رواجي ذهنیت، کورکورانه تقلید

اليس هووي (elias howe ) د امريكا د مشهور ښار مساچوسټ (Massachusetts) يو عادي كار ګر و هغه په كال 1819م كي زيږيدلی او د 48 كلني په عمر په كال 1867م كط مړشوی دی خو ده نړۍ ته يو داسې څيز وړاندي كړ چې هغه د جامو ګنډلو په لړ كي يو انقلاب او اوښتون را منځه ته كړ دا د جامو ګنډلو ماشين و چې ده په كال 1845 م كې ايجاد كړ .

اليس هووي چې په پيل كې كوم ماشين جوړكری و د هغه په ستن كي د تار پېيلو له باره د ستني په بيخ كې سوری شوی و لكه څرنګه چې په عامه توګه د لاس په ستنو كې سوري كيږي له زرههاو كلونو  راهيسي انسان د ستني په بيخ كې سوری كاوه كله چې اليس هووي د كالو ګنډلو ماشين تيار كړ نو ده هم له عام رواج سره سم د هغه د ستني په بيخ كې سوری وكړ نو له دې كبله د ده ماشين روغ كار نه كاوه په پيل كې هغه له خپل ماشين نه يواځي د څپلۍ ګنډلو كار اخيست او د جامو ګنډلو وړتيا يې نه لرله، اليس هووي څه موده له دې ستونزي سره لاس او ګريوان و او د دي له پاره يي دحل لاره نه شوی موندلی بلاخر یې يو خوب وليد چې په هغه خوب كې يې د حل لاره بياموندله.

ده خوب وليد چې د يوه وحشي قام خلكو  نيولی وي او ده ته امر كوي چې په 24 ساعتونو كې دي دوی ته د ګنډلو ماشين تيار كړي او كه نه وژني يې، ده خپلې هڅې په كار واچولې خو په ټاكلي وخت كې يي  ونه شوی كولی  ماشين تيار كاندي، كله چې ټاكلی وخت پای ته ورسيده نو هغه وحشي خلك د ده د ډبولو او وژلو له پاره په ده باندې را تاوشول د هغوی په لاسونو كې تيرې برچې وې هووي چې په غور سره د دوی برچو ته وكتل نو د هري برچې په څوكه كې يې سوری وليد په همدې ځای كې د ده خوب پای ته ورسيده او را ويښ شو.

هووي ته د كار سر په لاس ورغی ده د خپل ماشين په ستنه كې هم د وحشي قام د برچو په څير د هغي په سر كې سوری وكړ او په هغه كې يې تار واچاوه اوس نو ستونزه پای ته رسيدلې وه د ماشين په ستنه كې چې د تار له پاره سوری د هغې په بېخ كې شوی و نو تار د ماشين په برنۍ برخه كې راتلو ځكه يې كار نه كاوه كله يې چې په سر كې سوری وكړ نو تار لاندې راغی او خبره سمه شوه .

د الیس هووي ستونزه دا وه چې هغه له رواجي ذهن پورته سوچ نه شوی كولی ده فكر كاوه چې يو كار له زرهاو كلونو راهيسي په كوم ډنګ روان دی هماغه سم دی خو چې د ده لاشعور ده ته د انځور دويم اړخ وروښود همدا مهال هغه ستونزه وپيزندله او د حل لاره يې بياموندله ، كله چې يو څوك په يوه كار كې خپل دماغ په پوره معنی بوخت ولري او ټول ځان هغه كارته حواله كړي نو هغه په داسې توګه د هغه كار رازونه ترلاسه كولی شي لكه هووي چې ترلاسه كړل، موږ چې هر کار کوو باید په پوره توجه او پوره دقت سره يې وکړو شپه او ورځ د هغه کار اړوند لاروچارو باندې خپل فکر بوخت ولرو بیا به په هغه کار کې بریا زموږ په برخه وي باذن الله تعالی.

your ads

د حامد افغان ژباړه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب