د لندو بادامو له ګټو خبر شئ

کېدای شي ډېری کسان پر دې نه وي پوه چې د بادامو قهوه یي رنګ تانین لري چې بدن ته د مغذي موادو د تلو مخه نیسي، خو که بادام نمجن شي، قهوه یي پوست ترې په اسانۍ لرې کېدای شي، مغذي مواد ازادولی شي او په بدن کې ښه جذبېږي.

د لندو بادامو بله ښېګڼه دا ده چې له هضم سره مرسته کوي؛ ځکه د لیپاز په نوم انزایم ازادوي چې د غوړینو موادو د هضم لپاره ګټور دي. هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي بادا دې وخوري؛ ځکه بادام په خپل ترکیب کې غیر اشباع شوي غوړ اسیدونه لري چې د اشتها مخه نیسي او انسان د مړښت احساس کوي.

لانده بادام د انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه هم بلل کېږي چې په بدن کې د ازادو راډیکالونو پر وړاندې مبارزه کوي او له وخت مخکې د زړښت مخه نیسي.

بادام په خپل ترکیب کې ويټامین بي دوولس او فولیک اسید هم لري چې د سرطان په مخنیوي کې ګټور تمامېږي، نو ښه ده چې یو ځل یې و ازمایئ.

که یې د خوړو اشتها لرئ، د شپې له خوا یې اوبو کې کېږدۍ او سهار یې نوش جان کړئ.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب