رومیان مو له سرطانه ژغوري!

ټول سبزیجات د صحت او طاقت خزانه ګڼل کیږي؛ خو ځینې یې بیا د ډېرو مهلکو ناروغیو په مخنیوي کې عمده رول لري. اوس ساینسپوهان په دې نظر دي، چې د رومیانو استعمال د غدو د سرطان په مقابل کی د ډال رول لوبوي.

په انګلستان کې یو نوی تحقیق ښي، چې هغه نارینه چی په هفته کې ۱۰ رومیان خوري په بدن کې به یې د سرطان خطر ۲۰٪ نسبت هغو کسانو ته چې تازه رومیان نه استعمالوي کم وي.په نړۍ کې هر کال ۳۵۰۰۰ کسان د غدې په سرطان اخته کیږي، چې له هغې جملې څخه ۱۰۰۰۰ کسان د بدن د مقاوت د کموالي له امله مړه کیږي.یو برطانوي تحقیقاتي ټیم چې د ۲۰۰۰۰ کسانو ژوند چې عمرونه یې د ۵۰ او ۶۹ تر مینځ وو مطالعه کړ او دې نتیجې ته ورسېدل چې په هفته کې د ۱۰ تازه رومیانو او یا د ۱۰ رومیانو له جوسه استفاده په نارینه وو کې د غدې د سرطان خطر ۲۴٪ را ټیټوي.د برسټل پوهنتون پروفیسر ونیسیا ار وایي، چې تحقیق ثابته کړې چې د رومیانو استعمال په نارینه وو کې د غدې د سرطان خطر کموي او د دې ناروغۍ پر خلاف په بدن کی سخت مزاحمت کوي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب