دغه خواړه د زړه په ناروغۍ اخته کیدو ته مو نه پریږدي

د زړه په شریانونو کې د وخت له تیریدو سره غوړ ټولیږي چې د عمر تیریدو سره يي اندازه زیاتیږي او د زړه د رګونو د بندیدو سره د زړه د حملې او ناروغیو لامل ګرځي خو ځینې داسې طبیعي خواړه شته چې په د زړه په رګونو کې د غوړ د ټولیدو مخه نیسي.

هوګه

په مختلفو روغتیايي څیړنو او پلټنو کې معلومه شوې چې که چیرې هوګه له پیاز سره یو ځای وخوړل شي نو بدن ته ځانګړې اندازه سلفر او انټي اکسیډینټ ورکوي. په یوې څیړنې کې د زړه ناروغانو ته یو کال په مسلسله توګه هوګه ورکړل شوه او له هغې څخه وروسته د انجیوګرافي معاینات ترسره شول. د معایناتو پایله وښوده چې د هوګې استعمال سره د زړه په رګونو کې د جمع شوی غوړ په اندازه کې د پام وړ کمی راغلی

انار

په انار کې داسې ګټور مواد شتون لري چې زړه غښتلی کوي او د زړه اړوند شریانونه بهتره کوي. په انارو کې شته انټي اکسیډنټ د بدن مضر کولیسټرول کمولو سره ګټور کولیسټرول زیاتوي. یو شمیر څیړنو ثابته کړې چې دغه میوه د شریانونو خرابوالی او یو شمیر ناروغیو لپاره ډیر زیات ګټور دی. په ورځنی ډول د انارو جوس څښل د زړه د شریانونو تنګوالی او په کې جمع شوی غوړ له منځه وړي او انسان د زړه له مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.

شین چای

شین چای یو له هغو مشروباتو څخه دی چې ګټه يي د ورځې له پای ته رسیدو څخه وړاندې څرګندیږي. په شین چای کې زیات شمیر حیاتي مرکبات پیدا کیږي کوم چې د سوی او کولیسټرول په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. شین چای په عمومي ډول د شریانونو روغتیا بهتره کوي. ترسره شوو څیړنو ثابته کړې چې شین چای د زړه رګونو پاکولو او انسان د زړه له ناروغیو څخه په ژغورلو کې مهم رول لوبوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب