یو ګیلاس اوبه مو هم وزن کموي

یو ګیلاس اوبه مو هم وزن کموي

په یوه تازه خپره شوې څېړنه کې ویل شوي چې تر خوراک مخکې یو ګیلاس اوبه د وزن په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

د برتانیې د برمنګهام پوهنتون څخه په خپره شوې څیړنه کې ویل شوي چې دوی په یو شمېر خلکو د ۱۲ اونیو لپاره مسلسل څیړنه وکړه او دې پایلي ته ورسیده، هغه کسان چې د ډوډۍ تر مخه یې یو ګیلاس اوبه څیښلې، تر نورو یې زیات وزن کم کړی وو.

دغه څیړنه د برتانیې ورځپاڼي انډیپنډنټ نشر کړې.

په څیړنه کې د برمنګهام پوهنتون څیړونکو د ۸۴ چاغو خلکو څخه وغوښتل چې هره ورځ دي مخصوص خوراک کوي او کافي ورزش دي کوی.

د دوهمي ډلي څخه چې شمېر یې ۴۱ تنه وو، وغوښتل سول چې هغوی دی د هر خوراک تر مخه یو ګیلاس اوبه څیښي.

دریمه مجموعه چې شمېر یې ۴۳ تنو ته رسیدی، د ګډونوالو څخه یې وغوښتل سول چې دوي دي د خوراک په مهال داسي فکر کوي چې دوي نور ماړه سوي دي.

۱۲ اونۍ وروسته معلومه سول چې هغه کسان چې د درې وخته خوراک تر مخه یې یو ګیلاس اوبه څیښلې، په اوسط ډول یې ۴.۳ کیلو وزن کم کړی، پاته دواړو ډلو په اوسط ډول ۰.۸ کیلو وزن کم کړی وو.

ددغه پوهنتون څیړونکې هیلین باریتي ویلي چې ددغه څیړني څخه د وزن کمولو تر ټولو اسانه لاره مونږ ته مالومیږي، او هغه د درې وخته خوراک تر مخه یو ګیلاس اوبه څیښل دي. او زیاته یې کړه چې د وزن کمولو نوري طریقې عموما چاغو خلکو ته ډیر ستونزمن وي، اوهمداسي په دې مشغول وخت کې ورزش کول هم وخت غواړي.

باید وویل شي چې د علماو په نظر په کال ۲۰۳۰ کې به د برتانیې د هر څلورو کسانو څخه ۳ کسه د زیات وزن څخه پریشانه وی، او همداسي د هرو ۴ میرمنو څخه به اقلا ۲ میرمني چاغي وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب