د پېشلمي فضيلت

د پېشلمي فضيلت په اړه ۱۱ حدیثونه :

۱: انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي پېشلمي کوی دا ځکه چي په پېشلمي کی برکت دی۔ (بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف)

۲: عمروبن العاص رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي زموږ او د اهل کتابو تر مینځ تو پیر پېشلمی دی۔ (مسلم شریف ، مشکوة شریف)

۳: د حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: غزا کوی د غنیمت مال به حاصل کړی، روژې نیسې روغتیا به ومومی او سفر کوی دولت مند به شی.
(الترغیب والترهیب ۱۲/۶۹۱) رواه طبرانی فی الاوسط ورواته ثقات

۴: حضرت جابر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:: روژه سپر دی چی د هغه په ذریعه بنده د جهنم څخه ساتل کیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۲/۶۹۲) رواه احمدباسناد حسن والبیهقی

۵: حضرت سلمه بن قیصر څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چا چي د الله د رضا لپاره یوه ورځ روژه ونیول هغه به د جهنم څخه دومری لیری شی لکه د کارغه بچی چې په الوتلو الوتلوکی بوډا شی او مړشي.
(الترغیب والترهیب ۱۶/ ۶۹۴) رواه ابویعلی والبیهقی

۶: د حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل: کوم څوک چی یوه ورځ روژه ونیوله که چیری ده ته دټولې نړۍ برابرسره زرورکړل شی بیابه هم ددې ثواب پوره نشي دمحشردورځې نه وړاندی ددې ثواب نه پوره کیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۷/ ۶۹۵) رواه ابویعلی والطبرانی

۷: حضرت حذیفه رضی الله عنه وایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم یو ځل زما سنیې ته ډډه لګولې وه هغه وفرمایل: د چا چې لااله الاالله اخری کلام وی هغه به جنت ته داخل شی، چا چې د الله د رضا لپاره روژه ونیوله او په هغه یی خاتمه وشوه هغه به جنت ته داخل شی، او چا چې د الله د رضا لپاره څه صدقه وکړل او په هغې یی خاتمه وشوه هغه به جنت ته داخل شی.
(الترغیب والترهیب ۲۰/ ۶۹۷) رواه احمد

۸: د حضرت ابو سعید رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د الله په لاره کی روژه ونیسی الله تعالی د هغې ورځې د روژې په وجه دی د جهنم د اورڅخه د(۷۰) کالو په اندازه سره لیری کوي.
(الترغیب والترهیب۲۳/ ۷۰۰) رواه بخاری ومسلم والترمذی والنسایی

۹: د حضرت ابوسعید خدری رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چاچی د رمضان د میاشتی روژې ونیسي او هغې د حدود خیال وساتی او د کومو شیانو څخه چې ژغورل پکار دی د هغو څخه ځان وساتی دا روژې به د تیری شوی ژوند کفاره شی.
(الترغیب والترهیب ۴/ ۷۰۶) رواه ابن حبان فی صحیحه والبیهقی

پېشلمي
رزق

۱۰: په یوه روایت کی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چې په حلال رزق سره روژه ماته کړی په ده باندی به په ټوله روژه کی د الله رحمت نازلیږی او د قدر په شپه کی به جبرایل علیه السلام دده سره لوغبړکوي (اوعلامه یی داده) چی دده په زړه کی به رحمت پیدا کیږی او د سترګو څخه به یی اوښکې بهیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۴/ ۷۱۱)

۱۱: حضرت عمروبن مره جهنی بیان فرمایی چې یوکس دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کی حاضرشواوویی ویل ای د الله رسوله! که چیری زه ددې شاهدی درکړم چی د الله نه سوابل څوک دعباد ت لایق نشته اوتاسی د الله رسول یاست، او زه پنځه وخته لمونځ کوم زکات ورکوم او روژه نیسم نو زه به د چا سره یم؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (ته) به په صدیقینو او شهداء کی یی.
(الترغیب ورالترهیب ۳۵/ ۷۲۰)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب