د نورو لپاره ژوند مکوه | زرینې کرښې

🍀 که بریالي شوې، چې یو چا سره دوکه وکړئ، نو هغه احمق مه ګڼئ، بلکې هغه له هغه څه چې ته یې ارزښت لرې په تا ډیر باور کړی.

🍀 که غواړئ، ژوند مو ښکلی شي، نو په ژوند کې د نویو شیانو اضافه کولو ته اړتیا نشته، بلکې ځینې شیان ترې کم کړئ.

🍀 د نورو لپاره ژوند مکوه!
تباه به شې!
ځکه د نړۍ غمګین او خفه خلک هغه دي، چې د ځان په مقابل کې د نورو برداشتونو ته ارزښت ورکوي.

🍀 له کرکې او کینې سره ژوند داسې دی، لکه کوچنۍ جهنم چې له ځان سره ګرځوې.

🍀 قومي، ژبنۍ، مذهبي او سمتي تعصب تاسې ته هیڅ نشي در کولی!
یوازې دا چې له هغه خلکو مو کرکه پیدا کړي، چې لا مو لیدلي نه دي.

🍀 ‏هغه اوښکې چې د ماتې پر وخت تویوو، هغه خولې دي، چې د بریالیتوب لپاره مو باید څڅولې وای.

🍀 انقلاب کې دوه ډلې خلک وي:
یو هغه ډله، چې انقلاب کوي، بله هغه ډله چې له انقلاب ګټه اخلي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب