رخصتي: الله جل جلاله ته د قربت ښه فرصت

د نورو خلکو په خلاف حقيقي مسلمان پدې باور دى چې داوړي يا نورې رخصتيانې الله جل جلاله ته د نيږديوالي ښه فرصت دى. دا يو داسې فرصت دى چې هم ددې دنيا او هم د آخرت خوښي په کې لاسته راوړل کيږي.
حقيقي مسلمان ته د اوړي رخصتيانې د عبادت او الله جل جلاله د خوښۍ د لاسته راوړلو لپاره طلايي فرصت ښکاري. پداسې حال کې چې داسې مسلمانان هم شته دى چې دا خبره ورته نا آشنا او دحيرانتيا خبره ښکاري او دوى پدې اند دي چې داوړي رخصتيانې د تفريح او چکر وهلووخت دى، د دوى ماشومان د اوړي د راتلو شپې ورځې حسابوي ترڅو په رخصتيانو کې د چکرلپاره کوم بل ځاى ته ولاړ شي او يوه اوږده تفريح وکړي. بيا لويان پدې اند دي چې دغه وخت کې ښه استراحت وکړي اود خپلو سختيو او مشکلو کارونو وروسته يوه اوږده ارامتيا وکړي ، همدا شان دژمي رخصتۍ.
بيا د دوى په مقابل کې داسې مسلمانان هم شته دى چې له دنیاوي کارونو څخه رخصتي ورته د الله جل جلاله د رضا د لاسته راوړلو موقع ښکاري. د اوړي رخصتيانې د دوى لپاره زمينه برابروي چې خپل عبادات پکې ډېر کړي او د خپلو خپلوانو پوښتنه وکړي او همدارنگه ټولنيزو کارونو ته رسيدگي وکړي.
د مسلمان په کورنۍ کې بايد د اوړي رخصتيانې يو لوى بدلون راولي، پدې وخت کې بايد دکورني د غړو ترمنځ مينه ډيره شي پدې موده کې دوى د خپلو کورنيو مشکلاتو د لمنځه وړلو لپاره کولى شي يوه لنډ مهالۍ تفريحي سفر وکړي.

د اوړي د رخصتيانو په موده کې مسلمان خپلې ټولنې ته دخپل وخت يوه لويه برخه وقف کوي. پدې موده کې مسلمان د خپلې ټولنې درک کوي او له هغوى سره مالي هر ډول مرستې پيل کوي. د ټولنې نور مسايل هم ضروري گڼي او د ټولنې د هر ډول فعاليتونو د پرمخ بوولو لپاره خپلې هڅې کوي. اوړى يو ښه موقع ده چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړو او دا ثابته کړو چې موږ هم د ټولنې يوه برخه يو او د ټولنې مشکلات زموږ مشکلا دي. د اوړي رخصتيانې دديني علم د
حاصلولو لپاره هم يو ښه موقع بلل کيدى شي. د ديني علم حاصلو پدې موده کې ډېره ارزښتناکه ده. څومره چې يو مسلمان ډير ديني علم حاصل کړي په همغه نيږدې کيږي.
همدارنگه دا رخصتيانې د عباداتو دډيرولو لپاره ښه فرصت دى.
الحمدلله فرض لمونځونه او عبادات خو هر کله اداء کوو په اوړي که د فرض عباداتو سره سره د نوافلو، تهجد لمونځونو او د اذکارو ډيروالى ترڅو مو د ميزان په تله کې ثواب ډير شي، په اوړي کې تش او بيکاره وختونه بايد هسې تير نکړو بلکې دغه وخت کې د نفلو څخه ډک کارونو باندې تش وختونه بايد ډک کړو. مثلاً که کله مو وزگار وخت پيدا کړ يا پکې د قرآن کريم يوه برخه حفظه کړو يا اذکار زده کړو او ولولو. او يا هم نفل لمونځونه اداء کړو. او يا که څوک ددې توان ولري چې پدې وخت کې عمره اداء کړي دا خو به ډيره ښه وي او الله جل جلاله به يې ډير اجر ورکړي.
اسلام يو داسې دين دى چې يواځې په عباداتو امر نکوي مگر له عبادت سره دعمل اړخ هم رانيسي، ددې څخه مو مطلب دا دى چې پدې وخت کې موږ په سپورت باندې هم وخت تيرولى شو يعنې هغه سپورت چې د اسلام سره موافق وي، نه يواځې دا چې په اسلام کې منع او حرام ندى مگر اسلام موورته هڅوي هم.
په طبيعت کې فکر کول هم يو له هغه امورو ځنې دى چې اوړى يې ښه فرصت دى. اسلام موږ طبيعت کې فکر کولو ته هڅوي ترڅو د الله جل جلاله الوهيت راته ښه ثابت شي او پر الله جل جلاله مو ايمان پياوړى شي او د الله جل جلاله رحم راباندې وه شي، نو کله چې مو طبيعت کې تفکر وکاوه له خداى سره مو په زړه کې مينه ډيريږي.
خپل او يا د خپلې کورنۍ صحت او روغتيا ته د ښې پاملرنې وخت اوړى دى: کله چې څوک وزگار نه وي وظيفې ته ځي او يا نور څه مصروفيت لري نشي کولى خپل او يا د خپلې کورنۍ روغتيا ته پوره پاملرنه وکړي چې ددې ښه وقت هم د اوړي رخصتي ده په اوړي کې د کورنۍ او خپل صحت ته د پاملرنې ښه او آرام فضا برابره وي. پدې رخصتي کې بايد د خپل ځان يوه لويه معاينه (Check up) وشي ترڅو ښه او روغ صحت ولرو او له خطرناکو او بدو امراضو ځانونه وساتو.
پورتنۍ لارښوونې اواعمال تر ډېره بريده گټور او ثمره لرونکې لارښوونې دي ترڅو ددې لار ښوونو په واسطه خپل ژوند ښه او الله ته نيږدې کړو او د اوړي رخصتي هم ښي تيرې شي، او دا هدايات موږ ته الله ته د رسيدو په لاره کې مرسته کوي.
الله دې لومړى ماته او بيا ټولو لوستونکو او مسلمانانو ته پدې لار ښوونو د عمل توفيق را په نصيب کړي چې وکولى شو الله جل جلاله ته په حقيقي ډول نږدې شو.

ژباړه: زاهد جلالی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب