د ژوند كتاب

د ژوند د كتاب پاڼې په برابر انډول اړول كيږي، هر راتلونكى سهار يوه نوې پاڼه اړو، اړول شوې پانې به په مساوي ډول زياتيږي او پاتي پاڼې به ورو ورو كميږي….. داسې ورځ به هم راشي چې تاسې به د خپل ژوند اخرنۍ پاڼه اړوئ، كله چې ستاسې سترګې بندي شي همداسي به دغه كتاب هم بند شي او ستاسې دغه ليكنه به په پوره پاملرنې سره وساتل شي.

تاسې كله غور كړى دى چې د خپل ژوند په كتاب كې په څه شي ليكلو باندې بوخت ياست؟ هره ورځ تاسې څه شي ليكئ چې دغه پاڼه د شپې په پاى كې اړول كيږي، كه ستاسې شعور وي او كه نه وي، ستاسې دغه ليكنه تياريږي، او تاسې د دې ليكنې په جوړونه كې د خپلو ډولو ځواكونو سره بوخت ياست.

تاسې څه ليكئ؟ په هر هغه څه باندې چې سوچ كوئ، څه چې ګورئ، څه اورئ، څه غواړئ، څه كوئ او څه كولو باندې امر كوئ، دلته هغه څه په نښه كيږي چې هر څه تاسې ليكئ، بل چا ته هيڅ اختيار نشته چې پدې ليكنه كې يو ټكى زيات يا كم كړي، د دې كتاب ليكوال تاسې ياست، يوازې تاسې ياست چې په خپل زيار دا كتاب برابروئ، د لږې شيبې لپاره خپلې سترګې بندې كړئ او فكر وكړئ، سبا ……. به همدغه كتاب ستاسې په لاس كې وي او الله تعالى جل جلاله به تاسې ته فرمايي :
اقْرَاْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (الاسراء 14)
ژباړه : ولوله د خپل ژوند كتاب، د خپل عمل د حساب لپاره، نن ته په خپله بـــس يې.

بيا سوچ وكړئ، د هغه نيك مرغه خلكو د خوښۍ به څه حال وي؟ هغوي ته به د خپل عمل ليكنه په ښى لاس وركول كيږي، او پر هغه بدمرغو به څه تيريږي چې د خپل ژوند كتاب به په كيڼ لاس اخلي.

راشئ! په خپل خيال كې د قران كريم دغه څو مبارك ايتونه انځور كړئ:

يَوْمَئِذٍ تُعْرَ‌ضُونَ لَا تَخْفَىٰ مِنكُمْ خَافِيَةٌ ﴿١٨﴾ فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَ‌ءُوا كِتَابِيَهْ ﴿١٩﴾ إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيَهْ ﴿٢٠﴾ فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّ‌اضِيَةٍ ﴿٢١﴾ فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿٢٢﴾ قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ ﴿٢٣﴾ كُلُوا وَاشْرَ‌بُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ ﴿٢٤﴾ (الحاقه 18-_ 24)

ژباړه : پدغه ورځ به تاسې حاضر كړاى شئ، ستاسې يو عمل به هم پټ نه پاتي كيږي (18)  چا ته چې خپله د عمل ليكنه په ښي لاس وركړل شې نو د خوښۍ نه به خلكو ته ووايې چې راشئ او زما ليكنه ولولئ (19) يقيناً زه پوهيدلم چې خپل حساب سره مخامخ كيدونكى يم (20) نو هغه به ښه په خوشحالۍ كې وي (21) په لوړ جنت كې به وي (22) چې ميوې به يې نږدي وي (23) ورته به وويل شي : ښه په مزو سره خورئ او څښئ، د خپلو هغو عملونو په بدل كې چې تاسې په تيرو ورځو كې كړې وو (24)

وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَهْ ﴿٢٥﴾ وَلَمْ أَدْرِ‌ مَا حِسَابِيَهْ ﴿٢٦﴾ يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ ﴿٢٧﴾ مَا أَغْنَىٰ عَنِّي مَالِيَهْ ۜ ﴿٢٨﴾ هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيَهْ ﴿٢٩﴾ خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ﴿٣٠﴾ ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ ﴿٣١﴾ ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْ‌عُهَا سَبْعُونَ ذِرَ‌اعًا فَاسْلُكُوهُ ﴿٣٢﴾ إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّـهِ الْعَظِيمِ ﴿٣٣﴾ وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿٣٤﴾ فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ ﴿٣٥﴾ وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ ﴿٣٦﴾ لَّا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِئُونَ ﴿٣٧﴾

ژباړه : او چا ته چې خپله د عمل ليكنه په كيڼ لاس وركړل شي نو په افسوس سره به ووايې چې كاش دا ليكنه نه واى راكړل شواى (25) او كاش چې د خپل حساب نه خبر نه واى (26) او كاش چې زما لومړنى مرګ ماته اخري پاى واي (27) نن زما شتمني هيڅ په درددوا نشوه (28) زما واكمني پاي ته ورسيده (29) دى ونيسئ او په ځنځيرونو يې وتړئ (30) بيا يې دوزخ ته ور وغورځوئ (31) بيا يې په هغه ځنځير كې تاوو كړئ چې يو ګز يې اويا ګزه دى (32) په رښتيا چې ده په الله تعالى ايمان نه وو راوړى (33) او نه يې مسكينانو ته ډوډۍ وركوله (34) نو نن د ده هيڅ كوم ملګرى نشته (35) او نه د وينو او زوو نه پرته ده ته د خوراك څه شته (36) چې هغه خوراك د ګناه كوونكو نه پرته بل هيڅ څوك نه خوري (37)

كله تاسې غور كړى دى چې د خپل ژوند كتاب به په كوم لاس اخلئ؟ په ښى لاس او كه په كيڼ لاس….

په ښى لاس به هغه چاته د خپلو اعمالو ليكنه وركول كيږي چې د الله تعالى له نظره د هغه وړ وي او همدارنګه په كيڼ لاس به هغه چاته د خپلو اعمالو ليكنه وركول كيږي چې د الله تعالى له نظره د هماغې ليكنې وړ وي، په سنجيده ډول ژور فكر وكړئ…. شپه او ورځ چې په كومو منډو ترړو تاسې د ژوند كتاب چمتو كوئ، هغه د كومې هيلې لپاره؟ او په دغه هيله كې تاسې تر كومه مخلص ياست!

ليكوال: محمد يوسف اصلاحى
ژباړه: محسن امين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب