رسول الله دخپلې مور په قبر
ژړا په انسان باندي د الله رحم او احسان ده، الله جل جلاله وایې: وأنه هو أضحك وأبكى ( النجم : 43 )، یعني او هغه ذات دی چې خندول او ژړول کوي، په ژړه سره د درد مند او غمژن انسان زړه سپکیږي او داراز په ژړا سره له دردمنو او کړیدلو سره خواخوږي غمرازي کولی شو، که موږ په لاس کې څه ونه لرو او ونشو کولی د کوم غمژن او دردمن انسان مرسته وکړو، د اوښکو زیرمې خو لرو د ناچاري او بېوسي په حالت کې د داسي خلکو په حال ژړلی شو او له هغو سره سلګۍ شریکولی شو ،داراز ډیر ځله یوه شي ته د شوق له پاره هم ژړا انسان ته سکون او ارام ورکوي او د الله له ویرې هم ژړا له موږ سره مرسته کولی شي، او د الله له ویرې تویېدونکې اوښکې د اخرت په ورځ خورا ارزښتناکې ملغلرې ګرځي. رسول الله صلي الله علیه وسلم په خپل ژوند کې له دې انساني حالت سره ډیر ځله مخامخ شوی دی او په مختلفو حالاتو کې یې ژړلي دي دلته د ده دژړا په اړه یو حدیث را اخلو او په هغه پرتې ګټې او فایدې را سپړو.
رسول الله صلي الله عليه وسلم دخپلي مور قبر ته ولاړ او دهغي دقبر خواته یې وژړل ، له ده سره چې کوم ملګري وو هغوی هم وژړل او ویې ویل : ما له خپل څښتن نه اجازه وغوښتله چې زه مې مورته دمغفرت دعا وکړم اجازه یې رانکړه او بیا مې له خدایه څخه اجازه وغوښتله چې دخپلي مور دقبر زیارت وکړم نو اجازه یې راکړ ه . نو تاسو هم دقبرونو زیارت کوئ ، ځکه په دي سره انسان ته مرګ وریادیږې . عن أبي هريرة -رضي الله عنه- قال: زار النبي -صلى الله عليه وسلم- قبر أمه فبكى وأبكى من حوله، فقال: (استأذنت ربي في أن أستغفر لها فلم يؤذن لي، واستأذنته في أن أزور قبرها فأذن لي، فزوروا القبور فإنها تذكر الموت). (رواه مسلم )
په حدیث کې دي خبرې ته اشاره ده چې دمور مینه دانسان په فطرت کې اغږل شوې وې که څه هم درسول الله صلي الله علیه وسلم مور د ده په کشرتوب کې وفات شوې وه او ده یې دومره خواږه نه وو لیدلي خوبیا هم له مور سره اړیکه تر نورو ټولو انساني اړیکو پیاوړې او پخه ده ، او د موږ دقبر خواته درسول الله صلي الله علیه وسلم ژړا علماو داسې توجیه کړې ده چې په هغي باندي دجهنم له ویري نه یې پرې ژړلي دې .
له حدیث نه دا خبره هم معلومولی شو چې که د یوچا نږدي خپلوان مشرکان وې نوپه ژوند کې له هغو سره ناسته ولاړه او پوښتنه یې کولی شې اوکه مړه وې هم زیارت یې کولی شې او په ځانګړې توګه که دیوچا مور اوپلار مشرکان هم وې په دنیا کې به ښه چلند ورسره کوې ځکه قرانکریم وایې : وصاحبهما في الدنیا معروفا یعني په دنیا کې د دوی دواړو ښه ملګرتیا وکړه .
له حدیث نه دا هم معلومولی شو چې قبرونوته تګ رخصت او مستحب ده ځکه په دي کار سره انسان ته مرګ او اخر وریادیږې اوبل دا چې زیارتونوته تګ باید یواځي دمرګ یادوني په موخه وې او د همدي موخي له پاره روادی ځکه په حدیث کې تصریح شوې ده : فانها تذکر الموت ، او دنورو ټولو موخو له پآره زیارت ته تګ جواز نلرې په تیره بیا نن سبا چې خلک په دي لړ کې څومره شرکي عملونه او له ناروا موخو سره زیارتونوته ځې دهغه باید زیات مخالفت وکړل شې او خلک باید زیارتونو ته دتګ په موخه وپوهول شې .
حامد افغان