روژه په لرغونې زمانه کی دټولو ناروغيو درمل وه / روژې ګټې

روژه بدن ته استراحت ورکوي:

انسان پخپل ورځنی ژوندکی واستراحت ته اړتیالری، کله چې یوانسان په اونۍ کی کارکوی نوداونۍ واخیرته په دې خوښ وی چې رخصتې ده، چې په دې رخصتۍ کی دماغ دسکون په څپوکی وی، اویاهم موږکله دډیراستراحت لپاره اوږده رخصتې اخلوترڅوستړیاموایسته شی اووراتلونکوکارونوته ښه چمتوشو، نوانسان دهضمې نظام هم واستراحت ته اړتیالری، همدانظام دی چې دټول بدن لپاره انرژې جوړوی، اودهضمې نظام په یقینی ډول سره ډیرسخت کارکوی، نوځکه استراحت ورته اړین دی، چې روژه په حقیقت کی دانسان وټوله بدن ته استراحت دی په ځانګړی ډول سره دانسان دهضمې ونظام ته، چې دهضمې نظام ددې استراحت څخه وروسته دښه کارکولوجوګه دی.

 روژه په لرغونې زمانه کی دټولو ناروغيو درمل وه:

په لرغونی وختوکی روژه دټولوناخوالودرمل وه، چې دادوددزرهاووکلونوزرین تاریخ لری،یوڅوک چې به ډیرناروغه واوطبیبانوبه ئې هیڅ علاج نشوای کولای نودروژدنیولوحکم به ئې ورکی، چې دروژوډول اووخت به هم سره بېل ؤ،په لرغونې زمانه کی روژه دنوی ځوانیدولپاره، دبدن دښه توان لپاره، دغړودښه طاقت لپاره، که به یوچادماغې ناروغې درلوده، یائې په هیڅ شی نه پوهیدی نولومړی به ئې دروژودنیولوی حکم ورکړاووروسته به ئې دارواودرمل ورته وفرمایل، دسترګوددیدلپاره، اوهمدارنګه ئې دمعدې دټولوناروغیولپاره روژه ورته فرمایل، اود(Rejuvenation) دبیاځوانیدولپاره ډیره اغیزمنه وه، که به یوچاغوښتل چې یوڅه دی ځوان شی، اوبدن دی قوی شی نوروژې به ئې نیولې اوداسی نور…
روژه دټوله بدن لپاره ښه زیری دی، داداسی مثال لری لکه مارچې زوړپوست وغورځوی اونوی پوست راشی، چې روژه دانسان دبدن هرغړی داسی بیاتازه کوی، هغه ترمیموی، ښکلی کوی ئې اودښه کارلپاره ئې اماده کوی، روژه په مکل ډول سره دانسان په خوراکی نظام کی بدلون راولی، چې په مجموع کی روژه انسان لپاره یومثبت ګام دی، چې ټولې پایلې ئې دانسان لپاره مثبتې دی؛ چې روژه په واقعیت کی نوی ژونداودژوندنوې څپې دی، چې بایدهرڅوک ورڅخه استفاده وکړی.اوپاته دی نه وی دروژې ښې ګڼې زښته ډیرې دی، چې دانسان دعقل څخه لوړي دی. داځکه چې روژه روحی، نفسیاتی، دماغی، ظاهری، جذباتی، عقلی اوپه مجموع کی طبی ګټې لری.
دروژې ظاهری ګټې:
حکیم پاراسیلس وایی چې روژه ترټولوغوره درملنه ده، اوپه طب کی وروژې ته معجزانه ژغورنه وایی، چې مطلب ئې دادی چې روژه وانسان ته دمعجزې په شان سره اغیزې کوی، روژه یوداسی میکانیزم دی چې ټوله بدن سره ترمیموی، په ځانګړی ډول سره دالرجی(حساسیت) لپاره، دتنفسی ستونځولپاره، دهضمې دنظام لپاره، دپوستکی لپاره، دپښتورګودناروغیولپاره، اوپه مجموع کی دهرډول ناروغۍ لپاره غوره درملنه ده،

 د روژې دګټو لړلیک په مختصرډول سره:

۱: عمراوږدوی
۲: انسان بیاځوانوی
۳: ښه اخلاق اوکړه وړه ورپه برخه کوی
۴: بدن دهرډول ناروغیوسره ښه مقاومت کولای شی.
۵: ښه خوب کولای شی، اودطبعی خوب لپاره ښه تمرین دی.
۶: دانسان په عادتونوکی انقلاب راولی.
۷: دماغی سکون راولی
۸: ودماغ ته داسی توان ورکوی چې بیادماغ ښه فیصله کولا شی.
۹: دانسان پوستکی ترمیموی، روښان کوی ئې اودپوستکی حجرې له سره رغوی.
۱۰: په انسان کی دکاردکولوقابلیت پیداکوی .
۱۱: انسان دتل لپاره فعاله ساتی.
۱۲: دانسان خوراک بدلیږی، اوپه دې سره انسان دښې ودې تراغیزولاندی راځی.
۱۳: روژه دزهرجینوموادواغیزې له منځه وړی.
۱۴: دانسان ټوله حواس(دلیدلوحس، داوریدلوحس، دلمس حس، دخوندحس، اونورو) ته ښه وده ورکوی.
۱۵: روژه وانسان ته نوی الهام وربخښی.
۱۶: روژه وانسان ته وضاحت، حقیقت، قناعت، استقامت اوشهامت وربخښی.
۱۷: روژ ه وانسان ته زیاته انرژې ورپه برخه کوی.
۱۸: روژه انسان ته پوره استراحت ورکوی.
۱۹: روژه وانسان ته په راتلونکی ژوندکی نوې نظرې ورالهاموی.
۲۰: روژه په انسان کی هم ظاهری اوهم باطنی پاکوالی راولی.
۲۱: روژه په انسان کی حساسیت (Allergies) کموی.
۲۲: روژه انسان دهضمې ونظام ته سکون ورکوی.
۲۳: روژه وانسان ته (Revitalization) نوی ژوندوربخښی.
۲۴: روژه وانسان ته داتوان ورکوی چی انسان په راتلونکی کی خپله اراده پرځای استعمال کړی.
۲۵: روژه وانسان ته روحی تمرین دی، چې په روژې سره روح تازه کیږی اوغوړیږی.
۲۷: روژه دانسان وزن کموی.
۲۸: روژه په انسان کی دصبراوزغم تخم شیندی.
۲۹: روژه وانسان ته پرتکلیفونوباندی دصبرتوان ورکوی.
۳۰: روژه انسان وملایکوته نژدې کوی.
۳۱: روژه انسان وخدای ته نژدې کوی.
۳۲: روژه وانسان ته داورښئ چې وبل بې وزلی ته لاس وروغځوی.
۳۳: روژه انسان ته دادرس ورکوی چې بایددمحتاجه انسان په ستونځوځان خبراوپوه کړو.
۳۴: روژه انسان دزړه نورزیاتوی.
۳۵: روژه په انسان کی دحقیقت سترګې خلاصوی چې بیادښه اوبدشی ښه توپیرکولای شی.
Fast is Clear Remedy
Health Corner- Fasting
Fast is Health
From Staying Healthy With Nutrition by: Elson Haas
Fasting is Natural Remedy For All

عبدالغفارجُبیر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب