روژه ماتی په خُرما سره کول

فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم د روژه ماتی حکم په خُرما او اوبو سره فرمایلې دی، دا چې خُرما یو انسان ته څومره ارزښت لري او ولې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورباندې ټینګار کړی دی؛ نو دا موضوع به څه وروسته جوته شي. اوس دلته موږ غواړو چې خُرما په قرانکریم، احادیثو او ساینس کې وڅېړو، ترڅو د خرما په ارزښت ځانونه پوه کړو.


خُرما
په قران کې:


د
خُرما ذکر د قرانکریم  ډېر  مختلف ځایونه راغلی دی چې لړلیک ئې په داسې شیان سره دی:

أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَنْ تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ (البقره ۲۶۶)

۱: آیا له تاسو څخه کوم یو دا خوښوي چې د خُرما او انګورو باغ ولري چې تر ونو لاندی یې ویالې بهیږي او هرډول مېوې پکښې وي؟


وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ
وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ4((الانعام (۱۴۱)

۲: او دی هغه ذات دی چې څپر لرونکي باغونه او بې څپره باغونه یې پیدا کړي دي او د خُرماوو باغونه او کښتونه یې د بېلا بېلو میوو سره چې له زیتون او انار سره ورته دي او ورته نه دي، پیدا کړی دي.

وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ۔(الانعام 99)


3: او
له خُرما څخه د هغه له غوټۍ څخه (دهغه دزیات حاصل له کبله) ځمکې ته نژدې وږی راباسو.

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا۔(الکهف ۳۲)

۴: او دوی ته د دوو سړیو بېلګه بیان کړه چې یوه ته مو د انګورو دوه باغونه ورکړل او هغه مو د خُرماو په ونو سره چاپېره کړل، او د دغو دواړو ترمینځ مو کښت پیدا کړ.

وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ (الشعراء ۱۴۸)

۵: او په دغو کښتونو او د خُرماو په بڼونو کښې چې وږي ئې له باره ډک دی؟۔

وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ۔(سورت ق ۱۰)

۶: او د خُرماوو دنګې دنګې ونې مو پیداکړي دي چې د هغو له میوو ډک وږي یو پر بل پراته دی.

فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ (الرحمن ۱۱

۷: په هغې کې (بېلا بېلې) میوې او دخُرماوغوټۍ لرونکې ونې دي.

فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ (الرحمن ۶۸)

۸: په هغو کې هر ډول خوندورې میوې، خُرما او انار دي.

وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا (عبس ۲۹)

۹: او زیتون او خُرماوې

وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ (الرعد ۴)

۱۰: او په ځمکه کې (بېلا بېلې) سیمې څنګ پر څنګ پرتې دي او د انګورو باغونه او کروندې او د خُرماوو ونې۔

يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ3¨Î ۔(النحل ۱۱)

۱۱: په دغه (اوبو) ستاسې لپاره غلې او زیتون (ښوون) او خُرماوې او انګوراو هر ډول میوې زرغونوي.

وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (النحل ۶۷

۱۲: او د خُرماو د ونو او انګورو د تاکونو د مېوو له شیرو څخه هم  یو شی په تاسې څښو

أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلَالَهَا تَفْجِيرًا (بنی اسرائیل ۹۱)

۱۳: یا تا ته د خُرماوو یا انګورو باغ وي، د هغه په مینځ کې له اوبو څخه ډکې ویالې جاري کړې.

فَأَنْشَأْنَا لَكُمْ بِهِ جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ لَكُمْ فِيهَا فَوَاكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ (المومنون ۱۹)

۱۴: نو د هغو اوبو په وسیله موږ ستاسي لپاره د خُرماو او انګورو باغونه پیدا کړل، ستاسې لپاره په دغو باغونو کښې ډېرې خوندورې میوې دي او له هغو نه تاسې خورئ.

وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ الْعُيُونِ (یس ۳۴)

۱۵: او په هغو کې مو د خُرماوو او انګورو له ونو څخه باغونه جوړکړی او په هغو کې مو چېنې جارې کړی دي.

فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ (الرحمن ۶۸)

۱۶: په هغو کې هر ډول خوندورې میوې، (لکه) خُرماوې او انار دي.

وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا (مریم ۲۵

۱۷: او وڅنډه خپل ځانته بېخ د خُرما، چې راتوی کاندې پر تا خُرما پخې لندې تازه۔

فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا( (مریم ۲۶)

۱۸: پس خوره (دا خُرما) او څښه (دا اوبه) او (رڼې) یخې کړه سترګې خپلې (په عیسی اوخوشحاله شه)۔

او همدار نګه په (طه ۷۱)، (القمر ۲۰)، (الحاقه ۲۰) کې د خُرما یادونه شوې ده.


دلته که موږ
د خُرماو ارزښت ته وګور؛ نو دا راته جوتیږي چې په دغه وخت کې حضرت بی بی مریم رضی الله عنها په نس کې چې حضرت عیسی علیه السلام ؤ او خدای جل جلاله ورته د داسې شي (خُرما) د خوراک امر وکړ چې یقینا د دې لپاره کېمیا وه، که چیرې له خُرما پرته، بله غذا بی بی مریم رضی الله عنها ته په دغه وخت کې غوره وای؛ نو الله جل جلاله به ورته ویلې وای، لکه چې په حدیث شریف کې هم داسې راځی، الله جل جلاله ته ترخُرما بل شی غوره نه ؤ، نو ځکه یې دخُرما دخوړلو امر ورته وکړ او له دې ایات څخه دا خبره جوته شوه، چې د یو انسان لپاره خُرما پوره غذا او دوا ده.

خُرما په احادیثو کې


د
خُرما په هکله ډېر زیات حدیثونه راغلي دي، په بخاري شریف کې (۲۱۴) حدیثونه راغلی دی او په صحیح مسلم کې د(۱۰۰)  نه زیات حدیثونه راغلي دي او همدارنګه د احادیثو په نورو کتابونو کې هم، د خُرما د ګټو په هکله ډېر څه راغليدي، خودلته د ټولو ذکر کول ناشوني دي، نو زه باید په یو څو مبارکواحادیثو باندې اکتفاء وکړم:


حضرت ابوهرېره رضي الله عنه وای
ي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې خُرما یوه عمده دوا ده.

۱: حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې په ټولو خُرماوو کې برني خُرماښه ده، ځکه ناروغی لیرې کوې او هیڅ ضمر څیز په کې نشته. (طب نبوی اور جدید ساینس)

۲: حضرت ابو هرېره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د خُرما له خوړولو څخه د قولنج درد (Obstructive Colic) نه پیدا کېږي.

(Fruit, Plant and Diet in Prophetic Traditions)

۳: اسماء بنت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنهما وایي، چې په مکه معظمه کې د عبدالله بن زُبیر د پیدا کېدو تکلیف راپیدا شو او کله چې قباء ته راورسېدم، نو ماشوم پیدا شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم او زبیر مې پهمبارکه غیږ کې ورکړ، هغه صلی الله علیه وسلم  خُرما را وغوښتله، په خپله مبارکه خوله کې یې وژووله او د خپلو برکتيناړو سره یې د ماشوم په خوله کې ورکښېښودله او وروسته یې د برکت دعا ورته وکړه، چې دا په مسلمانانوکې لومړی ماشوم ؤ.

(بخاری شریف اومسلم شریف)

۴: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي چې نبی کریم صلی الله علی وسلم وفرمایل چې زما په نزد د هغو ښځو لپاره چې ډېر حیض (Hemorrhage) لري خُرما او د ناروغه لپاره عسل، تر دې غوره بله دوا نشته. (طب نبوی اور جدید ساینس بحواله ابونعیم)

۵: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې خدای پاک بي بي مریم رضی الله عنها ته د غذا لپاره د خُرما امر وکړ، که چېری د خدای په نزد تر دې ښه غذا وای، نو هغه به ورته فرمایلي وای. (زبة المجالس)

۶: حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې سهار په نهاره باندېخُرما وخورئ، ځکه  د دې عمل سره د نس چنجیان (Intestinal Worms) مړه کېږي.

۷: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې عجوه خُرما د جنت له میوو څخه ده، دا خُرما د زهرو لپاره شفاء ده، هر هغه څوک چې هره ورځ ۷ عجوه خُرماوې وخوري؛ پر هغه سړي جادو او زهر اغیزه نه کوي.


د
خُرما کېمیاوي مواد:


هغه خُرما
چې په ونه کې ښه پخه شوي وي، لاندني مواد لري.

Calories 270 (کالوریز)         

Copper 0.21 (مس)         

Magnesium 58.9 (مګنیزیم)

Potassium 0.54 (پوتاشیم)

Chlorides 290 (کلورایدونه)

Calcium 67. 09 (کلسیم)

Iron 1. 61 (اوسپنه)

Protein 3.0 (پرتین)

Phosphorus 63. 8 (فاسفورس)

Sulphur 51. 6 (سلفر)

له دې موادو څخه علاوه په خُرما کې دا مواد هم شتون لري.


Cellulose, Starch, Sucrose, Insert, Sugar, Vitamins, Fats, Tannin, Pectine, Vitamin C, Vitamin B, Vitamin A, Peroxides

په ځینو خُرماوو کې د دې موادو اندازه توپیر لري.


د
مدینې منورې عجوه او برنی خُرما په ټولو خرُماوو کې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره ده، لکه په حدیث شریف کې چې هم راغلی دې.


د
روغتیا لپاره هغه خرُما ډېره ښه ده چې په ونه کې پوره پخه نشي او سنی طب خُرما د ډېرو ناروغیو لپاره درمل ګڼيچې هیڅ شک پکښې نشته، د بېلګې په ډول د هغو ناروغیو لپاره چې د یخنۍ په وجه پیدا کېږي او یا هم بلغمي ناروغۍوې. همدارنګهخُرما د زړه او دماغ د قوي کېدو لپاره، د حافظې د تقویه لپاره، دوینې د کمې (Anemia) لپاره ، د پښتورګو دقوي کېدو لپاره، د تنفسي ناروغیو (Respiratory Diseases) لپاره او په ځانګړي ډول د سږو د نفس تنګۍ (Bronchial Asthma)لپاره ډېره اغیزمنه ده.


خُرما
د هغو مېرمنو لپاره چې ماشوم يې په  ګېډه وي خورا ښه اغیزه لري، ځکه ښځه په دغه وخت کې د وینې لهکمښت سره لاس او ګرېوان وي، چې خُرما ورته کېمیا ده.

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب