مسجد ته د تللو سنت، آداب او دعا

1.    وختی جومات تلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: که خلک پوه شی چی اذان او لومړی صف څومره اجر لري، نو پرته نو قرعه به یې ورباندې اچولې واى.
2.    جومات ته د تللو دعا: اللهم اجعل لی فی قلبی نورا، و فی لسانی نورا، و اجعل لی فی سمعی نورا، و اجعل فی بصری نورا، و اجعل من فوقی نورا، و من تحتی نورا، اللهم اعطنی نورا، رواه مسلم
3.    په وقار او درنښت سره جومات ته تګ کول: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي، کله مو چې اقامت واورید، نو لمانځه ته په درنښت او وقار سره لاړ شئ، رواه البخاری و مسلم
4.    جومات ته پیاده تلل: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی، ایا تاسو ته هغه څه ونه ښیم چې په هغې سره واړه ګناهونه له منځه ځي او درجی ورباندې لوړیږي، صحابه وو ورته وویل: ولې نه، یا رسول الله! هغه صلی الله علیه وسلم یادونه وکړه چې جومات ته زیات قدمونه اخیستل، رواه مسلم
5.    دعا ویل: اللهم صلی علی محمد، اللهم افتح لی ابواب رحمتک
6.    ښۍ پښه مخکې کول.
7.    په لومړي صف کې ځای نیول.
8.     دوه رکعته تحیة المسجد نفل لمونځ کول.
9.     د وتلو دعا كول: اللهم انی اسئلک من فضلک
10.     د وتلو په مهال چپه پښه مخکې کول
که یو مسلمان پنځه وخته په جماعت سره په جومات کې لمونځ وکړي، نو په ورځ کې پنځوس ځلې دا سنت ژوندي کولای شي او د لوی اجر او ثواب وړ ګرځي.

ژباړه: سيد مصطفی حماس

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب