شخصیتونه په څوکرښو کې

• عروة بن الزبیر رضی الله عنه : ده به داسې لمونځ کاوه چې په خپل لمانځه کې له الله پرته بل څوک نه لیده، ناروغه پونډۍ یې په داسې حال کې پریکړه چې دی په لمانځه ولاړ و، نو لمانځه دی د پریکولو له درد نه بسیا کړه.

• یونس بن عبید رحمه الله: به زرګونه دیناره او درهمونه د یوه درهم په خاطر چې په هغه کې به شبهه وه پریښودل.

• مالک بن دینار رحمه الله : دمصاحفو په لیکلو مصروف و او په هغو یې هیڅ شی هم نه اخیستل.

• ابو غیاث المکي رحمه الله: ونه منله چې له هغه مال نه مصرف وکړي چې په لاره کې یې موندلی و، نو الله تعالی تر نیستۍ وروسته په حلالو غني او بډای کړ.

• عطاء بن ابی رباح رحمه الله : اویا حجه کړي ؤ، نیمه پیړۍ یې خلکو ته فتوه ورکړې وه، خو هیچا هم د هغه له فیصلې شکایت نه ؤ کړی.

• ابراهیم بن اسحق الحربی رحمه الله: په خپل لاس ۱۲زره جزه په فقه، حدیث او ادب کې ولیکل.

ژباړه: مولوي محمد امان رسولي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب