دوه وروڼه؛ احسان نه هیرول

دوه وروڼه په دښته کې روان وو، ترمنځ يې لانجه شوه، مشر ورور د کشرپه وهلو پیل وکړ، کشرورورپه شګو وليکل : ((خپل ورور  ووهلم)).

بيا روان شول په لاره کې کشر ورورپه سېلاب کې له غرق کېدلو سره مخ شو، مشر ورورپه چټکي سره دهغه ژغورلوته ور  ودانګل او کشر ورور يې له غرقيدلو وژغورو . کشرورورچې کله له اوبو راوخوت، پرډبره يې وليکل :
((ورور له غرقېدلو وژغورلم))
مشرترې وپوښتل : ولې دې د وهلو خبر پرشګو ، او ژغورنې خبره پر ډبره وليکله ؟!
کشر ورورپه ځواب کې ووېل: دوهلو خبره مې ځکه پرشګو ولیکله چې هوا راشي او ليکنه ورانه کړي، او زه يې هېره کړم. او د ژغورنې خبره مې بیا له دې امله پرډبره وليکله چې کله هم له منځه ولاړه نه شي او نه هم زما له زړهڅخه ووزي. (دوکتورابراهیم الفقی)

متأسفانه چې زموږ په ټولنه کې ډېری داسې کسان شته چې د سلو کلونو ښېګڼه د يوې ورځې په ترخه خبره له زړه باسي.

تر څو چې موږ یو د بل ښېګړې رایادې نه کړو، او ناوړه کړنې يې له یاده ونه باسو, د انتقام او بدلې اخيستلو له لارې به ښېرازي او نېکمرغي ووينو.

مفتي ابوسعيد راشد

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب