّهِ الْحَمْدُ .
مسئله : د لوی اختر له لمانځه نه وروسته دا تکبيرونه ويل هم ښه کار دی ، يعنې مندوب عمل دی . ( رد محتار ) او د بلخ د عالمانو همدا مذهب دی . ( در مختار )    امام ابويوسف او محمد رحمة الله عليهما فرمايي چې  : دا تکبيرونه  په هر چا باندې واجب دي ، تنها وي که په امام پسې ،مسافر وي که مقيم ، سړی وي او که ښځه    (  درمختار )

مسئله : که له چا څخه رکعت تللی  وي ، چې سلام واړوي نو بيا دې  تکبيرونه  اووايي  .    ( در مختار )
يوه خبره  : چې کله مسلمانان په امام پسې لمونځ کوي ، بيا خو ټول دا تکبيرونه وايي ، خو په تنها لمانځه کې ډېر وخت پاتې کېږي ، چې بايد مسلمانان خيال ورته وکړي .  بله دا چې دا تکبيرونه په ښځو باندې هم واجب دي ، صرف دومره ده چې هغوی به يې په لوړ آواز نه وايي ، خو زمونږ په ټولنه کې ډېر ې کمې کورنۍ داسې وي چې ښځې يې دا تکبيرونه وايي ، ډېرې کورنۍ داسې دي چې له ښځو څخه يې دا واجب او ښکلی عمل پاتې وي ، بايد د دې  مبارک عمل  لپاره سړي په کورونو کې لارښوونه  وکړي ، او ټولو ته يې ور زده کړي  ، څو ټول پدې ثوابي کار او ابراهيمي سنت کې شريک شي.

وېښته او نوکونه : څوک چې قرباني کوي ، د ذي الحجې له اولې ورځې نه دې  تر هغې پورې ويښته او نوکونه نه اخلي تر څو چې قرباني ذبحه کوي ، چې خپله قرباني وکړي نو بيا کولای  شي  .  اُمِّ سَلْمهْ رضي الله عنها فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې قرباني کوي ، نو چې د ذي الحجې ( اولې ) لس ورځې شروع شي ، نو بيا دې ويښته نه او اخلي ، او نه دې نوکونه پرې کوي .  ( مسلم )

عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ تَرْفَعُهُ قَالَ : إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ وَعِنْدَهُ أُضْحِيَّةٌ يُرِيدُ أَنْ يُضَحِّىَ فَلاَ يَأْخُذَنَّ شَعْرًا وَلاَ يَقْلِمَنَّ ظُفُرًا . ( رواه مسلم )

امام نووي فرمايی چې : پدې کې حکمت دادی چې : د بدن ټولې برخې يې د قربانۍ په وخت کې سالمې وي او د قربانۍ له برکته د دوزخ له اور څخه خلاص شي .  و الحكمة فى النهى أن يبقى كامل الأجزاء ليعتق من النار .( شرح النووي علی مسلم : ۱۳ / 139 )

ښه خبره داده چې : هره  هفته خپل نوکونه واخلي ، برېتونه کم ( سم ) کړي ، او د عورت ( او تخرګونو )  ويښته هم وخروي ، او غسل وکړي ، که دا نه وي نو په هرو ۱۵ ورځو کې او له څلوېښت ورځو څخه ډېر پرېښودل يې ګناده  . ( رد محتار )  قال في القنية الأفضل أن يقلم أظفاره ويقص شاربه ويحلق عانته وينظف بدنه بالاغتسال في كل أسبوع وإلا ففي كل خمسة عشر يوما ولا عذر في تركه وراء الأربعين ويستحق الوعيد ( رد المحتار : ۲ / 181 )

د عرفات د ورځې روژه: عبد الله بن عمر رضي الله عنه فرمايي چې :  مونږه چې له  رسول الله صلی الله عليه وسلم  وو ،  نو د عرفات د ورځې روژه  به  مو  داسې   ګڼله لکه د دوه کلونو روژه . ( الطبراني )
له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل  :  د عرفات د ورځې روژه   د مخکني او راتلونکي کال  ( ګناهونه ) بخښي . ( مسلم )
له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د عرفات د ورځې روژه ونيسي نو  ( د دوه ګلونو ګناهونه ورته بخښل کېږي ) يو د راتلونکي  کال ګناهونه ورته بخښل کېږي ، او بل د تېر شوي کال  ، او څوک چې د عاشورا د ورځې روژه ونيسي نو د يو کال ګناهونه به يې وبخښل شي .
( رواه ابو یعلی )  عاشورا : د مُحَرَّم د مياشتې لسم .

د قربانۍ ثوابونه  :

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت  دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلې لور فاطمې رضي الله عنها ته اوفرمايل :       ای فاطمې ! ور پاڅېږه ! د خپلې قربانۍ حلالېدلو ته ودرېږه  ، ځکه چې  د هغې د وينې په  اول څاڅکي باندې  چې څنګه وڅڅېږي – الله جل جلاله ستا ټول مخکني ګناهونه بخښي .            هغې پوښتنه وکړه چې  : ای د خدای رسوله ! دا ثواب يواځې زمونږ   ( د کورنۍ)  لپاره دی ، او که زمونږ او ټولو مسلمانانو لپاره ؟ هغه اوفرمايل چې : بلکه زمونږ او د ټولو مسلمانانو لپاره  . ( مسند بزاز )
له حسن بن علي رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د زړه له خوښۍ او د ثواب په نيت سره  قرباني وکړي – دا به د ده لپاره د دوزخ له اور  څخه پرده شي . ( الطبراني )
له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې  :  رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل  : له هغې قربانۍ نه چې د اختر په ورځ حلالېږي – الله تعالی ته په  خوښ  شي کې  پيسې ندي مصرف شوي  .  ( الطبراني )
او زيد بن ارقم رضي الله عنه  فرمايي  چې  :  د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو  پوښتنه وکړه چې  : ای  د  خدای رسوله  ! دا قرباني څه شی ده ؟   هغه اوفرمايل :  ستاسو د نيکه ابراهيم ( عليه السلام ) سنت  ( او کار  ) دی  . هغوی بيا پوښتنه وکړه چې  : پدې کې مونږه ته  څه دي ؟ ای د خدای رسوله ! هغه ورته اوفرمايل :  په هر وېښته باندې  يوه نېکي ، هغوی بیا پوښتنه وکړه چې  :  او   دا   وړۍ    ؟    هغه ورته اوفرمايل چې : د وړيو په هر وېښته  باندې ( هم )  يوه نېکي ده  .   ( ابن ماجه ، حاکم )
له  سپېڅلې عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د لوی اختر  په  ورځ  باندې د انسان په عملونو کې    الله تعالی ته  له قربانۍ نه زيات  غوره  عمل  نشته  ، او   په ځمکه باندې د دې د وينې  له غورځېدلو نه مخکې د الله  تعالی په وړاندې  قبلېږي  ، نو  د قربانۍ په هکله  ځانونه خوښحاله کړئ .       ( الترمذي )
عن أبي سعيد رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : يا فاطمة ! قومي إلى أضحيتك فاشهديها ، فإن لك بأول قطرة تقطر من دمها أن يغفر لك ما سلف من ذنوبك ، قالت : يا رسول الله ! ألنا خاصة أهل البيت ؟ أو لنا و للمسلمين ؟  قال : بل لنا و للمسلمين . ( مسند البزاز )       عن الحسين بن علي رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من ضحى طيبة نفسه محتسبا لأضحيته كانت له حجابا من النار . (  رواه الطبراني في الكبير )        عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ما أنفقت الورق في شيء أحب إلى الله من نحير  ينحر  في يوم عيد  ( رواه الطبراني في الكبير )         عن زيد بن أرقم قال : قال أصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم : يا رسول الله ! ما هذه الأضاحي ؟ قال : سنة أبيكم إبراهيم صلوات الله عليه و سلامه ,  قالوا :  فما لنا فيها يا رسول الله ؟ قال بكل شعرة حسنة . قالوا : فالصوف ؟ قال : بكل شعرة من الصوف حسنة  . ( رواه ابن ماجه و الحاکم )  و قال الحاكم صحيح الإسناد .   عن عائشة رضي الله عنها : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : ما عمل آدمي من عمل يوم النحر أحب إلى الله من إهراق الدم , و إنه لتأتي يوم القيامة في فرشه بقرونها و أشعارها و أظلافها , و إن الدم ليقع من الله بمكان قبل أن يقع من الأرض , فطيبوا بها نفسا .
( رواه ابن ماجه والترمذي وقال حديث حسن غريب ) بأظلافها : جمع ظَلَفٍ  و هو للبقر و الغنم كالخف للبعير و القدم للآدمي والحافر للفرس و البغْل و الحمار . ( الديباج على شرح مسلم للسيوطي )  ( و جميع هذه الأحاديث و غيرها من أحاديث الفضائل من المتجر الرابح للحافظ الدُّمياطي رحمة الله عليه رحمة واسعة و أسکنه الفردوس الأعلی ، من طبعة دار الکتب العلمية بيروت   )

 

د قربانۍ يو څو احکام  :

قرباني په چا باندې واجبېږي ؟: که له چا سره دومره پيسي يا سره يا سپين زر وي چې زکات پرې واجبېږي په هغوی باندې قرباني هم واجب ده ، که يې ونکړي نو ګناهګار دی .

د زکات نصاب دادی:

د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه دی ، دوه سوه درهم د اوسني وزن په مطابق  612 شپږ سوه او دولس ګرام او ۳۵  پنځه دېرش ملي ګرام کېږي. د سرو زرو نصاب  شل مثقال دی ، د اوسني وزن په مطابق ۸۷ اوه اتيا ګرام او ۴۷۹ څلور سوه او نهه اويا ملي ګرام دی. څوک چې له خپلو شرعي ضرورتونو نه پرته  دومره سره يا سپين زر يا د دې قيمت ولري ،  نو په هغوی باندې زکات او سرسايه او قرباني واجب دی   .

مسئله : خو قرباني د وجوب په کيفيت کې د سرسايې غوندې ده ، يعنې پدې کې قدرت مُمَکِّنَه شرط دی نه مُيَسِّرَه ، مطلب داچې لکه د زکات په څېر په مال باندې د کال تېرېدل شرط ندي ،  بلکه که  يو سړی يا ښځه نوي غنيان شوي وي او د قربانۍ وخت پرې راشي نو قرباني به کوي . تجب التضحية علی حر مسلم مقيم موسر يسار الفطرة . ( الدر المختار )

مسئله  : ځينې کورنۍ داسې وي چې ټول خلک يې غنيان وي ، مال لري ، خو بيا هم د قربانۍ په وخت کې يو يا دوه کسان قرباني کوي او نور يې نه کوي ، يا يواځې د کور مشر قرباني کوي ، چې دا سمه خبره نده ، بايد ټول هغه خلک چې غنيان وي  خپله  خپله قرباني وکړي ، يا په شريکه  يو غټ څاروی واخلي او قرباني يې کړي ، څو د ټولو غاړې خلاصې شي  .

مسئله : که کومه ښځه په کور کې دومره سره زر يا سپين زر يا پيسې ولري چې زکات پرې واجبېږي –  په هغې باندې قرباني هم واجب ده ، بايد قرباني وکړي ، که یې ونکړي نو ګناهګاره ده .

مسئله :  په قربانۍ کې اوزې ، اوري ، غواګانې ، مېښې ،  او اوښان نران وي او که ښځې جائز دي  .

مسئله :د قربانۍ لپاره   اوزې او ري بايد د يوکال وي ، غوا او مېښې د دوه کلونو ، او اوښان د پنځه کلونو .

مسئله : اوري او مېږې  که له يو کال نه کم وي ، خو دومره چاغ وي چې د يو کلن غوندې ښکاري نو که د شپږ مياشتو وي نو هم  قرباني يې جائز ده  ، او که دومره چاغ نه وي ، نو بيا له يو کلن نه کم ندی جائز .

و صح الجذع ذو ستة أشهر من الضأن  إن كان بحيث لو اختلط مع الثنايا لا يمكن التميز .

و صح الثنى فصاعدا , و الثني هو ابن خمس من الإبل و حولين من البقر و الجاموس ,  و حول من الشاة , و المعز .   ( الدر المختار ) و الضأن : هو ما له ألية  منح , قيد به لأنه لا يجوز الجذع من المعز . ( رد المحتار )

مسئله  :  واړه څاروي  لکه  اوزې ( بيزې  ) او  اوري ( پسونه )  ، د يو کس له لوري قرباني کېږي ، او  لوی څاروي  لکه : غوا ، مېښه ، او اوښ ، د ۷ اوو کسانو له لوري قرباني کيدای شي ، يعنې اوه کسان پکې شريکېدلی شي ، خو که له دې نه کم کسان پکې شريکېږي ، نو دا هم جائز دی .

خو پدې کې شرط دا دی چې د ټولو مال به حلال وي ، که په دوی کې  د يو کس مال حرام وي نو د ټولو قرباني ورسره خرابېږي ، لکه سود خور وي ، حرامخور وي ، يا په کوم بانک کې وظيفه لري ، يا بله کومه داسې وظيفه لري چې نا جائز او تنخوا يې حرامه وي ، لکه د کفري حکومت په جاسوسۍ اربکيتوب  عسکر يا کومه بله داسې دنده اخته وي چې  مسلمانانو ته يې ضرر  رسېږي  .

دڅاروي زخم او عيب  :

د يو څو څارويو قرباني نه کېږي :   اول –  هغه څاروی چې ښکر يې  له بېخه وتلی وي  ( خو که  له مور نه همداسې  بې ښکرو پيدا شوی وي ، هغه بيا جائز دی)  دوهم –  هغه څاروی چې دواړه غوږونه يې د پيدايښت له وخت څخه  نه وي ، يا يې يو غوږ پوره پرې شوی وي ، يا يې د  غوږ يا لکۍ  درېمه برخه پرې شوي وي . درېم –  هغه  څاروی چې  وړوند وي ، يا يې د يوې سترګې درېمه برخه ليد ختم شوی وي .  څلورم – هغه څاروی چې  غاښونه يې  بېخي نه وي ( خو که دومره غاښونه يې وي چې واښه پرې خوړلی شي نو  قرباني يې کېږي ) .  پنځم –  د کوم څاروي ژبه چې له درېمې برخې څخه زياته پرې شوې وي .  شپږم  –  که د کوم څاروي غولانزه ( د شودو ځای ) بېخي  پرې  شوی  وي ، يا يې د يوه  تي درېمه برخه پرې شوي وي ، همداسې که د مرض له امله د مېږې او بيزې يو تی يا د غوا ، مېښې او اوښې دوه تِيان وچ شوي وي  نو قرباني يې جائز نه ده . ( خو که  همداسې بې له  ناروغۍ نه يې شودې وچې شوي وي نو قرباني يې جائز ده )       اوم – د کوم څاروي چې پښه پرې شوي وي .اتم –   هغه  څاروی چې په درې پښو مزل کوي ، څلورمه پښه بېخي په ځمکه نشي ايښودلی ، يا يې ايښودلی شي خو مزل نشي پرې کولی .
نهم –  هغه څاروی چې بېخي زيات ډنګر وي  ، داسې چې د هډوکو مازغه يې ختم شوي وي . لسم – مُخَنَّث څاروی . ( الدر المختار )

قانون  او قاعده  : د څارويو د زخم او عيب په هکله قانون دادی چې که د کوم اندام درېمه برخه يا له درېمې څخه زياته پرې شوې يا  ختمه شوې يا ماته شوې وي، د هغه قرباني بيا ندی جائز .  او که له دې څخه کم وي  بيا  جائز  ده   .       في البدائع : لو ذهب بعض الأذن أو الألية أو الذنب أو العين ،  ذكر في الجامع الصغير  :إن كان كثيرا يمنع و إن يسيرا لا يمنع ،  و اختلف أصحابنا في الفاصل بين القليل و الكثير ، في الخانية : و الصحيح: أنه الثلث و ما دونه قليل و ما زاد عليه كثير ، و عليه الفتوى اه و مشى عليها في مختصر الوقاية و الإصلاح ( رد المحتار )

مسئله : د خصي شوي څاروي قرباني جائز بلکه غوره ده ، او د کوم څاروي د تناسل آله که پرې شوې وي چې هغه بېخي جماع نشي کولی نو هم قرباني يې جائز ده .  ( الدر المختار )

مسئله : که روغ څاروی واخلي او بيا شرعي عيب پکې راشي ، نو  که دا سړی شتمن  وي بيا به  د قربانۍ لپاره  بل څاروی اخلي ، او که  غريب وي نو بيا بل پرې واجب ندی . ( الدر المختار )

خو دا هغه مهال چې غريب سړي قرباني نذر کړې نوي ، ( رد المحتار )  او که يې نذر کړې وه بیا به دا غريب سړی هم د قربانۍ لپاره بل څاروی اخلي  .

د قربانۍ وخت :

د قربانۍ وخت د ښار د خلکو لپاره د اختر له لمانځه څخه وروسته پيل کېږي ، او د هغو کليو او صحراګانو د خلکو لپاره چې هغلته د اختر لمونځ نه کېږي –  د اختر د ورځې د سهار له راختلو سره پيل کېږي .

او د اختر د درېمې ورځې تر لمر ډوبېدو پورې  وخت لري .

خو غوره خبره داده چې په اوله ورځ قرباني وشي .

د دې ورځو په شپو کې هم قرباني کول جائز دي ، خو دا مکروه ده تنزيها . ( و کره تنزيها الذبح ليلا لاحتمال الغلط . ( الدر المختار )
د ذبح کولو په وخت کې  بسم اللهِ  اللهُ أکبرُ  ويل  مستحب   دی  ، ( الدر )  او که پوره  بسم الله الرحمن الرحيم   اووايي نو هم ښه کار دی .

و في الجوهرة:  و إن قال بسم الله الرحمن الرحيم فهو حسن . ( رد المحتار )      د قربانۍ په غوښه کې ښه خبره داده چې درېمه برخه يا لدې څخه زياته خيرات کړي ، پاتې يې په خپله هم خوړلی شي ، اوساتلی يې هم شي  .   ( الدر المختار )

د اختر د شپې د عبادت ثواب :

له  عُباده بن صامت رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د واړه اختر او لوی اختر شپې ژوندۍ کړي  نو د ده زړه به نه مړ کېږي په کومه ورځ چې د نورو خلکو زړونه مړه کېږي .  ( الطبراني )   له معاذ بن جَبَل رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل :  څوک چې دا پنځه شپې ژوندۍ کړي    (  عبادت  پکې وکړي ) د هغه لپاره جنت واجب شو : د تَرْوِيې شپه ، د عرفات شپه ، د لوی اختر شپه ، د واړه اختر شپه ، او د شعبان مياشتې د پنځلسم شپه . ( الترغيب و الترهيب للأصبهاني )

ترويه : د ذي الحجې د اتمې ورځې شپه ، لدې نه وروسته بيا د عرفات شپه وي  . مسئله  :  ( پدې شپو کې که څوک ټوله شپه عبادت وکړي ، دا خو ډېره غوره خبره ده ) خو که څوک د شپې ډېره برخه  عبادت وکړي نو هم د ټولې شپې ثواب به تر لاسه کړي  ، ځينې عالمان وايي چې : که تر نيمې شپې پورې عبادت وکړي نو هم به دغه ثواب وګټي ، که څوک دا نشي کولای نو پدې شپو کې دې د ماسخوتن او سهار لمونځ په جماعت سره وکړي  نو د دې شپو د عبادت معنوي ثواب به وګټي  .  ( رد المحتار )  وَيَكُونُ بِكُلِّ عِبَادَةٍ تَعُمُّ اللَّيْلَ أَوْ أَكْثَرَهُ . ( الدر المختار )

مسئله  : د دې شپې د ژوندۍ کولو مطلب دادی چې پدې شپه کې نفلي لمونځ وکړي  ، پدې کې کوم خاص شمېر نشته ، چې څومره کولای شي ، سمه ده ، يا د قرآن شريف تلاوت وکړي ، يا حديثونه لولي ، يا يې اوري ، يا تسبيح وايي يا ثناء وايي ، يا په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې درود شريف وايي  ، پدې ټولو کارونو باندې د دې شپې د ژوندۍ کولو ثواب تر لاسه کېږي .  ( رد محتار )       نُقِلَ عَنْ بَعْضِ الْمُتَقَدِّمِينَ ، قِيلَ هُوَ الْإِمَامُ أَبُو جَعْفَرٍ مُحَمَّدُ بْنُ عَلِيٍّ أَنَّهُ فَسَّرَ ذَلِكَ بِنِصْفِ اللَّيْلِ وَقَالَ : “مَنْ أَحْيَا نِصْفَ اللَّيْلِ فَقَدْ أَحْيَا اللَّيْلَ ” وَ ذَكَرَ فِي الْحِلْيَةِ : أَنَّ الظَّاهِرَ مِنْ إطْلَاقِ الْأَحَادِيثِ الِاسْتِيعَابُ ، لَكِنْ فِي صَحِيحِ مُسْلِمٍ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ ” مَا أَعْلَمُهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَامَ لَيْلَةً حَتَّى الصَّبَاحَ ” فَيَتَرَجَّحُ إرَادَةُ الْأَكْثَرِ أَوْ النِّصْفِ ، لَكِنَّ الْأَكْثَرَ أَقْرَبُ إلَى الْحَقِيقَةِ مَا لَمْ يَثْبُتْ مَا يَقْتَضِي تَقْدِيمَ النِّصْفِ ا هـ .

وَفِي الْإِمْدَادِ : وَيَحْصُلُ الْقِيَامُ بِالصَّلَاةِ نَفْلًا فُرَادَى مِنْ غَيْرِ عَدَدٍ مَخْصُوصٍ ، وَبِقِرَاءَةِ الْقُرْآنِ ، وَالْأَحَادِيثِ وَسَمَاعِهَا ، وَبِالتَّسْبِيحِ وَالثَّنَاءِ ، وَالصَّلَاةِ وَالسَّلَامِ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْحَاصِلُ ذَلِكَ فِي مُعْظَمِ اللَّيْلِ وَقِيلَ بِسَاعَةٍ مِنْهُ .  وَعَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا بِصَلَاةِ الْعِشَاءِ جَمَاعَةً ، وَالْعَزْمِ عَلَى صَلَاةِ الصُّبْحِ جَمَاعَةً ، كَمَا قَالُوهُ فِي إحْيَاءِ لَيْلَتَيْ الْعِيدَيْنِ .

وَفِي صَحِيحِ مُسْلِمٍ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ اللَّيْلَ كُلَّهُ } ” . ( رد المحتار : ۲ /25 )

د اخترونو د لمونځ طريقه :

 له لمانځه نه مخکې : د واړه اختر په ورځ سنت طريقه داده چې  : عيدګاه ته له وتلو نه  مخکې خوږ شی اوخوري  ،دوهم دا چې : ځان پاک ومينځي ، او عطر هم  اووهي ، او ښايسته جامې واغوندي ( در مختار )   ځکه چې دا  د مسلمانانو د غوڼدې ورځ ده ( هدايه )  درېم –  سرسايه صدقه فطر دې مخکې له لمانځه څخه ادا کړي . څلورم –  امام صاحب وايي چې د واړه اختر لمانځه ته دې  په لاره  تکبير نه وايي خو امام ابويوسف او محمد رحمة الله عليهم فرمايي چې : تکبير دې وايي .    ( هدايه )

په عيدګا کې نفل کول :     
په عيدګا کې دې نفل نه کوي ، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ندي کړي .    چې له عيد ګا نه کور ته راشي ، بيا که لمونځ کوي نو کولی يې شي ، بلکه دا ښه کار دی . و إن تنفل في البيت جاز , بل يندب تنفل بأربع ( الدر المختار )   ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې له عيدګا نه کور ته راغی دوه رکعته نفل به يې په کور کې کول .  ( هدايه )  عن أبي سعيد الخدري قال : – كان رسول الله صلى الله عليه و سلم لا يصلي قبل العيد شيئا ، فإذا رجع إلى منزله صلى ركعتين ( ابن ماجه و في الزوائد إسناده صحيح و رجاله ثقات قاله السندي ، و صححه الحاکم . (إعلاء السنن :8 / 120 ) كذا في حاشية الهداية: 1 / 387 , ط : مكتبة البشري , كراتشي .  خو دا مسئله د خواصو لپاره ده ، که يو عام سړی په عيد ګا يا کور کې لمونځ کوي ، يا د واړه اختر په ورځ په لاره باندې تکبير وايي ، نو څوک دې نه منع کوي ، ځکه چې د عامو خلکو رغبت نېکو کارونو ته ډېر کم دی . ( در مختار ) ( وكذا ) لا يتنفل ( بعدها في مصلاها ) فإنه مكروه  عند العامة ( وإن ) تنفل بعدها ( في البيت جاز ) بل  يندب تنفل بأربع وهذا للخواص أما العوام فلا يمنعون من تكبير ولا تنفل أصلا لقلة رغبتهم في الخيرات. بحر ( الدر المختار )
همداسې که يو کس د لمر ختلو په وخت کې د سهار لمونځ کوي ، نو خلک دې هغه نه منع کوي ، ځکه چې که يې منع کړې نو هغه يې بېخي پرېږدي ، او پدې وخت کې لمونځ  چې محدثين يې جائز ګڼي  له بېخي پرېښودلو  څخه ښه دی  . ( رد محتار )    أما العوام فلا يمنعون من تكبير ولا تنفل أصلا لقلة رغبتهم في الخيرات. بحر (  الدر المختار ) قوله ( أصلا ) أي لا سرا ولا جهرا في التكبير ولا قبل الصلاة بمسجد أو بيت أو بعدها بمسجد في التنفل ط , أقول و ظاهر كلام البحر أنه زاد التنفل بحثا منه و استشهد له بما في التجنيس عن الحلواني أن كسالى العوام إذا صلوا الفجر عند طلوع الشمس لا يمنعون لأنهم إذا منعوا تركوها أصلا , و أداؤها مع تجويز أهل الحديث لها أولى من تركها أصلا . ( رد المحتار: ۲ / 171  )

د لمانځه وخت  :

د اختر د لمانځه وخت د لمر له ختلو نه وروسته پيل کېږي  ، د لمر تر کږېدلو ( زوال ) پورې .
که په اوله ورځ باندې د کوم عذر له امله لمونځ پاتې شو نو په دوهمه ورځ دې وکړي .
د لمانځه طريقه : د اختر دوه رکعته لمونځ دی ، د نورو لمونځونو په څېر دی ، فرق يې داده چې  : په اول رکعت کې له الحمد لله نه مخکې او په دوهم کې  د سورت له ختمېدلو نه وروسته  درې  وارې الله اکبر ويل  کېږي ، او له الله أکبر ويلو سره لاسونه هم تر غوږونو پورته کېږي .
داسې چې : امام  په اول وارې الله اکبر اووايي او غوږونو ته  لاس  پورته  کوي   ، نو خلک  دې  هم  غوږونو ته لاسونه پورته کړي او لاسونه دې په سينه ونيسي ، او سُبْحَانَکَ اللّهُمّ و بحمد و تبارك اسمك و تعالى جدك و لا إله غيرك .  به اووايي ،  بيا به  امام  درې وارې الله اکبر وايي او له هر الله اکبر سره  به لاسونه تر غوږونو پورته کوي ، نو خلک دې هم  لاسونه ورسره پورته کوي ، او  د دې درې وارې الله اکبر په اول دوه وو کې دې لاسونه زوړند نيسي او په دريم وار  دې لاسونه  تر نامه لاندې ونيسي او امام به قراءت شروع کړي او خلک به ورپسې ولاړ وي  .         بيا چې په دوهم رکعت کې سورت ختم شي ، نو  امام  به  درې  وارې   الله اکبر وايي او په هر وارې  به  تر غوږونو  پورې  لاسونه پورته کوي ، او خلک به هم هر وارې  له امام سره  تر  غوږونو پورې لاسونه  پورته کوي ، بيا به امام څلورم  وارې الله اکبر وايي او رکوع ته به لاړ  شي ، نو خلک به هم ورسره  رکوع ته   لاړ  شي   .       مسئله : د اختر په لمانځه کې اذان او اِقامت نه وي  .       مسئله : د اختر د لمانځه خطبه له لمانځه نه وروسته ويل کېږي  ، دوه خطبې به وايي  ،  خو مستحب داده چې له اولې خُطبې نه مخکې ۹ نه وارې  الله اکبر اووايي ،  او له دوهمې نه مخکې ۶ وارې ، او دا سنت دی . ( در مختار )       مسئله : که لمر کوږ ( زائل ) شو ، او امام لا  د لمانځه په منځ کې وو يعنې لمونځ يې نه وو ختم کړی نو لمونځ يې فاسد شو ، د جُمعې هم همدا حکم دی . ( در مختار )    مسئله : که څوک ناوخته راشي ، داسې چې امام د اول رکعت  تکبيرونه ختم کړي وي او ولاړ وي ،  نو دا کس دې نيت وتړي او تکبيرونه دې له ځان سره اووايي  ( در مختار ) که څه هم امام  قراءت شروع کړی وي ، يعنې که امام قراءت شروع کړی وي نو بيا به هم دا کس خپل پاتې تکبيرونه  له ځان سره وايي  . ( رد محتار )      مسئله : او که پوره رکعت ور څخه تللی وو ، نو بيا چې دا کس کله  د تېر  شوي  رکعت را ګرځولو ته پورته شي نو تکبيرونه دې هم  ورسره  اووايي .  ( در مختار )    مسئله : او که يې امام په رکوع کې ګير کړ نو  بيا دې په رکوع کې تکبيرونه اووايي ، خو لاسونه دې نه پورته کوي ، ځکه چې په رکوع کې  زنګنونه نيول سنت دي  . ( در مختار )   مسئله : که له امام څخه تکبيرونه پاتې شول او رکوع ته لاړو نو په رکوع کې دې اووايي ، داسې دې نه کوي چې بېرته را پورته شي ، تکبيرونه اووايي او بيا رکوع وکړي  . ( در مختار )           مسئله  : د دوه تکبيرونو په منځ کې به د درې وارې سبحان الله ويلو په اندازه غلی اودرېږي ، او د تکبيرونو په منځ کې مسنون ذکر نشته ، نو له همدې امله دې د تکبيرونو په منځ کې لاسونه  نه تړي ، بلکه خوشې دې پرېږي  .  ( در مختار )
بايد له اختر نه يوه جمعه مخکې د اختر د لمانځه  او سرسايي احکام  خلکوته بيان شي  ( در مختار )            مسئله : که د واړه اختر لمونځ  په اوله ورځ  د کوم  عذر  له امله پاتې شي ، نو په دوهمه ورځ دې وکړي ، خو په دوهمه ورځ باندې کول يې  قضاء ده نه ادا . (در مختار )

د لوی اختر لمونځ  :

د لوی اختر لمونځ د واړه اختر په څېر ده  ، يو څو مسئلې يې بېلې  دي  .  مسئله : د لوی اختر لمانځه ته  په لاره باندې په زوره  تکبير ويل کېږي . مسئله : د لوی اختر لمونځ که په اوله ورځ باندې پاتې شي ، نو په دوهمه او درېمه ورځ يې کول جائز دي ، که د کوم عذر له امله پاتې شوی وو ، بيا خو کراهت هم نشته ، خو که عذر نه وو  ، بيا نو په دوهمه او درېمه ورځ باندې د لوی اختر لمونځ مکروه دی .       او د واړه اختر لمونځ که بې له عذر څخه پاتې شو ، بيا نو  په دوهمه ورځ باندې نه کېږي ، او که د عذر له امله پاتې شو  بيا کېږي ،  د واړه اختر  د  لمانځه  په پاتې کېدو کې د  عذر  شرط د صحت لپاره دی ، او د لوی اختر  په لمانځه کې د کراهت د ختمېدو لپاره . ( در مختار )
مسئله : د لوی اختر په ورځ باندې د هغه چا لپاره چې قرباني لري – دا مستحب ده چې   د لمانځه تر ختمېدو پورې خوراک ونکړي ، او که يې وکړ نو دا مکروه دی تنزيها .   يعنې د لوی اختر له سهار نه  د لمانځه تر ختمېدو پورې به لکه د روژې په څېر ځان له هغو شيانو څخه ساتي چې روژه پرې ماتېږي ، ځکه چې صحابه کرامو به خپل ماشومان هم خوراک ته نه پرېښودل ، تر دې چې ښځو ته به يې هم ويلې چې وړو ماشومانو ته  شودې ورنکړي .   ( رد محتار )

محمد شريف راشد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب