په روژه كې څنګه وخت تنظيم كړو؟

لکه څنګه چې موږ د رمضان المبارک مياشتې د راتګ له پاره په معنوي ډول تیارى نیسو، نو په دې ترتیب غواړم تر څو د رمضان المبارک میاشت مو منظمه، خوندوره وي او په ښه ډول مو د دې مباركې مياشتې اهتمام کړی وي، نو پدې هكله لاندې پروګرام د ټولو لپاره، خصوصاً د هغه چا له پاره چې سهار وختي د کار د تر سره کولو په موخه کار ته ځي او یا د هغو  شاګردانو له پاره چې سهار وختی مکتب  ته ځی، وړاندیزوم.

په تطبیق سره به يې ټول وکولای شي چې د رمضان المبارک میاشت په منظمه توګه پر مخ بوزې او د رمضان میاشت په غوره ډول  تنظیم کړي .
زیاتره خلک داسې انګیري چې په رمضان کې د لوږی ګالنه د یوې لویې كچې انرژۍ مصرف ته ضرورت لري نو پدې خاطر باید ډير كارونه را كم كړل شي او زیاتې پروژې تر هغه پوری وځنډول شي تر څو رمضان المبارک ختم شي.
غواړم چې په لاندې لیکو کې درته یو ساده مهال ویش وړاندیز کړم، هيله ده چې ګټور به تمام شي.

1. بشپړ خوب

که چیرې هره شپه د تراویحو د لمونځه د ادا کولو څخه په لسو بجې راشى، نو کوښښ وکړئ چې په یوولسو بجو ویده شئ تر څو د پيشمني لپاره په وخت پاڅیږى او د سهار د لمونځه د ادا کولو  څخه مخکی پيشمنى وخورئ چې دا د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سنت دي.
که وغواړئ چې د سهار د لمانځه د اداکولو څخه وروسته خوب وکړى نو کولای شى چې ویده شى، که نه دا به غوره وي چې  د غرمی څخه وروسته د غرمې د ډوډی په وخت کې د ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پورې ویده شى.
د ماسپښین یوه سترګه خوب خلک هیروي، پداسې حال كې چې پخوانيو به دا حتما كولو.
هر روژتي به نه یوازې په معنوی توګه  د روژې د ګټو څخه مستفید شي بلکه که یو شخص صحتمند او نورمال وجود ولري نو ممکن چې زیاتی فزیکی او طبي ګټې هم تر لاسه کړي.

2. د وخت تنظیم

هره ورځ د ورځینو کارونو د تر سره کولو لیست جوړ کړئ. هغه ته په غور سره وګورئ او یو ځل بیا يې پر عملي كولو سوچ وكړئ. لومړی هغه کارونه چې تر ټولو زیات مهم دي د لیست په سر کې ولیکئ او تر ټولو يې لومړی تر سره کړئ. که چیری کارونه مو نسبتاً اسان وي نو د ورځینیو کړنو د ثبت په کتابچه کې يې په نوبت لیست کړئ.

د ورځې په اوږو کې مو ایمل چیک او پیغامونه مو ولولئ او بيا ځلي يې په بیړه سره منظم کړئ او مهم ایملونه ولولئ او هغوی ته ځواب وکړئ.
بالاخره ټول كارونه د خپل ترتيب له مخې پلي كړئ او نن ورځ مو  راونغاړئ او د سبا له پاره تیاری ونیسئ.

د کارونو د تر سره کولو له پاره مو چې کوم لیست تیار کړی هغه دوباره وګورئ او هغه کارونه چې تر سره کړي مو دي، خط وهئ او هغه چې ځنډیلي د سبا ورځې له پاره يې نوي لیست ته انتقال کړئ.

يوه بله ضروری یادونه دا ده چې خپل ساعتونه مو وشمارئ. که چیرته مو شپږ ساعته یا اووه ساعته خوب او اته ساعته کار کاوو نو د کار ځای ته د تګ او راتګ وخت چې په اوسط ډول یو یا دوه ساعته کیږي ورجمع کړئ نو اوس ستاسو سره د نورو کارونو د تر سره کولو له پاره د اوو څخه تر نهو ساعتونو پورې پاتې دي. د سودا اخیستنه، د ډوډی، خوراک او د فامیل سره پاتی کیدنه په اوسط ډول د څلورو څخه نیولې تر پنځو ساعتونو پورې وخت نيسي او د ماخوستن لمونځ، تراویح او د ديني درسونو تعقیب زیات نه زیات د دوو څخه تر دریو ساعتونو پورې وخت نیسي.نو د دې ټولو کارونو د تر سره کولو څخه وروسته به اوس هم ستاسو سره نور دوه اضافي ساعتونه پاتې وي او تاسو کولای شى چې پدې دوه ساعتونو کې د اسلام په باره نوری اضافی زده کړې ترسره کړی، د قران كريم تلاوت وكړى، یا پکې د مکتب یا پوهنتون کورنۍ وظیفه تر سره کړی او یا هم کولای شى چې  نورې اضافې تجارتي دندې ترسره کړی او یا د خپلې وظیفې څخه پاتې شوي کارونه ترسره کړى.

3. د قوت او انرژۍ تنظیم

تر ټولو غوره روژه هغه ده چې سړى پکې خپله غوسه کنترول کړي او د زیات هیجاني کیدنې مخنیوی پکې وکړي او انسان ته پوره ډاډ او ارام ور په برخه کړي.
روژه د نظم او د ځان د كنترول لارښوونه کوي او یو شخص ته د پرله پسې پاملرنې یادونه کوي.

نو پدې دلیل څرنګه چې په وجود کې د انرژي مخلتفې اجزاوې شتون لري او دا اجزاوې دې ته ضرورت لرې تر څو هغه عمل چې د سهار نه تر ماښام پورې يې د ترسره کولو توان لري، اجرا کړي. کله چې خپل وخت برابروئ نو پدې باندې خپل ځان هم مطمئن کړئ چې تر ټولو زیات مهم کارونه او دندې په سهار کې وختی تر سره کړئ مخکې له دی چې ستومانه شى.

د مختلفو کارونو د تر سره کولو په جریان کې ارام کوئ او هر وخت پوره اکسيجن تنفس کوئ.

نا ارامي، کمه ساه اخیستنه او زیات تشویش د زیات فشار سبب ګرځي. کوشش وکړئ ترڅو پر دې پوه شى چې ستاسو زیات وخت چيرته مصرفیږي او په هغه کې کموالی راولئ. چې دا طریقه به هم ستاسو د انرژی په ساتنه کې مرسته وکړی او پدې توګه به ستاسو د اضافي مصرفیدونکې انرژۍ مخنیوى وشي.

4. په لمانځه باندې ځان هوسا كړئ

د لمانځه ادا کول ماغزه، وجود او روح اراموي. د کاري وقفې وخت د لمانځه په ادا کولو کې ولګوه او که کولای شې چې په جماعت سره لمونخ ادا کړې نو دا به ډیره غوره وي. لكه څنګه چې موږ ټول غواړو په رمضان کې کم تر کمه یو ځل قران الکریم ختم کړو، نو کوښښ وکړئ چې د د لمانځه نه وړاندې او وروسته د قرانكريم یوه کوچنۍ برخه تلاوت کړئ.

5. ښه خوراک او څښاک

روژه- خواړه
خواړه- صحت

لوی او متعال خدای موږ ته د ماښام د روژه ماتي څخه تر سهاره د خوراك او څښاك اجازه راكړې. نو پدې توګه ښه ده چې د خپل وس په اندازه په هرو دریو یا څلورو ساعتونو کې یو څه اندازه خوراك او څښاك وشي ځكه چې د روژه ماتي او پيشمني تر منځ  تقریقا۱۰ ساعته فاصله ده.

6. د تلویزون کمه کتنه

بدبختانه په ډيرى اسلامی هیوادونو کې د یو زیات شمير مسلمانانو په منځ کی دا دود شوی دی چې ټوله شپه دې تلویزون او نورو بي ګټې ویډیوګانو په کتلو تیروي چې پدې توګه خپل ارزښتناك وخت پرته لدې چې سالمه ګټه ترې پورته کړي عبث ضایع کوي.

د رمضان المبارک میاشت د قران الکریم میاشت دی، نو باید د دې مياشتې پوره اهتمام وساتل شي او پوره قدر يې وشی او رمضان المبارک میاشت یو ځانګړى موسم دی چې باید پکې د خدای جل جلاله عبادت وشي.
رمضان المبارک د ساعتیرۍ او د ډرامو د نمایش میاشت نده.

7. د ځانګړي پلان پلي كول

کوښښ وکړئ چې د رمضان په شروع کې د ځان لپاره پوره مياشتنى پلان جوړ كړئ او د مياشتې په اوږدو كې هغه ګام په ګام پلى كړئ. د مثال په توګه د خپل ځان سره داسې ژمنه وکړئ چې د جومات، مرستون،ښوونځي… او نور خیريه کارونو له پاره یو مقدار پیسې راټولې کړئ.

که چیرې تاسې په خپل پلان کې له نیمه يې څخه زیات بریالیتوب تر لاسه کړی وي نو ستا سو په بریالیتوب دلالت کوي او تاسو به پدې باوري کړي چې په راتلونکی کال کې تاسو له دې څخه غوره څه تر سره کړی. انشاالله.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب